تاند – په کابل ښار کې نن د شورای نظار ډلې د مشر احمدشاه مسعود د مرګ تلین و چې لاروي ملېشو یې د کابل ښار په سرکونو او کوڅو کې په شور او ځوږ سره ولمانځه.
په کابل ښار کې نن حکومتي دفترونه بند ول او ډېر خلک د ملېشو د زور او ځواک د نندارې له امله په خپلو کورونو کې دننه پاتې ول.
احمدشاه مسعود د ۱۹۵۳ کال د سپتمبر په ۲مه د پروان ولایت د پنجشېر ولسوالۍ په بازارک کلي کې زېږېدلی و. په کابل ښار کې له استقلال لېسې څخه فارغ او بیا یې د کابل په پولیتخنیک کې زده کړې پیل کړې وې خو وروسته له هغه چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د افغانستان د نظام په وړاندې د مقابلې لپاره جذب کړ او پېښور ته لاړ زده کړې یې په نیمايي کې پاتې شوې.
مسعود له یو شمېر نورو افراطیانو سره په ګډه په ۱۹۷۵ کال د آی اېس آی په امر د سردار داودخان د جمهوریت پر ضد وسله پورته کړه خو حکومتي قواوو پسې واخیست. نوموړي په افغانستان کې د ثور کودتا څخه وروسته بیا جګړې پیل کړې چې د جمعیت د تنظیم مشهور جنګیالی قوماندان ترې جوړ شو، وروسته یې د نظار شورا په نامه د قوماندانانو یوه ډله جوړه کړه چې پخپله ده یې مشري کوله.
احمدشاه مسعود په ۱۹۹۲ کال کې د کابل حکومت له یو شمېر ملېشو سره د ارتباط له لارې او د ملګرو ملتونو د سولې د پروګرام په شنډولو سره کابل ښار ته ننوت او قدرت یې په لاس کې ونیو خو د سیالو ډلو له لوري یې تر ۱۹۹۵ کال پورې چې طالبان کابل ښار ته ننوتل د ارام ساه وانه خیسته. دغه مشهور جنګسالار په ۲۰۰۱ کال کې د دوه تنو عرب ژورنالستانو له خوا ووژل شو چې له وژنې راهیسې یې ملېشې د هغه تلین هر کال په کابل ښار کې لمانځي.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر فعالانو نن په کابل کې د نظار شورا د ملېشو له خوا له روانو وحشتونو څخه په تاثر سره لیکل کړي دي چې یو شمېر یې د لوستونکیو د معلوماتو له پاره را اخلو.
د کابل پوهنتون استاد دریځ لیکي؛ «نن لنډغرو یو ځل بیا دخپل دسقاوي مهال پاڼې واړولې، هغه دټوکې یوه برخه ده چې : ابۍ ښه چل دې راځي خو بس څه وکړم…؟ ښه چل یې راځي خو چې مشران مو مصلحتي نه وای، دوی دواک په نشه کې دی، دملت حال ته نه ګوري، قاتلینو ته یې وخت ورکړی دی، دقاتلینو زامن یې خوندي کړي، ان په جنرالیو یې نازولي دي او لا دې خدای خیر پېښ کړي، نړۍ والو هم همدا لوبه ګرمه کړې ده، ګنې نن خو ورته ترهګر ښه ښکاره شول، دکابل قاتلینو خو ځان ښه وښود. خو بس دلته چې څه واک ته ورسي هغه بیا دملت قربانیو ته نه ګوري، ملي شي. لنډه غر مه ملامتوئ، چې لنډه غرو ته چا وخت ورکړی، دا را ونیسئ.»
ولي خان لیکي، «ځیني مغرض انسانان دعام اولس لپاره په ژوندون هم عذاب الهي وي. پس له مرګه هم اولس دهغو له شراو فساده ساتنه او امان غواړي لیکن بیاهم دهغو عذاب ورباندي نازل وي. بي کلتوره انسانان.»
سلیمان نوید د نظار شورا د یوه پلوي جاوید کوهستاني د درې ورځو مخکې خبرې ته چې ویل یې قوم یې ډېر متمدن دی په اشارې او نننۍ وضعې ته په پام سره لیکي، «یک گروه عجیب و غریب مانند (#داعش) از کره #مریخ به شکل تصادفی پایین و وارد کابل پایتخت افغانستان شد و مردم بیچاره را در ترس ،حراس ،اضطراب و وحشتزده قرار داده …
یک بام و دو هوا .
#لعنت به این تمدن .»
انجنیر حامد درانی لیکي، «Warning:
The warlords will take over the people and the city of Kabul for the whole day and tonight. Please stay in home and take care of your self since there will be no rules and law and government for a day.»
محب الله ظهیر چې د فیس بک له پست سره یې د هغه ځوان عکس هم خپور کړی چې نن په کابل ښار کې د شورای نظار ملېشو وژلی دی لیکي، «آیا ولسمشر به د داخله وزیر او د کابل د ګارنیزیون قوماندان راوغواړی او د نن ورځې د شورای نظار د لنډغرو د وحشت په وړاندې د هیڅ غبرګون نه ښودلو په خاطر به یو څو چیغې پرې ووهی؟»
نجیب الله خان لیکي، «د څه شي شهید؟ کوم شهید؟ شهید څه مانا؟ جنګسالار او قاتل ورته وایاست؟ معامله ګر او د روسانو او ای ایس ای ډبل اجنټ ورته وایاست. لنډه دا چې د سقاویزم د مکتب پیروان او اشرار یې بولئ.»
رازمحمد لیکي، « دې ته وايې دکوهستانې فاشست مدنيت. څه شوګارنيوزون لاپې. څه شوامنيت او د کورنيو چارووزارت. په ټول کابل کې يونرنشته چه ميدان ته ووځې اودسقاو اولاده په خوله ووهې. هغه وخت چه طالبان لا لوګرته نه راسيدلې همدغه لنډغرو او شوراې نظار او د دوی قهرمان مسعود خپلې وسله په تشنابونوکې پټ اوخپل پرتوګونه يې زيړکړل. ټول د پنجشيرپه طرف وتښتيدل. اوس هم دطالب نوم چه همدغه لنډغرووارې په لس کيلومترۍ کې پطلونونه لمدوې.»
اجمل انوري لیکلي، «يك سقاوي بي منطق از اين لندغر ها حرف مفت است شما ب نام انسانيت چيزي نميشناسين وطن تباه كردين ب مردم بيچاره كابل زور بگين حيف نام انسان ب شما…»
فضل هادي لیکي، «په ټوله نړۍ کې چې خلک باغې وحش ته ځی، نو مجبوره دي چې په پيسو ټکټ واخلي. ليکن کابليانو ته دغه وحشيان په سړکونو او کوڅو کې
مفت ځغلي، خو دوی ورڅخه شکايت کوي. يواځې يې ترمينځ فرق دادی، چې د نورې نړۍ وحشيان چاته ضرر نه رسوي او د کابل وحشيان بيا ډېر ضرر رسوونکي دي. البته دا وحشيان د يوه لوی وحشي چې ډېر پخوا مردار شوی دی، هر کال په همدې ورځ ښار ته راوځي.»
د وحشت یوه ویډیو
……
یادونه: یو شمېرعکسونه د همبستګۍ له وېب سایټ څخه را اخیستل شوي دي چې مننه ترې کوو.
داهغه خلک دی چی دملت په غم خبرندی او فرصت طلب او مغرض خلک دی مسعود بد سری نه وه دهغه حساب اوس الله سره دی زه ورته بد نه وایم حکه هغه چاته ددی وصیت نه وه کری چی زمادمرگ خخه وروسته زماتلین ونمانخی اوخلک وخوروی دادخوتنو بی عقله اوبی منطقه خلکو کاردی زماچه نظرکه داخلک دغه پیسی چی درسم اوگذشت لپاره مصرفوی خوبیوزلو کورنیو سره مرسته وکری دابه ورته خه وی .
وروره په لیکلو او انتقادونو نه څه کیږي او نه ترې جوړیږي، عمل پکار دی. لومړی باید پښتانه د ځان نه شروع وکړي او خپل فاسد قومي، ولایتي او پارلماني مشران د ګریوان نه ونیسي او ګریوانونه یې تارتار کړي. بیا به د شورای نظار او بلې متعصبې او جنایتکارې ډلې لپاره د یو موټی کیدو خنډ پاتې نه وي. بل ته باید ګوته ونه نیسو ټول مشکل په مونږ کې خپله دی صرف لیکل کوو او هر یو دا وایو چې هغه به یې غم وخوري. پدې کې خو دا کلونه تیر شو او صرف د ظلم ننداره ګوو.
زه دا نه وایم چې شورای نظار افغانان نه دي، مګر مونږ يې چې اکثریت یو له هر څه محروم کړي يو او دوی باید نور اصلاح شي، ددوی خودسریو ته باېد د پای ټکی کیښودل شي. په لیکلو او ویلو نه شل کیږي باید یو مټی او یو خوله شو.
سلامونه،
د دې پر ځای چې دا زور ،سلاحې او ډزې د افغانستان دشمنانو ، د آی-اِس-آی ژرنیلانو ا.د.ن… پر ضد استعمال کړي، بیګناه او بیدفاع کابلیانو ته څه کونې وازې وازې کوي؟؟؟. دا ټول ایجړاګان ېې یواځې د هغهء ۱ ځوان د مرګ چې عکس ېې پورته ښودل سوی، ځواب نه په دنیا نه په آخرت لرلای شي!. دې ایجړاګانو، روبا ګانو، بزکانو ، موژکانو باغ وحش ته به لوی اختر وخاندي؟
له الف نه تر یآء چارواکي او متفکرین او یو اِن ېې مسوءولین دي. (ولا تعاونوا عل الِاثم والعدوان۰).=د ګنهکارانو او دښمن سره مرسته مه کوئ!؛ (و تعاونوا عل البِرِ والتقوی).
نه پوهیږم چه دا د شهادت تجلیل دی که د وحشت ،غلا او انحصار تجدید چه د بچه سقاو د غوجل یا متب پیروان یی تر سره کوی ؟
دا خو ټول وحشت او درندګی ده ، کوم خصوصیت د مجاهد لری؟
کوم څه ور کی شته چه انسان ته ښی خاطری ور په یاد کړی ،هغه څه دی ؟
دا ارذل الناس پدی رذالت سره ملت ته څه پیام یا درس لری؟
آیا دا لکه نور د ملت دښمنان ،ملت نه داړی او حتی تر هغوی هم اشد مضر ندی؟
نو د امرا او علماوو مسؤلیت ددوی په وړاندی څه دی؟
باید شورای علما او نوری ذیربطی اداری خپل ایمانی او وظیفوی دریځ ژر تر ژره څرګند کړی.
آیا دغلو موازی حکومتونه جایز دی؟
آیا دوی د اسلامی ټولنی امن نه اخلالوی؟
آیا دوی حکومت نه تضعیفوی او باغیان ندی؟
نو ضرور او لازمی ده چه حکومت په یوه هفته کی غیر مسؤل وسله وال خلع سلاح کړی او متمردین یی واجب القتل او مباح الدم اعلان او عملیات دی ورباندی شروع او اعلان د جهاد دی وکړی ورنه حکومت د حکومت مفهوم نلری او دا تر کومه؟ او دا تصفیوی عملیه دخلکو واټن له حکومت سره کموی او ان شاءالله چه حکومت پر ټولو مشکلاتو غالبیږی