ليکنه: سيف الله هلمند

کله چي رونالډ ريګن دهاليووډ دوېيمه درجه لوبغاړي د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوري رياست پر څوکۍ ناست ؤ، په هاليوډ کي د سينمايي فلمونو په لوبېدو کي يې د اف. بي. ای سره همکارۍ کول، د ده بېساري همکارې د اف. بي. ای (ادګارهوور) درياست په وخت کي وه. په امريکا کي دهر مخالف غږ به يې د نړيوال کمونيزم سره دتړاو په تور غلي کاوه او دکارګري اتحاديو مشران چي د ژوند د شرايطو د ښېګڼې او ټولنيزو بيمو غوښتونکي به وه، د کمونستي مرام د تبليغ په تور به يې د اوږدې مودې لپاره زنداني کول او ډول، ډول زوروني به يې ورکولې. په دې لړ کي اف، بي اي په ډېري چټکۍ سره د هنري او روڼ اندو محافلو مخنيوي کوي، تر دې چي هغه هنري سينمايي فلمونه چي اومانيستي کيسې به يې درلودلې بندول او سينماګران به يې ترسختو بنديزونو لاندې روايستل.

رونالډ ريګن په هاليوډ کي د اف. بي. اید مشخصو څارګرانو له ډلې څخه ؤ، کله چي يې سينمايي لوبغاړي او فلم جوړوونکي سيالان ورسره جوړ نه راتلل او يا به يې ښه رول ده ته نه ورکوي، نو هغوي به يې اف. بي. ایته دکمونيسټ په توګه ورپېژندل.

په امريکا کي د جهوري رياست ټاکنې ځانګړي او فوق العاده لګښت لري، دجمهوري رياست دڅوکۍ لپاره نوماند بايد د (۲۰۰ تر ۳۰۰) ميليونه امريکايي ډالره دټاکنو لپاره ولري. دغه دروند لګښت دټاکنو د تبليغاتو لپاره او په امريکا کي غونډو او ويناوو ته ځانګړې کيږي. ښکاره ده چي هيڅ يو خپلواک نوماند دومره پيسې پخپل واک کي نلري.

د جمهوري او ډيموکراټ ګوندونو نوماندان هم دومره شخصي پيسې په واک کي نلري، خو ګوند دا پيسې د هغوي په واک کي ورکوي، چي ګوند هم دخپلو مالي ملاتړو کسانو څخه چي دکمپنيو څښتنان دي پيسې ترلاسه کوي.

نوماندان دخپلو ټاکل کېدو په بدل کي او دټاکنو د لګښت خوندي کېدو او نور هغه امتيازونه چي لاس ته راوړي، په مقابل کي ژمنه کوي، ترڅو سل په سلو کي دهغو کسانو دګټو ساتنه وکړي، کوم چي دهغوي سره يې په ټاکنو کي مرسته کړېده او د واک تر ګدۍ يې رسولي دي. کچيري دنوموړو ټاکنو پايله د سياسي مافيا د وړاندوينې پر خلاف وي، نو ټاکل سوي جمهور رئيس د جان اف کينډي په څير د سي اي اې لخوا وژل کيږي او يا ددوېيم جورج بوش د جمهوري رياست دټاکنو د دورې په څېر دټاکنو په پايله کي درغلي پيدا کيږي او دخپل پام وړ شخص جمهوري رياست څوکۍ ته ورسوي.

د هاليووډ فلمي ستوري او د امريکا دمتحده ايالاتو دوخت ولسمشر رونالډ ريګان دلوبې ډېره لويه ننداره دشوروي پر وړاندي په لاره واچول. رونالډ ريګن اعلان وکړ، چي متحده ايالات تکل لري دځمکي په مدار کي د هسته يي راکټونو د ويشتلو اډه جوړه کړي او هغه هسته يي بمونه چي دځمکي د تمځايونو څخه کنټرولېږي دځمکي په سطحه کي ځاي پرځاي کړي. ددغې طرحې اعلان ( دستورو دجګړې په نوم وپېژندل سو) ټوله نړۍ يې په لړزه راويستل.

د واشنګټن دغه اقدام چي په رښتيا هم نه دا چي دنړيوال امنيت لپاره يو ګواښ دي، بلکي کچيري دغه وسلې يوه هم له کنټرول څخه ووځي، نو ټول بشر به د يو ستر ناورين سره مخ کړي.

په هر حال: د امريکا ددغه بې مانا اقدام پر وړاندي (اندرو پوف) چي کلونه، کلونه يې دشوروي اتحاد دکرغېړن څارګر سازمان ( کي. جي. بي) رياست په غاړه درلود، دامريکا دکړنو او موخو څخه باخبره ؤ او وړانديزونه يې وکړل چي بايد نړۍ د هايدروجني وسلو څخه پاکه شي او دغه وړانديزونو يې روسيې ته ځينې ملاتړي هم پيداکړل.

سياسي صحنې ته دامريکا ننوتل بېلابېل لاملونه او په ځانګړي ډول هغه دولتونه او حکومتونه چي د روسيې څخه ناخوښه ښکارېدل د سي اي اې په مرسته دامريکا ملاتړ ته هڅول کېدل او دسي اي اې يوه طريقه دا وه چي دټولو څارګرانو، ډيپلوماټانو، ورځپاڼه ليکونکو، ليکوالان، سندرغاړي او نور اغيزناکه پوړونه (قشرونه) يې لومړي وپېژندل او بيا يې تر ښکار لاندې را ويستل. په ټولو بهرنيو امريکايي موسسو کي لکه سفارتونه، قنسولګرۍ، امريکايي کولتوري موسسې، روغتيايي خيريه موسسې، سوداګريز منځيزونه (مرکزونه) او هغې ته ورته موسسې د سي ای اې تر چتر لاندې فعالو، تکړه استخباراتي مامورينو په وسيله فعاليت کوي، د دغه وګړو دنده سي ای اې ته د تکړه او باوړتيا کسانو جذبول دي. انګلستان هم پر همدې لاره عمل کوي، ان تر دې چي بېخي واړه هېوادونه هم پر دا لاره عمل کوي.

دامريکا مرکزي استخباراتي ادارې يانې سي اي اې د شوروي اتحاد په له منځه وړلو کي د هرې ممکنې لارې څخه ګټنه وکړه، چي يوه يې له هغو څخه دامريکا غږ راډيو، ليبرټي راډيو او داروپا ازادي راډيو د سپوږمکۍ له ټلويزونو…. څلرويشت ساعته په ټولو سيمه اېيزو ژبو باندي په خپرونو پيل وکړ، تر څو شوروي اتحاد ته لا ډېرې ستونزې وزېږوي. خو سي اي اې دشوروي اتحاد ورستي مشر ګورباچوف د کيلې پر پوټکي باندي کښينولي وه.

ګورباچوف دخپل واک په لړ کي شوروي اتحاد چي په نړۍ کي ترټولو لوي پوځي پېژندل سوي ځواک وه او دځمکۍ د کرۍ په درېيمه برخه يې واک چلاوه دومره کمزوري کړ، چي د خپلو توکو او د انساندوستانه مرستو لپاره يې امريکا او متحدينو ته په کږه غاړه د خيرات د غوښتلو لپاره لاس نيولي وو، د (۱۹۹۱) ز کال د جون د مياشتۍ په شلمه نېټه جمس بيکر د امريکا د وخت د بهرنيو چارو وزير د شوروي اتحاد الکساندر بسمرنيخ سره ټيليفوني اړېکه ونيوله او دهغه څخه يې د بيړنيوخبرواترو غوښتنه وکړه، هغه وويل د يو داسې خبرې په اړه چي نسم کولاي د موبايل له لارې تاسو ته ووايم.

خبرې اترې په برلين کي د جمز بيکر په ځاي ناسته کي وسوې. السکاندر بسمرنيخ په انګليسۍ ژبۍ بشپړه نه پوهيده، نو ځکه يې ځان سره خپل يو سياسي مشاوير بيولي وو. جيمس بيکر دخپلو څرګندونو په ترځ کي وويل چي غوره ګڼي دشوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير سره يوازي وګوري. کله چي هغوي يواځي سول دامريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چي د امريکا دولت د سي اي اې توره څارګره اداره موثق او د ډاډ وړ اطلاعات په لاس کي لري، چي د ګروبي (د امريکا مقاماتو ګورباچوف ته ګروبي وايي) پر وړاندي د کودتاه طرحه جوړه سوېده. جيمس بيکر د کودتاچيانو نومونه په ترتيب سره واخيستل؛ پاولف، کريوچکف او جنرال يازوف د بيکر دغه په اصطلاح لباسي وويناوو وښودله چي تر کومې کچي پورې سي اي اې په شوروي اتحاد کي ځاي او نفوذ لري؟ حتي تردې پورې چي د کي، جي، بي د مشر او دشوروي اتحاد دفاع وزير د پټو رازونو څخه هم باخبره دي. د جون په درويشتمه نېټه سووتيسکا يا روسيه، دشوروي اتحاد د اړينو او ډېرو تيراژو ورځپاڼو، يوه وينا خپره کړه چي د ډېرو ليکولانو، هنرمندانو، روڼ اندو، سياستپالو او د شوروي اتحاد رژيم غښتلو جنرالانو لاسليک په کښې وو دغه وينا چي (د خلکو سره خبرې) تر نوم لاندې خپره سول؛ دې پايلې ته رسېدل: چي روسيه د لوي ګرداب په منځ کي راګير سوي او يو تراژيدي (مصيبت) د رامنځته کيدو په حال کي ده.

د دغې وينا په ځينو برخو کي داسې څرګندونې سويدي؛

((….. دغه هيواد، زموږ مورني کور دي. دغه لوي هېواد له پلرونو څخه موږ ته په ميراث کي پاته دي او زموږ پلرونو دا هوډ درلود چي دهغه ساتنه وکړي. دغه زموږ مورني هيواد د نابودۍ او بربادي په حالت کي دي او د نيستو ژورو کندو ته د غورځيدو په حال کيدي….. وروڼو، هيوادوالو! په موږ څه سوي؟ او چيري روان يو…..

ډېر په چټکۍ سره د بربادي خواته روان يو، زموږ کور په اور کي سوزيږي او خاورې ايرې کيږي…. او شيطاني ځواکونه زموږ د نابودۍ په لټه کي دي او موږ له منځه وړي. د روسيې د ملاتير دوه ټوټۍ سويدي….)) پدې وينا کي خرڅ سوو او فرصتطلب او پرديپالو سياستوالانو ته هم سپکاوي سوي وو.

د (۱۹۹۱) ز کال د اکټوبر پر اولسمه نېټه کله چي ګورباچوف او کورنۍ يې د اوړي د رخصتۍ په درشل کي په کريميه کي وو، کريوچکف د کي، جي، بي په ودانۍ کي خپل نږدې کسان ځان ته راوغوښتل او د وضعې په تړاو يې راپور ورکړ. په دغه غونډه کي مارشال يازوف، د جمهور رئيس معاون ګنادي يانايف، بوريس پوګو د دولت وزير او اناتولي لوکيانف د عالي شورا مشر شرکت کړي وو،وروسته  تر خبرور اترو څخه کريوچکف سره دې پايلې ته ورسېدل چي ګورباچوف د شوروي ضد ليدلوري او د امريکا او اروپايي متحدينو په ملتيا د شوروي اتحاد د ورانولو په هڅه کي دي او همداسې يې وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *