په خواشينۍ سره خبر شوم چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان کلي اتلس تنه اوسېدونکي د ماين په يوه چاودنه کې شهيدان شوي دي چې اکثره يې مېرمنې او نجونې دي.

انا لله و انا اليه راجعون

دوی ټول په يوه بس موټر کې سپاره ول، او د يوه واده په مراسمو کې د ګډون پر مهال له پېښې سره مخامخ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد او خاورې دښمنان، ولسي وګړي په داسې بېرحمانه توګه شهيدانوي او د خوښۍ مراسم يې پر غم بدلوي، بلکې په تېرو څو کلونو کې په وار وار ورته پېښې تکرار شوې دي.

زه ددې تر څنګ چې دا پېښه په تر ټولو سختو ټکو غندم، پر حکومت باندې په ټينګار سره غږ کوم چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

 شهيدانو ته له لوی خدای ج څخه فردوس جنت او ټپيانو ته عاجله شفا غواړم او د قربانيانو له کورنيو سره په دې غم کې ځان شريک ګڼم.

والسلام

ډاکټر اشرف غني ، د ولسمشريزو ټاکنو احتمالي نوماند

 

One thought on “د خواخوږۍ پيغام”
  1. دغزنی ولا یت دبی کناه ښڅو ما شوما نو ظا لما نه قتل وغیره وغیره ورته جنا یا ت ټو ل دبخښنی وړ ندی ولی افسوس پدی کوم \سر جو خت نیول شوی وه دغه مجر مین په دغسی جزا رسیدلی وای چه مړ ه نوه دمړ و بد نر وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *