ذبیح الله قرار –
د نومبر په دویمه نیټه د شپږیزې ټورنامینټ د پرانیستې غونډه له رانګو او ښکلاګانو ډکه وه . له مازیګره د کرکټ مینه وال د کابل د الکوزي کرکټ لوبغالي ته ورغلل.دا ځل به په شپږيزه کې شپږ لوبډلې لوبېږي.کرکټ بورډ د غونډې له پاره د زړه له تله کار کړی و.
د شپږو لوبډلو کپتانان، اصغرستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، نوروز منګل، جاوید احمدي، شاپور ځدراڼ او شفق په ځانګړو افغاني لباسونو کې لوبغالي ته راغلل او د مینه والو له خوا يې تود هرکلی وشو.
د شپږیزې د پرانیستې غونډه د شپې اته بجې د قران کریم په تلاوت پيل شوه او د یک تلویزون څخه په ژوندۍ بڼه خپريده. په غونډه کې د دواړو جرګې استازي، حکومتي چارواکي، د کرکټ بورډ مسولین، د افغانستان هنري او فرهنګي څيرو او د کرکټ سلګونو مینه والو ګډون وکړ.
ملي سرود وغږول شو او اورلوبي د کابل تیاره ماښام رڼا کړ، پر لوبغالي رڼاګانې وريدې د مینه والو له خولې خنداګانې.
نوروزمنګل چې لوبډلې يې د تېرې شپږېزې جام ګټلی و، د شپږېزې جام راوړ او په خپلو خبرو کې يې وویل چې دوی به دا ځل بیا پوره هڅه کوي ترڅو خپله اتلولي وساتي.
د کرکټ بورډ رييس نسیم دانش وویل چې دا ځل به شپږيزه په یوه بیل انداز او ډيرو نوښتونو سره ترسره شي او هیوادوال به له سیالیو خوند واخلي.
د شپږيزې له پاره نوې سندره چې پيرمحمد کاروان او نوراجان بهیر لیکلې وه د هیواد د وتلې سندر غاړې ښاپيرۍ نغمې له خوا وړاندې شوه.
لشکري او د هیواد پياوړي توپ اچونکي حمیدحسن ویاندوي کوله او په خپلو خوږو خبرو يې غونډه خوندوره کړه.
د شپږو لوبډلو لنډ مالومات لېدونکو ته وړاندې شول او د هرې لوبډلې له ځينې لوبغاړو سره خبرې وشوې، هر یوه يې په خپلو خبرو کې ویل چې د خپلې لوبډلې له پاره به پوره هڅه کوي ترڅو دا ځل جام ددوی لوبډله وګټي.
فرهاد غفور په خپل ښکلي غږ او ښکلې سندره د کرکټ مینوال ونازول او همدا ډول ځوان سندرغاړی ارین خان په ځانګړي سټایل او انداز راغی او یوه ښکلې سندره يې وړاندې کړه چې د ګډون والو له چکچکو او نارو سره بدرګه شوه.
حمید حسن له کپتانانو سره خبرې وکړې، هر لوبډل مشر په خپله لوبډله باوري و او ویل يې چې د سیالیو له پاره يې پوره تمرین کړی او جام به ددوی په نوم کېږي.
شفیق الله ستانکزي وویل چې د شپږیزې سیالۍ به په زړه پورې وي او دا ځل د شپږيزې سیالۍ د ( یووالی د سولې له پاره) تر شعار لاندې ترسره کېږي.
د شپږیزې سیالۍ به د نومبر په دریمه نیټه د دوو لوبډلو میس عینک اتلانو او بندامیر ښامارانو تر منځ پيل شي او هره ورځ به دوه لوبې کېږي.