هریپور کیمپ کې یو موسم داسې و چې له تیز باران سره به شدید باد هم لګېده. باد به د خیمې پټې پورته کړې، اوبه به راننوتې او لوښي به د خیمې منځ کې د اوبو پر سرګرځېدل.موږ ماشومان به کټ ته وختلو او لویانو به په کاسو اوبه بیرون شیندلې.

دا په مهاجرت کې زما د کوچینوالي شیبې وې، په دې عمر کې د باد او تالندې له غږه ډېر ویرېدم، کله چې به په اسمان کې ویرونکي غږونه شروع شول او باد به خیمه اخوا دیخوا کږوله، نو ما به ځان سره ویل: کاشکې مړ وی له دې ویرې خو به بیغمه وم.

دوه کاله مو دغه شان ویرونکی عمر تېر کړ، له هغې وروسته مو د خټینو خونو جوړولو وس پیدا کړ، د درې اتاقونو نخچه مو جوړه کړه، خو ایله دوه مو وپوښل او بل همداسې بې چته پاتې شو.

د دې بې چته خونې شاته زموږ ګاونډیان کوچیان وو، چې کله مو د بې چته خونې دیوالونه بارانونو ونړول،نو کوچیانۍ میرمنې به همداسې لنډې زموږ کورته اوبو وړلو لپاره را اوښتې.

له ښونځي راغلم،ښه وږی وم. کتابونه مې انګړ کې پر کټ وغورځول او مخ په خونه روان شوم. درې کوچیانې ناستې وې او مور مې ورته اوښکې تویولې.

د یوې میرمنې پر نیم مخ تور زړوکی را خور و، ما ویل که له ما ستر کوي. خپه نیولی شوم خو داسې نه وه، هغې خپل نیم سوزیدلې مخ پټ کړی و.

راغلم، میرمنو په سر ښکل کړم او بیا یې مجلس پیل کړ. ټولې د همدې میرمنې کیسې ته غوږ وې، هغې خپل سرګذشت بیانوه، د شورویانو کیسې یې کولې او نورو ورته لپې لپې اوښکې تویولې.

میرمنې ویل:
د قوې(پوځي کتار) اوازه شوه، ټول نارینه نږدې غرونو ته وتښتېدل. ماشومان او میرمنې پاتې شوو. ځوانو میرمنو زاړه کالي واغوستل، مخونو باندې یې داسې شیان ووهل چې ښایسته ښکاره نشي.

له قوې مخکې الوتکې را ورسېدې او بمبار یې شروع کړ، های بسلمانه! په هغه ورځ لکه له اسمانه چې سکروټې اوریږي، ډيره بده ورځ وه. ډیر خواخوږي مو پکې شهیدان شول. سلګیو ونیوله او په بند بند اواز یې وویل: زموږ یوه ماشومه زانګو کې وسوزیده.

د میرمنې ستونې ډک شو، تا به ویل خونه کې هیڅوک نشته، چوپه چوپتیا وه.کله کله به د سلګیو غږونو سکوت مات کړ.
میرمنې بیا سر پورته کړ: موږ څمڅه کې ننوتلي وو.څمڅه کې راسره په ټیمانو کې غوړي هم وو. په خوارۍ مو ټول کړي وو. د څمڅې خولې ته د پښو دربهار شو. په خپله ژبه یې غږونه وکړل، موږ ټول وهم پسې اخیستي وو، ونه وتلو.

یو دم یې څمڅې ته یو شی راخوشې کړ، ګړز شو، اور بل شو. نور په ځان نه یوو پوه شوي. چیغې شوې. له لمبو ډک ووتلو. سور مخو راته خندلې او موږ لمبو کې پټ وو.

میرمنې، ماته ګوته ونیوله،خو شونډې یې نه بیرته کېدې. لاس یې هماغه شان رپیده، یو دم یې په چیغه وویل: په دغه منګ ورور مې سکور شو. له دې سره چیغې شوې،داسې چیغې چې د خونې دیوالونه یې خوځول.ما ویل که بیا باد اوباران دی او خیمه جړقوي په منډه ووتم.

شورویان ووتل خو زموږ یو نسل یې تباه کړ، د ظلمونو کیسې به یې نسلونه ژړوي. دا دی دا نور هم په وتلو دي. د دوی د ظلمونو کیسې به هم زړونه سوري کړي. خو له دې هم خواشینونکې داده چې که موږ همداسې له وطن او خلکو سره بې مینې اوسو،د پردیو په چوپړ کې یوو او همداسې د نورو په اشارو ورور وژنې ته دوام ورکړو،خدای خبر زموږ نور نسلونه به د چا ظلمونه تجربه کړي؟
محمد نعمان دوست،جلال اباد
۱۳۹۱د سلواغې ۲۶مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *