په رښتیا وایم او تاسي يې هم راسره ومنئ، زما د شپې له دریو بجو ښه نه راځي
زه د شپې له دریو بجو څخه ښه خاطره نه لرم.
تراوسه مي په یاد دي، یو مازدیګر له ورځنیو کارونو ستړی ناوخته کورته راغلم، مشر ورور مي د کور ښځي او کوچنیان یوې مېلمستیا ته بیولي وو.
په کور کي بل څوک نه و، د ماخستن له لمانځه وروسته می سمدستي دوې هګۍ غوړو ته ور واچولې او ښه خوندوره ډوډۍ مي نوشي جان کړه.
له یوې خوا ستړيا،له بلي خوا په یخه هواکي موړ نس، واه! څومره خوند کوي، کرار مي تلتک پر سر راکش کړ، د بدن ستړي هډونه مي د خوب په پسته غیږ کي ارام سول.
د ستړیا خوب داسي خوند راکړی، چي د بدن ټول هډونه مي خوږ درد کوي.
ناببره د خوني د دروازې په سخت کړپي راویښ سوم، څوک يې ؟
ږغ مي پر وکړ، خو د ځواب پر ځای مي یوچا سترګو ته د لاسي څراغ تیزه رڼا ونیوله.
بدخوابي، نیمه شپه اود لاسي څراغ تېزه رڼا، هېښ پاته یم، چي داڅه کیسه ده ؟ بیامي ږغ پر وکړ خیر دی، څوک یاست ؟
سترګي مي ښه سره ومږلې، داسي رامعلوم سول، لکه دوه تنه، چي په دروازه کي راته ولاړ وي، خو سم يې نه سم لیدلای.
دوی نژدې نه راځي، فکر کوم له ما بیریږي اوداسي انګیري، چي کیدای سي وسله ورسره وي، خو دوی په دې نه پوهیږي، چي زه د قلم سړی یم، نه د وسلې.
بیامي ورته وویل، تاسي څوک یاست، چي په نیمه شپه پردیو کورونو ته بې اجازې ننوځی؟
د خوني په دروازه کي ولاړ یوتن، (له ږغه يې داسي ښکاري )چي خوله او مخ يې په مول پټ کړي، په ډډ ږغ راته وویل: « موږ پولیس یو، تلاښۍ ته راغلي یو!»
داڅنګه پولیس یاست، چي بیله پوښتني د خلکو کورونو ته ننوځی، کومه دی د کور د تلاښۍ اجازه لیک؟
د دراوزې په خوله کي ولاړ کس زما د پوښتني په ځواب کي په تنده لهجه وویل« ډېري خبري مه کوه وسله راکړه، څه شي درسره دي؟ »
زه د ځایه ولاړ سوم ما ویل هیڅ نه لرم.
په دې وخت کي دوی زړه ور سول او د لاس څراغ رڼا يې ګل کړه، په لاس کي نیولې توپنچه يې وکړپول او پر نورملګرو يې ږغ وکړ:« خپل کار وکړئ!»
په دې وخت کي زه پوه سوم، چي کورته راغلي کسان د پولیسو په نامه غله دي.
که تاسي وګورئ ! زموږ کور د پولیسو له ماموریت څخه نه دی لیري، د حوزې مخ ته د ناست پیره دار ټوخی اورم، خو بیاهم یوه ډله غله زموږ کور ته په ارام زړه د لوټلو لپاره راغلي دي.
دادی زه د بکسونو کړپی هم اورم، چي غله يې په بې رحمۍ ماتوي او قیمتي شیان لوټي، دخوني په دروازه کي راته ولاړ توپنچه لرونکي دوه تنه وايي، «په دې توپنچه ډېر کسان وژل سوي دي، سم حال ووایه! پيسې چیري دي؟ کنې سبا سهار به ستا پر جنازه ټوله کورنۍ ژاړي. »
ماته د غلو اخطارونه عجیبه معلومیږي او څو ځله مي اواز ورسره لوړ کړ، زه په هیڅ نه یم خبر.
زما د ږغ له لوړیدو سره سم به درېیم کس هم خوني ته تلوار راغلی، اوږده چاړه به يې پر غاړه راکښېښوله، «نارې مه وهه داچاړه یوازي انسانان حلالوي!»
په دې اخطارونو، وارخطايي او پرېشانۍ کي دېوالي ساعت د شپې د دریو بجو زنګ وواهه، په دروازه کي ولاړ کس سمدستي ساعت له دېواله رابیل او په پټو کي يې تاو کړ.
دیوالي ساعت خاموش سو او په دې خاموشۍ کي یوازي د پيسو پوښتني اوپه هغه نورو خونو کي د بکسونو د ماتیدوکړپی اورم.
داشپه خورا اوږده سوه، دا زما په ژوند کي ترټولو اوږده شپه ده.
د سهار تر پنځو بجو يې زموږ د کور ټول قیمتي توکي سره غوټه کړه، دیوال ته ولاړ موټرسایکل يې هم روان کړ، بیانو يې ماته مخ راواړوی « ترهغو، چي موږ نهامیږو، ږغ ونه کړې، سبا سهار بیا ستا کار دی، هرچاته، چي وايې لاس دي ازاد.»
ما د خوني تر کړکۍ ورته کتل، راغلو غلو د سپوږمۍ په رڼاکي راټولي کړي پلنډي په شا کړې او په خورا ډاډ له کوره ووتل.
د دوی له وتلو سره مي د هوسايي سا وکښل او په دې سړه شپه مي له تندي تودې خولې پاکي کړې.
سهار له لمر راختلو سره نزدې ماموریت ته ورغلم، خو د حوزې مخ ته ولاړ پولیس ویل: « پر لس بجې راسه مدیرصاحب نه دی راغلی.»
پر لس بجې بیا زه، مشر ورور او د کلي یوڅو سپين ږیري حوزې ته ورغلو ترنیم ساعت انتظار وروسته زموږ کور ته پولیس او مسؤلین راغلل، د مات سویو بکسونو، دروازو او پاشل سامان الاتو عکسونه يې واخیستل.
د سرای غولی تر لويي دروازې اوبیا کوټو پوري څو ځله اندازه کړ، یوڅو یاداښتونه(!) يې زموږ څخه ترپوښتنو وروسته ولیکل او پرخپله مخه ولاړل.
دادی اوس له هغې شپې څخه ترپنځه کاله زیات وخت تیریږي، لیکن هیڅ چا زموږ د غلا سویو شیانو او غلو په اړه معلومات رانه کړل، په یوعجیبه «بې پوښتني ښار» کي ژوند کوو، الله دي مو پر ایمانونو فضل وکړي.
۲۴ – ۰۱ ۲۰۱۷
کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست
نوټ : د کندهار په امنیه قومندانۍ کي د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مسؤل سمونوال ولي محمد عسکر وايي، په تیرو شپږو میاشتو کي يې د کندهارښار او ځینو ولسوالیو څخه د غلا او غدیو په ۶۷پيښو کي ۱۳۷ غله د قانون منګولو ته سپارلي دي.
دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په ( ۴۲۶ )مه ګڼه کي هم خپور سوی دی.