ژباړه : محب الله آرمل
که څه هم چې ماشوم ته شېدې ورکول د بارداره کېدو امکان کموي خو سل په سلو کې د اتمنان وړه خبره نده.
هغه ميندې چې ماشوم ته (تی) نه ورکوي او چوشک يا نور خواړه ورکوي، امکان لري له زېږو لس اونۍ وروسته حمل واخلي خو دغه جريان هم په ښځو کې توپير لري .
ځينې ميندې ممکن له زېږون شپږ اونۍ ورسته تر يوه کال پورې حمل واخلي. خو هغه ميندې چې ماشوم ته شېدې ورکوي په ځنډ بارداره کيږي، ماشوم ته د شېدو ورکولو يوه بله مهمه ګټه داهم ده چې د سينو يا تينو د سرطان مخنيوی هم کوي هغه ميندې چې ماشوم ته شيدې نه ورکوي د سينو په سرطان د اخته کېدو امکان يې زيات دی.
اکثره ميندې ممکن په هغه ټول دوره کې چې ماشوم ته شېدې ورکوي بارداره نشي، خو په سلو کې لس سلنه مېرمنې چې ماشوم ته شېدې هم ورکوي له لسو اونيو وروسته يې تخمې په فعاليت راځي، ۵۰ سلنه مېرمنې بيا داسې وي چې له شپږو مياشتو وروسته يې تخمې فعاليږي او د حمل اخستو امکان يې زياتيږي. خو دا هم ممکنه ده چې هغه ټول وخت مور حمل وانخلي چې دا ماشوم ته شيدې ورکوي.
ځينې ميندې چې فکر کوي ماشوم ته شېدې ورکوي او بل حمل به نه اخلي په اړيکو کې احتياط نه کوي دوی ته پکار ده چې پوره پام وکړي او د ماشومانو تر منځ لږ تر لږ درې کاله فاصلې په پام کې ونيسي. که ماشومان په کم وخت او کمه فاصله کې کې نړی ته راشي دوه لوی زيانونه اړوي. يو د ماشوم روغتيا ته د ضرر رسېدو امکان زيات وي او ښه نه تغزيه کيږي، روزنه او پالنه يې هم ستونزمنه وي او بل د مور په روغتيا هم ناوړه اغېزې لري او د مور بدني ځواک هم کمزوری کيږي.
۱۳۹۵-۵-۸