ليکنه: سيف الله هلمند
په شوروي اتحاد کي له اذربايجان پرته ۴۵ مليونه مسلمانانو، چې ټول د سني مذهب پيروان وه، ژوند کاوه. ۲۸۰ مليونه نفوس، بېلابېل توکمونه او تر سلو ډېرو لويو او کوچنيو نژادونو ژوند پکښې کاوه، خو ترټولو لوی نفوس ياني ۱۴۸ مليونه يې يوازي په روسيه کي ميشت وه، چې همدا شمېر د شوروي اتحاد تر ټولو لوی شمېر وه او ډېری برخه يې روسانو جوړوله. او په ياد اتحاد کي نژدې تر ۴۸ ډېرو رسمي مذهبي ډلو شتون لاره.
لینن له لومړۍ ورځې څخه، چې کله شوروي اتحاد جوړ سو د بېلابېلو مذهبي، ژبني، نژادي او ديني ډلو سره ډېر مناسب سلوک کاوه او دغو ډلو ته يې د جمهوريت په چوکاټ کي خپلواکي ورکړې وه.
د شوروي اتحاد رسمي سياست د مذهب پر وړاندي د ۱۹۷۷ زيږديز کال اساسي قانون د دوه پنځوسمې مادې د تصويب له مخې په لاندي ډول وه:
(( په کورونو، کليساوو، جوماتونو او رسمي عبادت ځايونو کي دعا کول د مذهبي دين چارو شورا تر مشرۍ لاندي جواز لري )).
د امريکا متحدايالتونو په شوروي اتحاد کي د بېلابېلو مذهبي، نژادي، قومي… او نورو ډلو ترمنځ د فتنې او کرکې اچونې سياست خپل کړ او هڅه يې دا وه، چي دغه مذهبي او قومي ډلې د شوروي اتحاد د مرکزي دولت پر وړاندې راپورته کړي. امريکايانو په دغه سياست کي تر داسي کچې پرمختګ وکړ، چې په ۱۹۷۸ زيږديز کال کې د (يووالي خوځښت) تر نوم لاندي چي د سي ای اې (د امريکا څارګره اداره) په لاس جوړ سوی وه، د پولنډ د مرکزي دولت پر وړاندي ودروي، د دغه موخي لپاره یې پولنی پاپ د واتيلا په نوم واتيکان د لوی پاپ پرځای قدرت ته ورساوه، واتيلا دنيمې پيړۍ راهيسي د امريکايانو سره اړيکي درلودلې، چې نوموړي پاپ د پولنډ د دولت پر وړاندي تبليغات پيل کړه او دې کار په شوروي اتحاد کي د مذهب اختلافات او بېلوالی نور هم ډېر کړ.
په ګورجستان او اوکراين کي هم مذهبي خوځوښتونه پيل سوه او هم په اذربايجان او ارمنستان کي قومي او نژادي فتنې د امريکا لخوا پيل سوې، چي په پايله کي يې سخت بېلوالی د خلکو ترمنځ راغی او همدا راز د متحده ايالتونو څارګري ادارې د شوروي اتحاد د اوښتون پر وړاندي مخالفې کړۍ جوړې او هغو ته يې روزنه ورکړه.
متحده ايالتونو د شوروي اتحاد پر وړاندي يادې ستونزې دې کچي ته ورسولې، چي په ګورجستان کي د دغو ډلو د غړو يوه فوق العاده محرمه پوځي الوتکه د روسيې د ګورجستان څخه لويديځ ته وتښتوله. وروسته بيا د قزاقستان په پلازميني الماتا کي هم دېته ورته کړني عملي سوې. په هغه ځايونو کي، چې مذهبي اختلافات نه رامنځته کيدل، نو د قومي اختلافاتو څخه به يې د ځان لپاره ګټه اخیسته او د دغو اختلافاتو ډېرول ورځ، په ورځ د شوروي اتحاد راپرزولو ته زمينه برابروله.
د سي ای اې په څارګره اداره کي يوه ځانګړې څانګه د روسيې د مسلمان ميشتو سيمو د بېلتون لپاره فعاله وه، يادې څارګرې ادارې د نژادي او ثومي ګډوډيو لپاره لويه پانګه ځانګړې کړې وه. له ستراتيژيک پلوه امريکا هيله لرله چې د شمالي اتلانتيک سازمان (ناټو) کې د اوکراين په يوځای کيدو سره به د روسيې لاره تورې بحيرې ته بنده کړي او همدا رنګه متحده ايالتونه هيله مند دي، چې د داغستان او د قفقاز د ځينو سيمو په بېلولو سره د روسيې لاسرسی د کسپین بحيرې ته لنډ کړي.
د امريکا د څارګرې ادارې (سي ای اې) په يو لاسوند کي په روسيه کي د موجودو بېلابېلو مذهبونو او توکمونو وضعيت داسي ښودل دی: (…. لويه تزاري روسيه بېلابېلو عناصرو جوړه کړې ده! په عام ډول کولای سو، هغه پر درې ډلو وويشو:
لومړی: بومي عنصر. دويم: هغه عنصر، چي اسيايي ريښه ولري ياني اسيايي الاصل. دريم: هغه قومونه، چي له اروپا څخه دغه هيواد ته تللي دي.
بومي عنصرونو هيڅکله هم ډېر ارزښت نه درلودی دا ځکه، چي روسيه د دوو لويو وچو ترمنځ پرته ده.
په لومړي پړاو کي د روسيې تاريخ جوړونکي قومونه هغه وه، چي د اسيا او اروپا څخه ياد هيواد ته تللي وي.
د روسيې فدراسيون د شوروي اتحاد د ويشل کيدو وروسته ډېرې هڅې وکړې، چې امريکا او ملګري يې له مسکو سره له دښمنۍ څخه لېري وساتي، خو داسي ښکاريده، چي د امريکا موخه د سړې جګړې پرځای د سړې سولې ځای پرځای کول وه.