تاند – په کابل کې د اسلامي جمعیت او د «شورای نظار» د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود پلویانو د خپل پخواني سیال ګلبدین حکمتیارعکسونو ته اور ورته کړ.
د اسلامي جمعیت ګوند یوه جیګپوړي چارواکي عطامحمد نور په یوه خبرپاڼه کې چې د ښاغلي نور تر ولکې لاندې مېترا تلوېزیون نن /د ډسمبر۱۵مه/ خپره کړه وویل چې احمدشاه مسعود د هغوی سره کرښه دی او سپکاوی یې نشي زغملی.
د عطا نور په خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت دې هغه «اوباشان» ونیسي او سزا دې ورکړي چې تېره ورځ یې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود په مجسمه باندې د زرداد فریادي عکسونه سرېښ کړي ول.
د مسعود پلویانو چې د وزیراکبرخان مېنې له ۱۵م سرک څخه د عامې روغتیا څلورلارې/اوسنۍ مسعود څلورلارې/ پورې یې لاریون وکړ د مرګ په حکمتیار او مرګ په زرداد شعارونه ورکول او ویل یې چې ملي اتل یوازې احمدشاه مسعود دی او بل څوک باید د ملي اتل په نامه یاد نشي. لاریونیانو ولسمشرغني ته هم اخطار ورکړ چې باید له مسعود پرته بل چا ته ملي قهرمان ونه وایي. د نظار شورا لنډه غرهرکال د خپل وژل شوي مشر د تلین په مناسبت په کابل ښار کې د سړو او تودو وسلو په ښودنې د ښاریانو په منځ کې د خپل وحشي طبعیت ننداره وړاندې کوي. (په دې هکله راپور)
د مېترا تلوېزیون ویډیو کلېپ ښيي چې د لاریون برخه وال د ګلبدین حکمتیارعکسونه چې چلیپا یې پرې راکښلې او قاتل خون آشام … یې پرې لیکلی تر پښو لاندې کوي، څیروي او بیا اور وراچوي.
تېره ورځ/د ډسمبر۱۴مه/ د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند پخوانی قوماندان زرداد فریادي په برتانیا کې له څو کاله حبس تېرولو څخه وروسته کابل ته راستون شو چې د عامو خلکو تر څنګ د اسلامي ګوند د پخوانيو پوځي او سیاسي سیالانو له خوا پرې لفظي تېري وشول.
د جمعیت او نظار شورا قوماندانانو او پاتې شونو چې د ۲۰۰۱ کال په اخر کې په افغانستان باندې د ایتلافي ځواکونو له حملې څخه وروسته او د حامد کرزي د واکمنۍ په راتللو سره یې ږیرې ماشین کړې او نیکټایانې یې ولګولې د هغو پیسو په لوټلو کې په پراخه کچه برخه واخیسته چې غربي هېوادونو د افغانستان د بیارغونې لپاره افغانستان ته ورکړې، او دغه حالت هغوی دې حد ته ورسول چې ویل کیږي له خپل پخواني سیال ښاغلي حکمتیار سره د دولت د سولې د تړون په وړاندې یې څو ځلې خنډونه راپورته کړل.
د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند یوه چارواکي انجنیر امین کریم په یوه تلوېزیوني کلېپ کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی وویل چې زرداد فریادي خواوشا ۱۳ کاله د برتانیا په حبس کې تېر کړل او بیا افغانستان ته راستون شو، په داسې حال کې چې د دغه ګوند نور غړي وایي چې زرداد، احمدشاه مسعود، سیاف، محمد محقق، کریم خلیلي او ګڼ نور کسان ټول د ۱۹۹۰مو کالونو په کورنیو جګړو کې ښکېل ول چې له زرداد نه پرته نور یوه هم هېڅ ډول سزا نه ده لیدلې.
د زرداد یو شمېر ملاتړي چې تېره ورځ یې د هغه عکسونه چې اتل او قهرمان پرې لیکل شوی وو په لاسونو کې لېږدول ادعا کوي چې که قوماندان احمدشاه مسعود د قهرمان په نامه یادېږي یا که برهان الدین رباني، عبدالعلي مزاري او نورو جنګیالیو ته ډول ډول القاب ورکول کیږي قوماندان زرداد هم د هغوی د ردیف شخص دی او په کار دی چې د قهرمان په نامه یاد شي.
ویل کیږي چې په ۱۹۹۲ کال کې په کابل کې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په نسکورېدلو سره د پاکستان او ایران له خوا ملاتړ کېدونکي جهادي تنظیمونه واک ته ورسېدل، د نظار شورا وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود او د اسلامي جمعیت ګوند وژل شوي مشر برهان الدین رباني په واک منګولې ښخې کړې او نورې ډلې چې د شوروي اتحاد پر ضد یې جنګونه کړي ول له قدرت نه محرومې کړې، چې د هغوی د عکس العمل په نتیجه کې جګړو زور واخیست، زرګونه کابل ښاریان ووژل شول او د ښار بېلابېلې برخې په کنډوالو بدلې شوې.
ګرانو زېرې درکوم چه عطا محمدنور غله دوسېه هم تر څېړنې لاندې ده او ډېر زر به دده دې دوسېې نتېجه خپلې څانګې ته وسپارې په افغانستان کې غله فاسدګر وږونکې ها ها 204 نفره دوسې لرې چه غطانور غل 13 نمبر شماره دوسېه لرې او دې تښتې لاره هم نلرې
په ورته پيښو کې زما په نظر د اسلامي حزب غړي باید له زغم نه کار واخلي. ځکه چې د احمدشاه مسعود پیروان خپل وژل شوی مشر ته د بلا تشبیه کوم یهودی پیغمبر په سترګو ګوري.
دا به ومنو چې زرداد دخپل جهاد په وخت کې پاټکونه جوړ کړي وواو د خپل تنظیم تر رهبري لاندې له اصلې دندې نه سربیره په خپل سر کارونه کړي چې د خلکو د آزار او اذیت سبب شویدی. وایی خپل عمل د لارې مل ، هغه دا څوارلس کاله په لندن کې د خپل حبس موده تیره کړه او نن ئې په اصطلاح برأت واخیست.
که زرداد له خلکو پيسې اخیستي او یا یې ځورولي دی مګر د کابل ښار 70 تر 80 زرو بیګناه خلکو په وینو ېې لاسونه ندې سره ،
زرداد د افغانستان سل کلنه ملي او مجهزه اردو چې هر راز جنګی او ترانسپورتي الوتکی ، ټانکونه ، توغندي ویشتونکی وسایل او …. درلودل ، منحله نه کړه.
زرداد د افغانستان بانک ، د کابل د شهزاده سرای ، د کابل ښار د خلکو کورونه او دولتی دفترونه ندي چور کړی.
زرداد له حزب وحدت اسلامی او نورو تنظیمونو سره په کورنیو جګړو کې برخه نه درلوده.
زرداد د کابل ښار د افشارو د سیمې په ورانولو او د خلکو په قتل عام کې برخه نه درلوده.
زرداد د طالبانو له راتګ نه وروسته له کابل ښار نه د شاتګ په وخت کې ټول دولتي دفترونه ندي چورکړی او هغه ېې کولاب او یا خواجه غارته ندي وړي.
زرداد د سالنګ د لوېې لارې ساختمانی او محافظتی سیستم او استحکامات په بمونو ندي الوزولي.
برعکس پورته ذکر شوي موارد او دیته ورته نور جنایتونه ټول د احمدشاه مسعود او د هغه د امتیانو پواسطه شویدی . د حکمتیار د عکسونو په سوزولو او د حزب اسلامی پرضد شعارونه د افغانستان د ولس حافظه له منځه نشي وړی.
ا) دا خو ټول منو چه تنظیمی لیډر یا قهرمان هیڅکله هم ملی نشی کیدای ځکه چه تنظیمی خصوصیات ،ملی ندی اوملی خدمات هم نلری او هر څه یی ګروپیک وی .
۲) تیر ۲۵ کاله تنظیمی حکومتونو د مصائبو ګراف یی صعودی کړی .
۳) تنظیمی فکر او تربیت ، انحصاری دی د ملی کارونو ظرفیت او اخلاق نلری .
۴) د تیرو ۲۵ کلونو تجربه چه د یو تنظیم د نااهلو وزیرانو ، جنرالانو ، والیانو او نورو مفسدو حکامو شمیر خرفهم کسان هم پدی قانع کړی چه دا تنظیم ملی نه بلکه ګودال د متعفن ستمی نشنلیزم دی نه بل څه .
۵) ملت او بل ته څه لری؟ کوم چه په انسانی معیارونو برابر وی ، یو یا دوه مثالونه !!! لطفا مکروسکوپ نه استفاده وکړی .
۶) دابه هم نه انصاف وی او نه سالم فکر چه کړه وړه مو تنظیمی او امتیازات ملی غواړو ، هغه دورحاکم چه ناخوانده یی مارشالی او ملی قهرمانی ورکوله او ملت یی ظالمو لیوانو ته تحفه ورکړ ان شاءالله بیا به نه تکراریږی .
۷) هره جهادی کورنی ځانته مؤمن شهید او قهرمان لری چه ورته د اولیاءالله قدر او منزلت لری خو بی کامری ، بی پروتوکوله ،بی معاملی چه یتیم او کوڼډی یی هم کوم بی غیرته دونهمته ندی پاللی ، الله رب العزت دی د جهاد او شهادت کامل اجر ورکړی ، هغه ترټولو ښه اجر ورکوونکی دی .
دا د دوی د کم ظرفیتی او تنګ نظری حدود ښیی ، مو نږ باید خپل اتلان په خپله جوړ او وستایو ،مونږباید دا هنر له نور زده کړو ، که حکمتیار ، ملاعمر ، حقانی او غیره په نورو قومو پوری تعلق درلودای نو پیغمبران یی تری جوړکړی ول او چا چه نه منل هغه به کافر ول
دا دوی ناپوهی او جهل دی دوی کلکانی ته هم قهرمان وایی ولی اصلا دوی د قهرمان په معنی نه پوهیږی چی قهرمان یعنی څه ؟