ملا هیبة الله

بيخي د پخوا په شان او بیخي د تیرو پيغامونو په څير هبت الله ته منسوب شوی د کوچني اختر د را رسيدو په مناسبت خپور شوی پيغام بیا هم يو اړخیز اوپر ډارونکو جملو پيل شوی ، په دې پيغام کې هم د تیرو کلونو په شان هيڅ داسې نوي څه نشته دي چې افغان ولس دې ورته هیله من شي یا دې لږ تر لږه د سياسي درايت او کفايت پر بنسټ حساب پرې وکړي، بس داسې يو لیک دی چې له يو مبهم ادرسه تر لیکل کيدو وروسته خپور شوی دی او موخه يي په دې مبارکو ورځو کې هسې د خلکو ډارول دي، خو ځينې نوې خبرې پکې شته چې باید بحث پرې وشي:

۱ـ امریکايي اشغال:

د طالبانو د ولس کلن وحشته له پيل بیا تر دې دمه دوی په هر پيغام کې خپل وحشت ته لامل امریکايان بولي، خو کله چې د امریکا پر ضد وسله پورته کيږي اولين قرباني يي افغان وي، اولین په وينو کې لت پت انسان افغان وي او له هر لوري يي زيان افغان ولس ته رسيږي، راځئ په کلیو کې فکر وکړئ اوس خو په ډيرو ولایتونو کې بهرنیان هيڅ نشته، د بهرنیان کوم پوځي مرکز يا تګ راتګ خو هسې ناشونی دی او هيڅکله بهرنیان نور زموږ کلیو يا بانډو ته نه ځي او نه یي زړه غواړي خو بیا هم په مقر، لوګر، کندهار ،زابل، بغلان،بدخشان او ننګرهار کې د ملکي وګړو د سورلۍ موټر په ماين خيژي،په کورونو کې راکټونه لګيږي او يا هم پر لاره روان موټر د شپې له تيارې په استفادې په راکټ ويشتل کيږي نو دلته هيڅ نه پوهيږو چې له امريکايي اشغال سره يي د افغانې وژنې څه او دا زموږ قتل عام به څومره ددې اشغال د پای ته رسيدو لامل شي.

چې قرباني يي افغان وي او پکې وران افغانستان، ددې جګړې تاوان به امریکا ته څه وي؟څه فکر کوئ پر افغان وژنه به امریکا خپه شي؟موږ عجايب غږوو په خپل ولس، خپل جومات، خپل سړک، خپل ښونځي، خپلې مدرسې، خپل روڼ اندي، خپل باسواده او خپل بې سواده پسې مو را اخیستې بیا وايو چې موږ خو د امریکايي اشغال پر ضد مبارزه کوو. بله مهمه خبره داده چې دا پيغام اوس موږ ته د اختر مبارکي ده که امریکا ته خبرداری؟ که موږ ته د اختر مبارکي وي شيخ هبت الله دې مطلق له موږ سره خبرې وکړي او که امریکا ته خبرداری وي ډوڼالډ ټرامپ خو نه روژه نيسي چې اختر وکړي او نه امریکا يواسلامي هیواد دی ځانګړی لیک دې ورته و لیکي او چې څومره ډاړونکې جملې او ډارونکي ادبیات يي زده وي ټول دې پکې وليکي نو موږ په دې مبروکو ورځو کې ولې بیا ځلې ډاروي.

تاسې او خدای چا طالب ته ويلي دي چې امريکایی مه وژنه؟پر امریکايي مرکزونو بریدونه مه کوه او يا د پنجاب، ایران او روسيي د ګټو په خاطر  له امریکا سره جګړه مه کوه؟ دلته خو يوازنۍ غوښتنه داده چې افغان مه وژنه او افغانستان مه ورانونه. چې هبت الله پر افغان علماوو غږ کوي چې ‌ډير  پام کوئ نو دا درې نيم زره علماوو چې پر هبت الله غږ وکړ چې د سړي زوی شه او افغان مه وژنه دې ته څه ځواب لري؟ ځواب يي د داعش او دې نورو په نوم مبهم بریدونه دي او که داړونکي او ډارونکي ادبیات او له وحشته ډک ليک.

دوه نيم لکه بهرنی سرتیري په افغانستان کې وو، د کرزي د دورې له پای ته رسیدو سره سم ددې سرتیروشمېر پنځلس رزو ته را ټيټ شو د ښه نيت په پلمه موږ د طالب هيڅ ډول ترحم ونه لید، دوی په سيآسي لحاظ هم خاص څه ونه ویل بلکه له دوو لکو تر لس زرو بهرنیانو پورې همدا يوه خبره کوي چې يوازې تن بهرنی هم پاتې وي د دوی وحشتونه به جاري وي. د طالب همدې ټينګار سرتیري بیرته ډير کړل، د اشغال دوام تمديد شو او نړۍ ته بیرته پلمه په لاس ورغله.

بله مهمه خبره داده چې طالب نور خپل ارزښت او هغه تير تاثير او روب داب بيخي له لاسه ورکړی دی ځکه له روسانو او ایران سره تر شرمونکو هوکړو او نيابتې جګړې وروسته افغان ولس په دې ډير ښه پوهيږي چې په فراه کې زما له کور، کلي او بازار پورته شوې لوخړې د ایران لپاره وې، په شمال کې د داعش سازۍ لپاره پټې هڅې د روسانو لپاره دي او په سويل اوختيځ کې د داعش او طالب ګډه پروژه  د پنجاب د قوت لپاره  پلان شوې او که لږ نور هم پسې مخکې ولاړ شو نو باید دا هم ور ډيره کړو چې په زاهدان کې پرانیستي دفترونه او پر سلما بند د بريد لپاره له سپاه پاسداران سره د طالبانو ګډ پلان او پلي کول يي ددې وطن د بربادۍ نورې برخې دي.

اشغال په جګړو والله که نه ختم شوی وي نه يي ختم کړئ که روسان دلیل راوړئ نو روسی اشغال ختم نشو بلکه د يو ستر ناورین پيلامه شو چې له امله يي يوازې په کابل کې اتيا زره کابلیان شهيدان شول او داده نن هم هغه شړل شوي روسان  د هغه ملا په مرسته بیرته افغانستان ته راغلل چې پرون يي ددوی پر ضد له امریکايي مايکه د جهاد فتوا ورکوله. په خدای سړي ته خندا ورشي چې څنګه د کارمل او امين په شان هبت الله او طالب روسان په اوږ سپاره افغانستان ته راوستل.

۲ـ علما:

د هبت الله په پيغام کې يوه بله نوې خبره هم شته او هغه علما دي او دا چې په دې پيغام کې يي ولې دا خبره کړې نو باید پوی شئ چې د طالبانو د ملاعمر د وخت د ۸۰۰ علماوو را ټولیدل او يومبهم شخص امیرالمومین بلل او بیا تر هغه شل کاله وروسته د دوی پر ضد د ۳۵۰۰ علماوو را ټولیدنه به د يوې بې ثباته او پردۍ پالې ډلې پيښې څومره ولړزوي. دې ښاغلي افغان علما د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د مبارک حديث « كلكم راع وكلكم مسئول عن رعيته، فالإمام راع وهو مسئول عن رعيته، والرجل راع في أهله وهو مسئول عن رعيته.»(رواه البخاري، ومسلم.) څخه په استنباط مخاطب کړي دي خو زه غواړم د هبت الله آخونزاده پر دې نقل قول باندې لږ کلیواله او بیخي افغاني ډول تبصره وکړم او په دې تبصره کې پر سوله، وطن، هوساينې او اوربند مين علما نه مخاطب کوم بلکه هغه علما او ملایان مې مخاطب دي چې د شيخ صاب په شان يي پیغامونه، د وحشت قومندې او افغان وژنې ته د خلکو د هڅونې فتواوې له پنجاب، کوټې، پيښور، وزیرستان، مظفرآباد، پشين او کچلاک څخه راځي او مسولین يي ورته په ډيره سپين سترګۍ هر وحشت ته د نبوي آحاديثو د مطلق جعل او تذوير په لړ کې پرتوګونه ګنډي:

شيخ صیب!

ته چې کوم ملا مخاطب کوې چې هر يو له تاسو مسول، شپون او د ولس ساتونکی دی ته خبر يي کنه چې هغه ملایان نن سبا د ولس قصابان دي،ستا په اشارو خوځيدونکې ملایان د ولس د ساتنې پر ځای د ولس پر ناموسونو جنسي تيري کوي« د میدان وردګو طالب ډاکټر ميرويس، دلوګر د خروار طالب قومندان مولوی سردار، د زرمت وژل شوی طالب قومندان عبدالعلیم شاهين،په ننګرهار کې په مبارکه روژه کې وژل شوی طالب قومندان مولوي ميرويس مشهور په غوبلي) او ډيرې داسې نمونې شته چې پر پردي ناموس د تيري، زبرزنا او يا مينې او عشق بازۍ پر مهال نیول شوي،وژل شوي او يا ولس لاس په لاس ګير کړي دي ته څه فکر کوې داسې ملایان چې ستا په اشارو خوځيږي دوی شپانه دي که د ولس د حيثت داړونکي کوچياني سپي؟ ته چې پر چا زموږ حيثت ساتل غواړې هغوی زموږ پر حيثت ډيره مخکې سوداګري وکړه چې يوه نمونه يي ته يي چې د روسانو غلامې دې وکړه او پر افغان خاوره د بريد لپاره دې پيسې او وسلې د ایران له سپاه پاسداران او آی اس آی څخه واخیستې.

بله دریاه کړم! هغه ورځ به دې د هلمند په کجکې کې د سور کاریز په سیمه کې دا ستا د شپنو د مات شوي زندان کيسه له رسنیو اوريدلي وي، د حليمې او صديقې خبرې دې واوريدې کنه چې ويل يي:« په کور کې ويده ووم څلور کسان راغلل، لاس يي راچاوو جامې يي را باندې وشلولې، په ډکسن کې يي خطا کړم، سپکې سپورې يي راته وکړې او شپږ مياشتې بندي ووم ويل يي ته سلام سيمکارت کاروې…. په کور کې ووم طالبان راغلل زموږ په سیمه کې د نشه يي توکو د فابریکو ويشتل ډير شوي وو طالبانو ويل چې تاسو جاسوسي کوئ زه يي راوستې يم شپږ مياشتې کيږي ډيرې بدې ورځې را باندې تیرې شوې موږ به ژړل او طالبانو به ملنډې را باندې وهلې.» شيخ صیب! تاته دا خبرې چا در ورسولې کنه؟ پوهيږم ته به په سخته کې يې رسنيو يا انترنيټ ته به لاسرسی نلرې خوګوره په کابل کې ستا له پيسو، معاشونو او نورو مزاياوو مستفيد عبدالسلام ضعيف، سيداکبرآغا،نظرمحمد مطمين، فيض محمد ځلاند، خیرالله شينواري،ذبیح الله مجاهد، يوسف احمدي او….نورو به دا خبرې حتمي اوريدلي وي او ان له طالباني وحشته د  دفاع په خاطر يي شونې ده مستعار نومې لیکنه هم پرې کړي وي ته خو يوه مهرباني وکړه هغه کليپ يو ځلې واوره که افغان نه يي انسان خو يي، که پر افغان ناموس ننګ نشې کړای خپله خو شکر ده لوڼې او دوه غبرګې ميرمنې لرې دا نو کوم اسلام شو چې څلور تنه دې له يوې ځوانې میرمنې په وهلو وهلو جامې وباسي يا دې پرې وڅيري او بیا دې مشر ورته وايي چې تاسو خو شپانه ياست او باید ولس وساتئ، ته او خدای شيخ الحدیث هبت الله صاب!؟دا د ناموس ساتنه همداسې وي او د مجاهد له شان سره داسې وحشت ښايي.

بله درته وکړم په تیر یو کال کې يوازې له هلمنده ديرش زره کورنۍ، له کندزه شل زره کورنۍ او له نورو ولايتونو هم همدومره کورنۍ بيځايه شوي دي له مظلوم ولسه ژوند، کور، کرونده او کلیوال ژوند اخيستل نو کومه شپني شوه؟ کومه ساتنه شوه او کوم انصاف شو؟ دا په کابل کې په خيمو کې پرتو کډوالو ته لکه چې تاسو کوم ښارګوټی جوړوی؟ او يا هرماښام پرې روژه ماتي او مرستې ويشئ؟ شپنې داسې نه کيږي لکه ته يي چې کوې که مو وژنې د کفن، قبر او تابوت غم راته کوه او که له کوره مو شړې لږ تر لږه د وچې ډوډۍ پيسې خو باید راکړې شيخ صاب!.

شيخ صيب! ته خو شکر الحمدالله شيخ الحديث هم يي کله دې نبوي سیرت او د سپيڅلي پيغمبر په درويشت کلن متبرک ژوند کې د غزواتو، خبرواترو، له نورې نړۍ سره د لیکونو د تبادلې،پر کفارو د حضرت مبارک ترحم او دده صبر ، حوصلې او… په اړه لږ څه فکر هم کړی دی؟ آیا د مکې فتحه دې لوستې؟چې د اسلام پيغمبر صحابه وو ته څه ويلي وو:« ښځې، ناروغان،ماشومان،تسلیم شوي کفار، مال، کروندې او شنې ونې خوندي دي» خو ته خبر يي چې ستا په اشارو روان شپانه پر ښځو ملنډې وهي، د هرچا په کور کې چې پيغله لور وي د ډوډۍ تر خوړلو وروسته خپل د ټلیفون نمبر په دسترخوان کې ور ليږي،د خلکو اقتصاد دومره خراب شوی دی چې ستاسو د وحشت له لاسه ډير بې کوره شوي  په خدای زنا او غلا داسې حلاله بولي لکه داڅه چې حلال دي،کروندې وچې دي، کلي شاړ شوي دي او مظلوم بزګر والله که لږ کرل شوي سبزيجات او ميوې هم خرڅولی شي.

های های شيخ صیب کومه به درته وکړم! په هلمند کې پر يو زي د بل زي د ځمکو د ويش کيسه درته وکړم، که د امیرخان متقي له لوري د رخام ډبرو د قاچاق،حقاني شبکې له لوري د پکتيا او ننګرهار د ځنګلونو چورتالان،د بدخشان د کانونو وحشيانه را ويستل او که د هلمندي ملا منان د پوډر و او ترياکو د قاچاق باور وکړه دومره خبرې دي چې ټولې خو درته ولیکم لا به يي خلک په لوستلو او زه په لیکلو ستړی شم. نو که له شپنو مو موخه داسې خلک وي موږ له دې شپنو هسې در تيرو یو خدای مو دې په ليوانو وخوري ته دې دا د پسه په جامه کې خپل ليوان در ټول کړه.

پاتې شوې نورې خبرې، ترحم،زړه سوی او يا له خلکو سره مرسته چې د شيخ هبت الله په پيغام کې پکې يادونه شوې موږ خو ګورئ شکر الحمدالله سترګې لرو پر جمهوریت روغتون چې کوم له ترحم او زړه سوي ډک بريد وشو تر دې غټ زړه سوی به بل چیرته وي، په انټرکانټيننټال په بريد کې چې څومره افغان کدرونه په شهادت ورسول شول تر دې غټ ترحم نو څرنګه وي، په مقر کې چې دا له پرون را هیسې د ولس پر کورونو راکټونه اوريږي، د شلو تنو موټر پر ماين خيژي او ددې روژې په دې مبارکه وروستۍ لسيزه کې په پټو سترګو جنت ته لیږل کیږي تاسې او خدای تر دې بل غټ ترحم او لورينه شته؟؟؟؟ پهع اصل کې د شیخ صاب پر موږ دوزخ نه لوريږي نو ځکه خو يي په روژه کې خپل داعشي، حقاني او طالباني جوړښت ته قومنده ورکړې چې افغان وژنه ډيره کړي چې ټول سره يو ځای جنت ته ولاړ شو….. موږ په کلي، کور،سړک، لار، ښونځي، او هرځای کې ستاسو د مجاهدینو د لورينې منندوی يو د مبارکې روژې په ورځ په لوګر کې لويې لارې ته ستا راوتلو مجاهدينو پر خلکو دومره لورينه کوله چې ګرمي ځپلو روژتيانو ته يي پکې وهل او د ډيرو يي خولې ور پاکولې او څو تنه يي چې دوی ته يي خوند نه وو ورکړی ایسته جنت ته ولیږل…. باور وکړه شيخ صیب!؟ چې ستاسو د مجاهدينو له لوري د سوځول شوي ښونځي دې دیوالونو ته وګورم نو وچ مې ستاسو له دې انساني مينې او عاطفې ډکه څيره نيغه سترګو ته ودريږي، پوهيږې ولې؟ ځکه چې له ځان سره وايم دا دنيا هسې هم فانې ده، مرګ حق دی تر دې ښونځيو او عصري زده کړو به دا غوره وي چې زما بچي يا په کور کې خوبونه وکړي، يا په پاکستاني مدرسو کې وړيا ډوډۍ ګانې وخوري، يا چیرته ستاسو له مجاهدينو سره وسلې وګرځوي او که چیرته احيانا هم ستاسو د کوم مجاهد غريزه را وپاريده چې يو لغړزنی هلک خو وي کنه چې دوی پرې د غرایزو خپل تاو سوړ کړي.

په هر حال شيخ صیب! موږ خو نه والله که اختر لرو، نه په دې پوهيږو چې دا اخترخوشالي، مبارکۍ او یا نيکې هيلې به څه ته وايي خو تاته دې ډير ډير ځکه مبارک وي چې د يوې غټې ډلې مشر يي، په افغانستان کې دې په اشارو او منسوبو پيغامونو خلک وژل کيږي، خلک نيول کيږي، باور وکړه شيخ صیب موږ چې اختر ته زړه ښه کړو له هلمنده را بې کوره شوي مهاجر مو نيغ د زړه دروازو ته ودريږي، چې له اولاد او بچو سره مو چکر ته زړه وشي ستاسو د مجاهدینو له لوري د شهيدانو شویو افغانانو يتيم بچي مو د وجدان دروازې ته لغتې وباسي ایسته غلي کینو او د ناهيلۍ اوښکې تويي کړو او ته بیا عجيب سړی يي چې په داسې غمجن حالت کې هم د اختر ډارونکي پيغامونه را ليږې توبه توبه!!!!!!څه به و وايو نو د وروستۍ زمانې ملایان او د انبیاوو د وراثت مدعيان به همداسې وي کينې موږ خو چې لوستي دي ملا داسې نه وي.

خو بیا هم تاسو ته دې د اختر مزې ډيرې ډيرې مبارکې وي، رښتيا ستا ددې نوې ميرمنې به هم سږ کال له تاسره لومړی اختر وي،حتمي به دې نوې جامې ورته اخیستې وي، زبیرجانان خو ګوره ډير فعال هلک ده ستا د سکرتريت تر څنګ د خپلې خور خيال هم حتمي ساتي هغه به ورته خدای خبر له کراچۍ، دوبۍ او که اسلام اباده ډيرې ښکلې جامې راوړي وي، زموږ د هغو میرمنو له لوري چې نه نوې جامې لري، نه يي خاوندان ژوندي دي او نه ښه ژوند ته کومه هیله لري ستاسو نوې بي بي ته دې ډير ډير اختر مبارک وي.

موږ دې پيغام تر پایه ولوست هغه خبرې چې تا پکې کړې وې ددې ولس له خيالونو ډيرې لوړې وې خو تاسو ته يي کول ځکه ډير آسانه وو چې شکر درې هیوادونه« ایران، پاکستان، روسيه» مو مستقيما تر شاه ولاړ دي او د چين او ترکيي په شان ډير نور مو غیر مستقيم  ملاتړ مو کوي، موږ نو څوک لروچې مرسته راسره وکړي تاسو واياست غلامي ده،چې لاس مو ونيسي تاسو واياست چې واجب القتل شوئ او…… خو خير موږ په دې درې ورځني مصنوعي اوربند هم ډير زیات خوشاله يو خو که خدای وکړي او چیرته ستاسو نه خو ستاسو د بادار پر زړه لږ د ترحم اوبو تويي شي او دا اوربند رښتيا، دايمي او تل پاتې شي نو موږ به لږ  ژوند ته آرام شو او تاسو به پر بهرنیو اشغالګرو بریدونو ته خو ګوره ملاصاب! پام مو وي چې موږ پکې خراب نکړئ ځکه والله دومره مو ځپلي يو چې نور نو دخوځيدو هم نه يو.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *