دوهمه برخه:
ليکنه: سيف الله هلمند.
جالبه خو لا داده؛ چي په هره تاريخې پېښه کي به ګورباچوف په مسکو کي نه وه، هغه چي په انګلستان کي وو د تفليس وژنه منځته راغله. په ليتواني کي د وژنې يو فاجعه هغه وخت منځته راغلل چي ګورباچوف په يوګسلاويا کي وو….. په داسې حال کي چي نا امني او تاوتريخوالي په ټول شوروي کي پيل سوي وه، ګورباچوف د خپلې ميرمنې سره په سيند کي لامبو وهله او خپل وخت يې سينمايي فلمونو په ننداري په داسې حال کي تيراوه، چي د دولت او حزب غړو دهغه سره مخالفت کاوه او دنوموړي څخه يې غوښتنه کول، چي د پاچازويي (شهزاده ګي) د ژوند څخه لاس واخلئ، خو ګورباچوف ويل چي؛ (( تاسو ته په کار نده، چي داسې اټکل وکړي چي يو هيوادمشر لکه د يو کارګر په توګه ژوند وکړي)).
په هغه وخت کي ځينو د خطر زنګ واوريدی او په شخصي محافلو کي به يې ويل چي ګورباچوف د سرمايه داري پست اخلاق لري. د (۱۹۹۱) ز کال د اکټوبر پر اتلسمه نېټه کريو چکف څلور ځلي د ګروباچوف سره ټيلفوني خبرې وکړې او هڅه يې داوه چي ګورباچوف په پاته موده کي په کومه ناسمې لارې روان دي بيرته راوګرځوي. هغه ګورباچوف ته ډاډ ورکړ، چي د حزب او دولت لوړ رتبه کسانو د هيوادپالونکو سره يوځاي چمتوالي نيولي دي ، تر څو د امريکا تر اغيزې لاندې د خپلواک غوښتنوکو، د شوروي اتحاد ټوټه کوونکو، د امريکا دپنځم ستون او دښي اړخو تندلارو لکه بوريس يلتسن سره به مبارزه پيل کړي او لږه موده کي به اوضاع بدله کړي، خو ګورباچوف د ملا او اوږي له درد څخه په بهانې سره د کريوچکف غوښتنو ته ځواب نه وايه.
کريوچکف يو باکلتوره سړي وه چي خپل ډېر ماموريتونه يې د هيواد څخه بهر ترسره کړي وه او اوس د شوروي اتحاد د څارګري ادارې مشر وه، نوموړي په دې ښه پوهيده چي د شوروي اتحاد دټوټه کيدو تر شاه د امريکا او دهغه دلويديځو متحدينو لاس دی او ګورباچوف غواړي شوروي اتحاد ددې هېواد د ښمنانو په لاس کي ورکړي.
په هر حال د (۱۹۹۱) ز کال د اکټوبر په شلمه نېټه د روسيې سترې محکمې د يلتسن سره لاس يو کړ او اعلان يې وکړ، که هر څوک خلک په مرميو وولي د جنايتکاره په توکه به پېژندل کيږي او تر قضايي پوښتنو او ګرويږنو لاندې به نيول کيږي. په دغه موقع کي د ګورباچوف لخوا يو پيغام خپور سو، چي د پوځيانو څخه يې وغوښتل خپلو مرچلو کي ځايپرځاي سئ او د يلتسن څخه ملاتړ وکړئ. وروسته دا په ډاګه سوه، چي دغه راډيويي پيغام د ګورباچوف لخوا او دهغه په ږغ کي نه وو، بلکې د خلکو د غولولو لپاره د بوريس يلتسن په لارښوونه د ګينادي خازانوف په ږغ کي ترتيب سوی وه. ګينادي خازانوف دشوروي هغه مشهور کميډي طنز ليکونکي او ويونکي وه، چي د هرچا د ږغ پېښې يې بېله دې چي خلک په پوه سي کولې.
په وروستيو کي د قزاقستان، بيلاروس، اوکراين، دبلټيک جمهوريتونه او د اذربايجان مشرانو خپل ملاتړ د يلتسن او دشوروي اتحاد څخه يې د بېلتون غوښتنه اعلان کړه.
د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر مياشت کي جنرال يازوف د بيړنۍ کمېټې غړو ته خبر ورکړ؛ چي ډېری سرتيري د يلتسن د تبليغاتو ښکار سوي او دخپلو قومندانانو له امر څخه سرغړونه کوي. هغه وويل : (موږ په شوروي اتحاد کي دماشومتوب څخه دا زده کړې ده، چي بايد د خلکو سره مينه ولرو او اوس نسو کولاي خلک ووژنو، سور پوځ د بهرني دښمنانو د له منځه وړلو لپاره ترتيب سويدي نه دشوروي دخلکو د کوټلو لپاره.) ښکاره خبره وه چي يازوف هم دخپلې راتلونکې څخه په بيره کي وو او ډاډه نه وو چي د يلتسن پلويان په شاتګ ته اړ کړي هغه د بيړنۍ کمېټې د غړو پرمخ پاکي اوبه وښيندلې. د يلتسن څارګرانو هغه څه چي په بيړنۍ کمېټه کي يادونه کړې وه هغه ته خبر ورکړ يلتسن پوه سو، چي دغه ناخوالۍ زما په ګټه د تماميدو په حال کي دي. او په داسې حال کي چي ډېر شراب يې څښلي وه او د خبرو څخه يې څرګنديدل چي مست و د ملي شورا (پارلمان) له راډيويي شبکې څخه يې خلکو ته وويل: (( حرامزاده ګانو ماته خوړلې او بند پاته دي)) د سبا ورځې په يوولسو بجو ټانکونو څخه په شاتګ وکړ او سرتيري خپلو پوستو ته ستانه سول. تر اوسه بيړنۍ کمېټې خپل فعاليتونه کول، چي د امريکا او لويديځې اروپا ډله ايزو رسنيو اعلان وکړ، چي شوروي اتحاد ټوټه، ټوټه سو او د شيطان جمهوريتونه له منځه ولاړل.
يلتسن سمدلاسه يوه ډله په کريمه کي فورس ښار ته ولېږل، تر څو ګورباچوف مسکو ته راولي. ګورباچوف دهغه الوتکي په مرسته چي يلتسن لېږلې وه دخپلې کورنۍ سره بيرته مسکو ته راستون سو.
د روسيې د سترې محکمې په دستور چي په يلتسن پورې يې تړاو درلود د بيړنۍ کمېټې غړي ونيول سول، د کتاب د ليکوال په وينا د هغوي ګناه د شوروي اتحاد ژغورنه وه. ګورباچوف او شوروي اتحاد دهغو اصلاحاتو ښکار سول، چي د پروستوريکا او ګلاس نوسټ په نوم پيل سوي وه. دغه د کيلې پوستکي امريکا او انګلستان د ګورباچوف ترپښو لاندې اچولي وه ګورباچوف په ۱۹۹۱ زکال کي د اکتوبر پر څلرويشتمه نېټه د يلتسن تر فشار لاندې د شوروي اتحاد د کمونيسټ ګوند له دندې څخه استعفا ورکړه او د ګوند مرکزي کمېټه يې منحل کړه، پداسې حال کي چي د يلتسن بانډ فرصت غوښتونکي سوه شور او خوښۍ يې څرګندول، ډېري هيوادپالو او د ګوند وفادارو ژړل سرګئي اخروميف چي غښتلی او د لوړو زده کړو لرونکي جنرال وو او دشوروي لخوا د امريکا سره د مذاکرې هيئت و سمدستي ځان وژنه وکړل.
متحده ايالاتو، انګلستان، فرانسې او المان لومړني هېوادونه وه چي د يلتسن بريا ته د رسېدو مبارکۍ وويله. د امريکا جمهور رئيس پخپل پيغام کي د دې نه چي دشوروي اتحاد له منځه تللي وه خوښۍ څرګنده کړه او شوروي اتحاد يې دشيطان امپراتورۍ په نوم چي مخکي يې نومولې وه او وې ويل:
(( اوس چي د شيطان امپراتورۍ له منځه تللې، نړۍ خوندي بولي)) په حقيقت کي امريکا متحده ايالتونو ډېر د خونديتوب احساس کاوه.د دلدم په وينا د لويديځ نړۍ خورو دشوروي اتحاد په منحل کيدو په سبا اعلان وکړ، چي اوس نړۍ يو قطبي سوې ده او امريکا متحده ايالتونه د نړۍ يواځني زبر ځواک دی په حقيقت کي دغه ادعا سمه وه. نور نو شوروي اتحاد شتون نه درلود تر څو د امريکا پر وړاندي په شمالي کوريا، کوبا، ويټنام، مرکزي امريکا او افريقا کي مقاومت وکړي. د امريکا متحده ايالتونو د شوروي اتحاد په له منځه تلو جشن ونيوي او د ګورباچوف څخه يې د يو اتل په توګه ښه راغلاست ووايه. د ۱۹۹۱ ز کال پسرلې کي د امريکا دولت يوه جيټ فورس الوتکه د ګورباچوف د راوړلو لپاره مسکو ته ولېږل. ګورباچوف ددغې الوتکي په مرسته چي دامريکا هاليووډ فلمي ستوري ولسمشر رونالډ ريګان ورته لېږلې وه واشنګټن ته ولاړی هغه د ريګان په يو ځانګړي دمځاي کي اقامت وکړ او سرمايه دارانو د شرکتونو مشرانو ډېرې پيسي دهغه بانکي حساب ته ور ولېږلې، څه باندي ټولو سناتورانو، ددولت غړو د زر کسانو په شاوخوا کي د صنايعو مالکان او امريکايي موسسو ورته د ګلو ګيډۍ ولېږلې، خو په شوروي اتحاد کي چي دا وخت نو، د روسيې په نوم بدل سوې وه ټولو خلکو ورڅخه کرکه کول. ګورباچوف د امريکا څخه په راستنيدو سره ميليارډر سوی وه، هغه پيسې چي امريکا ورته ورکړې وي يو ډېر ښايسته او لوړ اپارتمان يې د مسکو په شمال کي واخيست او د ګورباچوف د بنسټ په نوم يې ونوماوه.
پدې ترتيب سره په ۱۹۱۷ ز کال کي د اوښتون (انقلاب) په کولو سره چي نوې دوره پيل سوي وه دميخايل ګورباچوف او يلتسن د خيانت او بېوړتيايي په مرسته پايته ورسېد او يواځني لاسته راوړنې يې دپخواني شوروي اتحاد خلکو ته تاوتريخوالي، قومي او نژادي شخړې، کلتوري او اخلاقي فساد، اقتصادي ستونزې، وژنه او جنايت او ورانوونکي جګړې دي. دعمومي زاويي د لرليد له مخې د شوروي اتحاد د ړنګېدو عوامل کمونيزم له منځه تلل د شوروي اتحاد د ړنګېدو لامل وګرځېد. کله چي د کمونيزم او د شوروي اتحاد کمونيسټ ګوند مشرانو رول د ۱۹۹۰ زيږديز کال د مارچ په ديارلسمه نېټه له سخت اعتراض لاندې راغله، دشوروي اتحاد کمونيست ګوند د ۱۹۹۰ز کال د اګسټ په نولسمه نېټه د ناکامې کودتاه وروسته د هرډول فعاليت نه محروم سو. او بل ستر لامل ددې اتحاد په ړنګېدو کي ددې هېواد د اقتصادي جوړښت تخريب و، چي عبارت له پړسوب، بوديجې کسر، بهرني پورونه.