نقیب احمد عزیزي

ليکوال؛ محمد محق

ژباړن؛ نقيب احمد عزيزي

د مذهبونو وحدت «مثلاً له دې جملې د سني او شيعه وحدت يادولای شو.» او د اختلافاتو ګوښې ته کول هم اخلاقي اړتيا ده او هم اجتماعي او ټولنيز سياسي ضرورت دی. وحدت پر دې مفهوم نه چې سني دې شيعه او شيعه دې سني شي. ستر اسلامي مذهبونه تر زر کاله ډېر پايېدلې، دغه مذهبونه هغو ونو ته ورته دي چې له باد و بارانه نه زيانمنېږي او يو هم بل ته خپل ځای د هغه په نفع نه‌شي خالي کولای.

دغه بېلښتونه په ديني محدوده کې طبيعي دي او همېشه به دوام لري، خو څه چې هم په عمل کې ممکن دي او هم مطلوب دي دا دي چې د تاوان روحيه او يو تر بله نفرت کمزوری شي او ځای يې تفاهم، خبرې اترې او د همکارۍ پروسه ونيسي. دغه همکاري دې پر مشترکو ګټو استواره وي، تفاهم که د مذهبونو د بحثونه په انتزاعي مواردو کې وي او که د ملموسو او واقعي فکټورونو په هکله وي، لکه «ټولنيز امنيت، د هېواد پرمختيا او ټوليزه هوساينه.»

که څه هم دغې غوښتنې ته رسېدل اسانه کار نه دی، په لار کې يې خنډونه ډېر دي، خو څنګه چې بل حل نه‌شته، ناچاره يو چې تر ممکن حده پورې يې عملي کېدو ته ملا وتړو. دلته څو ټکي وړاندې کوم چې زما په نظر کولای شي تر يوه بريده مو خپلې دغې هيلې ته ورسوي؛

۱. مذهبي جنجالونه په تاريخي بڼه ليدل

ټول مذهبونه پر يوه سياسي او اجتماعي بستر غوړېدلي او د خپل ماهيت پر اساس يې د هماغه مهال د افرادو او خاصو ګروپونو ګټې تامين کړې دي، دا د هغوی اړتيا وه چې د خپل موقعيت لپاره يې ديني مشروعيت پيدا کړی وای. هيڅ مذهب له دې قاعدې مستثنا نه دی. موږ چې نن سبا د هغې زمانې په نسبت په متفاوتو شرايطو کې يو او په جمعي شکل مو د منافعو لوري بدل شوي، نه ښايي چې ځانونه تر تاريخ د تېرو نزاعګانو په لومو کې ښکېل کړو.

۲. مذهبي ادعاوې ظني ګڼل

د مذهبونو تر منځ د اختلاف د را پارېدو سبب هغه شيان ګرځي چې تر شا يې قاطع ديني نصوص موجود نه وي او څو ډوله تأويل يې کېدای شي. کله چې پر يوه موضوع د ديني نص دلالت د بېلابېلو تاويلونو وړ وي، ظني دلالت دی او حتی يوه اختلافي موضوع هم داسې نه ده چې قطعي نص دلالت پرې وکړي، ځکه خو د ظني امورو اړوند په جنجال او اختلاف سره سر نيول، يوه بې‌هوده دعوه او غيرعقلاني چاره ده.

۳. دويمه درجه سرچينې معصومې نه دي

د مسلمانانو په ديني سرچينو کې يوازې قران و سنت لومړی لاس متون دي، البته يوازې د قران الفاظ د اتفاق وړ دي، تفيسير او تأويل يې هم دغه مقام نه لري.

پاتې نورې فقهي، عقيدتي، اصولي او کلامي سرچينې دويم لاس دي او داسې کسانو تأليف کړې چې کار يې له عقلي او شرعي لحاظه بې‌عيبه نه‌شي ثابتېدای.

موږ مکلف نه يو چې د تېروتونکي انسان د لاس محصولات د قضاوت داسې قطعي اساسات وګڼو چې لويې لويې دعوې پرې وکړو.

۴. د مخکښو مذهبي څېرو معصوميت نه منل

د هر مذهب په سرکښو کسانو کې د هغوی پيروانو ته داسې علماء او مشهور شخصيتونه شته چې دوی يې احترام کوي او دا طبيعي هم ده، مګر دا به نه هېروو چې أهل سنت فرقې ته يوازې د اسلام پيغمبر «ص» او أهل تشيع ته بيا تنها پيغمبر او امامان معصوم دي، پاتې عالمان، مجتهدين او تاريخي کسان هماغسې عصمت نه لري. کله چې قضيه همداسې ده، په کار ده چې د دغسې کسانو د مختلفو او مخالفو ليدلوريو پر اساس موږ يو تر بله ټکر ته سره و نه رسېږو.

۵. د نن سبا اختلافاتو ته په سياسي نظر کتل

نن سبا کابو تر بل هر وخت مذهبونه د سياست لپاره استخدام شوي او په تېره بيا ايران او عربستان دواړو د سني او شيعه توپير د سياسي کشمکش وسيله ګرځولې ده. هغه دعوه چې بنسټ يې د قدرت پر سر شخړه وي، د دې ارزښت نه لري چې زموږ له لوري هم اضافه پرې وشي او يو د بل مرۍ ته لاسونه واچوو. که دغه حقايق په ساده نظر وکتل شي، ډېری موجودې ستونزې به حل شي او د أهل سنت او أهل تشيع تر منځ به وحدت او همکاري تر يوه بريده پياوړې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *