د شوروي څلوېښتم لښکر په کال ۱۹۷۹ م کې افغانستان ته راغی او دغه هېواد یې اشغال کړ، د دغه لښکر عمومي قومندان جنرال باریس ګروموف و، کوم چې د شوروي پوځ ته یې د هوا او ځمکې له لارې د د ورننوتو امر ورکړ، په لمړي ځل د شوروي نږدې یولک او شل زره عسکر افغانستان ته داخل شول، چې په نتیجه کې یې ببرک کارمل چې د هغه وخت د واکمن خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم څانګې مشر و، د شورویانو له خوا د کابل پر تخت کینول شو، د ببرک کارمل په راتګ او د شورویانو په دخول سره په افغانستان جګړه لا پسې توده شوه، چې په پایله کې یې نږدې په لکونو افغان ووژل شول او په لکونو نور ټپیان او معیوب شول. ددغې سختې او خونړۍ جګړې په اثر اوس هم د افغانستان نږدې لس فیصده خاوره د ماینونو تر خطر لاندې ده او لا هم د همدغې بدې جګړې له کبله افغانان مړه او ټپیان کیږي. شورویانو داسې فکر کاوه، چې د ببرک کارمل په وړاندې کولو به د افغانستان بد وضعیت ټیټ کړي، خو ولې د دوی دا فکر معکوس را وخوت، کارمل د خپل ملت د راضي کولو په خاطر د خلق دیموکراتیک ګوند د وطن ګوند په نوم یاد کړ او د افغانستان د خلق د دولت تک سور بیرغ یې د افغانستان په ملی بیرغ تور، سور او زرغون واړوه، کارمل یو لړ نور سیمبولیک کارونه هم تر سره کړل، خو مګر افغان ولس دده دا ډول کړنې فقط او فقط دده یو غولوونکی عمل وباله، په دې وخت کې نږدې اووه میلیونه افغانان له خپل هیواده نورو هیوادونو ته مهاجر شول، ددغو مهاجرو ستره برخه پاکستان او ایران ته ورسېده، چې په پایله کې دلته مېشتو افغاني اسلامي ډلو ددوی نه د خپل مقاومت په استحکام کې ګټه واخېسته. مجاهدین چې اکثره یې د پخواني اسلامي نهضت یا د اخوان المسلمین پاشل شوي غړي و، ددغه مقاومت په مشرانو او رهبرانو کې راتلل، دغه خلک که څه هم ټول د یوې لارې خلک وو، خو بیا هم دوی په خپلو منځو کې سره په ځینو مواردو کې اختلافات لرل، چې په وروسته کې دا اختلافات د نولس سوه نویمو کالونو په کورنیو جګړو کې ښه معلوم شوو.
افغانان نږدې لس کاله د شوروي د لښکرو سره وجنګیدل او سخته ماتې ورکړه، شورویانو د ځینو نمایشي تړونونو په اساس ځان ته د اوړو پزه جوړوله، خو ولې ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې د افغانانو جنګ د غیرت او دیانت جنګ و، ځکه یې شوروي پوځ ته غاښ ماتوونکی ګذار ورکړ. د کارمل نه وروسته په ۱۹۸۶ م کال کې ډاکټر نجیب الله د روسانو او شورویانو له خوا د افغانستان د ولسمشر په توګه را وړاندې شو، نجیب ډېر خوله ور او هوښیار انسان و او اصلا د پکتیا د احمدزیو د قوم، د مهلن د کلي اوسیدونکی و، نجیب که څه د ببرک کارمل په څېر د خلق دیموکراتیک د ګوند د پرچم د څانګې مهم غړی و، خو بیا یې هم د کارمل سره پر ځینو مسایلو سخت مخالفت لره، کارمل چې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ واله او په قوم تاجک وو، له اوله ورځې د تعصب او د شومتیا به مرض کاکړ و، هغه په ۱۳۴۴ه کال کې د امین سره چې د خلق دیموکراتیک ګوند د سر کس بلل کیده، په قوم پښتون خروټی او د کابل اوسدونکی و، دسخت مخالفت له کبله د خلق دیموکراتیک یو منظم ګوند په دوو څانګو وویشه، چې په خپله یې د پرچم څانګې مشرتوب په غاړه واخیست، چې وروسته دا عمل د جدي د شپږمې یعنې د شورویانو د راتګ لپاره زمینه برابره کړه، دا ځکه چې پرچمیانو چې زیات شمیر یې تاجکان وو، کوم چې د افغانستان شپږم لږکی قوم دی، بغیر د شورویانو د پوځي مداخلې څخه په افغانستان کې پر خلقیانو چې نظر پرچمیانو ته په دولتي سیسټم کې څو چنده ډېر او هم اکثره خلقیان په مطلق اکثریت پښتانه وو، حکومت کول مشکل وو، همدارنګه د کارمل پلویانو وروسته د نجیب په اړه چې ګنې هغه یو سمتی او طرفي کس دی، سخت اتهامات ولګول، دوی دلیل وایه چې نجیب په خپله کبینه کې تر ټولو مهم او زیات وزارتونه هغو کسانو ته ورکړي چې پښتانه او د پکتیا سره ارتباط لري. داسې ویل کیږي چې د کارمل ځینو ګوندي ملګرو د شوروي پوځیانو له وتو او خلق او پرچم د نظام سقوط نه وروسته په داخلي جنګونو کې ستر رول درلود، دغه کسانو دا د تعصب او سمت پرستۍ رنځ د خپلو ځانونو سره هغو ډلو او تنظیمونو ته نقل کړ، کوم چې په قوم تاجک وو، وروسته بیا دوی د شمال په ټلواله کې لوړ لوړ مقامونه لرل.
احمدشاه مسعود چې د مخکني اسلامي نهضت غړی او د کارمل په څېر تاجک و، د دغو سمتي او قومي جنګونو اصلي څیره وه، هغه ځان د افغان مقاومت او جهاد اصلي زړی معرفي کاوه، خو ولې هغه هم وار د مخه د افغانستان په دغه مقدس جهاد پښې کیښودې او د تعصبي کارملیانو او ځینو تاجکانو سره په اړیکه کې یې د جهاد او مقاومت ټولې سرې کرښې ماتې کړې، مسعود په ۱۹۸۲ میلادي کال د شوروي پوځ او استخباراتي چارواکو سره اوربند وکړ، کوم چې د جهاد او مقاومت د ټولو اصولو او مقرراتو خلاف یو عمل و، مسعود خپل د شوروي څخه لاس ته راوړی مادي امتیاز د مجاهدینو او په خاص ډول د حزب اسلامی چې د افغان مقاومت د ثقل مرکز و، په کار واچوه او په دې طور یې د افغانانو د وینو تویولو ته دوام ورکړ. لنډه دا چې په هر صورت د شوروي سره جنګ د افغانانو او شورویانو تر منځ دواړو ته په غټه بیه تمام شو، په دې جنګ کې که په لکونو افغانان تلف شول، خو شورویانو ته د سر او مال په درانه زیان بدل شو، د ځینو سرچینو له خوا ویل کیږي چې په دې جنګ کې د شوروي د لومړي ځل د داخل شوو عسکرو تر نیمايي تعداد عسکر ووژل شول، چې په دې حساب د شوروي اتحاد نږدې له پنځوس زرو زیات سرتیري وژل شوې دي، خو ولې د شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر عمومي قومندان باریس ګروموف چې دوه ځله په افغانستان کې د دغه لښکر د قومندان په توګه ټاکل شوی و، په خپل (سرې لښکرې په افغانستان کې) نومي کتاب کې چې تر ډېره یې خپلې درانې او پردۍ سپکې په کې ویلي، لیکي چې په دې جنګ کې د شوروي اتحاد نږدې شل زره سرتیري وژل شوي او یا هم تري تم شوي دي، په دې جنګ کې شوروي اتحاد د اقتصادي زوال سره مخ شو او نږدې هر کال به یې له لسو ملیاردو امریکايي ډالرو زیات زیان کاوه، چې په دې حساب تقریبا په ټول جنګ کې له سلو ملیاردو امریکايي ډالرو زیات اقتصادي زیان ولیده. د شوروي د پوځ له تلو وروسته ډاکټر نجیب د سولې لپاره ځینې ګامونه پورته کړل، خو ولې رنګ یې را نه وړ، کله چې د نجیب رژیم سقوط شو، نو مجاهدین په خپل مابین کې په یو ملي نظام سره جوړ نه شول، چې نتیجه یې تر ننه پورې جنګونه او شخړې دي، چې خدای خبر تر کومه به دوام کوي. د شوروی اتحاد اخرنی مشر میخایېل ګرباچوف افغانستان ته د شوروي لښکر ورتګ یوه تاریخي تېروتنه بللې وه، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر عمومي قومندان باریس ګروموف بیا د افغانستان له خاورې د شوروي پوځ باسل یوه تاریخي تېروتنه ګڼلې وه، خو په دې وروستیو کې ګروموف هم افغانستان ته د شوروي پوځ ورتلل یوه تاریخي غلطي بللې وه.
نورمدین بلخېل