ملا آغا جان معتصم

له نن څخه پوره ۲۹ کاله وړاندې په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه زموږ د هیواد له حریمه بیرته ووتل.

له افغانستان څخه د سره پوځ د اشغالګرو پوځیانو وتل د افغان مسلمان ولس د یونیم ملیون شهیدانو د وینو په بیه تر سره شول.

دا ورځ یواځې زموږ د هیواد لپاره د آزادۍ او خپلواکۍ ورځ نه بلکې د شوروي  له استعمار څخه د منځنۍ آسیا د ټولو محکومو ولسونو او همدا راز د ختیځې اروپا د لاندې کړل شویو هیوادونو د استقلال او ژغورنې ورځ ده.

په ننۍ ورځ کې که له یوې خوا زموږ هیواد وال د خپلو شهیدانو په سرښندنو او قربانیو ویاړي له بلې خوا باید د خپلو شهیدانو د نیمګړیو آرمانونو پوره کول هم له یاده ونه باسي.

افغانان باید داخبره درک کړي چې زموږ یو نیم میلیون افغانان د دې لپاره قرباني شوي چې هیواد مو له شوروي اشغال څخه تر آزادي وروسته یو خپلواک ، مقتدر او د افغانانو د خوښې وړ یو نظام ولري .

داسې نظام چې د افغان ولس د ټولو اسلامي ملي او افغاني ارزښتونو ساتونکی او ټول ولس یې تر سیوري لاندې د خوښۍ ، سوکالۍ او آرامۍ ساه په اخیستو سره د نړۍ له سیالو ولسونو سره خپل د ترقي او پرمختګ ژوند پیل کړي.

خو له بده مرغه چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانان د خپل منځي اختلافاتو ښکار او هغه امیدونه او هیلې چې دوي د خپل هیواد تر آزادي وروسته لرلې ټولې د خپل منځي اختلافاتو قرباني او ناهیلې شوې او دوی تر هغو په خپل منځي اختلافاتو کې ښکیل پاتي شول تر څو د امریکايي اشغال په دام کې ونښتل.

اوس چې مو په هیواد کې د امریکايي ځواکونو له اشغاله ۱۶ کلونه تیریږي لاهم په افغانانو کې د خپل راتلونکي په اړه د یوه واحد نظر د نه شتون خلا لیدل کیږي.

دا چې غیرتي ولس مو له خپلو ټولو ستړیاوو سره سره تر شوروي اشغال وروسته له امریکايي یرغلګرو سره هم پوره ۱۶ کاله په ډیرغیرت او شجاعت مقابله وکړه او هغوی يي هم له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړل اوس یې سیاسي چارواکو ته په کار دي چې په خپل منځي تفاهم کې پر داسې یوې طرحې او میکانیزم توافق وکړي چې په راتلونکي کې مو هیواد د نورو  تیري کونکو له بیا ځلې اشغال څخه خوندي وي.

امریکايي چارواکي هم باید د سره پوځ د وتلو له ۲۹ کلیزې څخه په درس اخیستو سره د افغان غمیزې د هواري لپاره پرداسې لاروچارو غور وکړي چې له جګړې او زور ښودلو پرته افغان ولس د هغو په منلو او عملي کولو قانع وي.

افغانستان د آسیا د زړه په حیث د ټولې سیمې د ثبات لپاره ستراتیژیک مهم رول لري، لهذا هم افغانان او هم امریکایان او ټول بهرنیان د منطقوي او نړیوال ثبات د تحکیم لپاره د افغانستان له دغه ستراتیژیک اهمیت څخه په استفادې سره باید داسې لارې چارې عملي کړي چې په افغانستان کې د جګړې له پایته رسیدو سره مرسته وکړي.

د امریکایانو په شمول د افغان قضیې هر ښکیل لوری که نورهم د زور او جګړې له لارې د قضیې حل غواړي سخته اشتباه کوي. زورښودل او پرجګړه ییز حل ټینګار کول به هم د افغانانو ، هم د امریکایانو او هم د ټولې سیمې لپاره تر هغه ډیرې بدې پایلې ولري له کوم سره چې موږ له تیرو څلورو لسیزو راهیسي مخ یو.

والسلام

ملا اغاجان معتصم د طالبانو د سیاسي شورا پخوانی مسؤل

۱۴۳۹/۵/۲۹هـ ق
۱۳۸۶/۱۱/۲۶هـ ش

2018/02/15 م

2 thoughts on “د شوروي پوځیانو د ماتې په مناسبت د ملا اغاجان معتصم پیغام”
  1. خو متاسفانه افغانستان له کمونستانو ۳+۱ اخوانی رهبرانو په ۴۲ ملکو خرڅ کړچی نن یی طالبان ازادی غواړی او ټول ملت یی هم څنګ کی ولاړ ده ربانی سیافی او ګلبدینی ملیشی یی مخه نیسی تر څو دامریکا حضور دایمی اډی زموږ هیواد کی پرانیزی او ټوله اسیا متضرره کړی۰۰۰ زموږ له هیواد سخه معدن نفت وغیره ذخایر بیلا معاوزی تری تم کړی او غیور اولس مو دتل لپاره استعمار کړی۰۰۰ له معتصم صاحب سخه هیله لرو مټی را بډ وهی لکه په سیری طور چی دطالبانو حامی دی رډ برالا په ښکاره دامریکا په ضد وجنګیږی۰۰۰

  2. مولوی صیب محترم په ګوتو،قلم او علم دې برک شه
    نن د مرغومي شپږمه هغه بدمرغه ورځ ده چې افغاني کمیونسټانو د ببرک کارمل په مشرۍ د شوري اتحاد سور یوغ يې په عاړه کړ او د غلامۍ توره دوره یې پيل کړه او په دې سره اور کې یې افغانان لولپه کړل چې تر اوسه پکې سوزي.
    خو د آزادۍ میینانو دخپلو وینو، بچو او وګړو په سرښندنه د سره ښکیلاک ښکرونه مات او د ځان سره نور یرغمل ولسونه هم آزاد کړل . تل دې وي د آزادۍ او خپلواکۍ اتلان ، بیا هم ډیره ښکلی لیکنه مو کړه ده ، ده دی مهمی ورځی په مناسبت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *