همدا مې لاره وه، هر ماښام ناوخته له دفتره د همدغه هدېرې په منځ کې پر تېره نرۍ لاره ځم.

لاره د قبرو منځ کې کږه وږه روانه ده، یو سر یې خامه سرک ته وتلی بل یې پاخه دوه طرفه سرک ته، ماښام دومره تګ راتګ نه وي خو یو یو کس د شپې تر ناوخته پر همدې کږه لار ځي راځي.

سترګو سم څار نه کولو، پر قبرونو د ولاړو بیرغونو ترپ تروپ وو، د قبرونو له قطارونو د ماشوم هلک غږ راته.

  • پیرکي واخلئ پيرکي!

 حیران پاتې وم په دې ناوخته کې پیرکي!؟ هغه هم د قبرونو پر سر؟

مخ ته ولاړم د تیارو په څپو کې ماشوم د سمټي قبر پر څنډه ناست دی په وېریدلي غږ یې ویل پیرکي واخله ما یې پتنوس ته لاس وروړ یوازې دوه پيرکي وو.

  • په څو دي؟

هلک په ژړغوني غږ وویل

  • دانه په لس
  • هه دا شل واخله له پيرکیو سره کور ته لاړ شه ناوخته ده.

هلک پیسې جېب ته کړې پټه خوله را سره روان شو، څو ګامه چې ولاړو ماشوم پښه نیولی شو، ویل یې ته ځه زه درځم روان شوم د قبرو له ګڼې ګوڼې ډډ غږ راغی، داسې ښکارېده چې سړی د ډېر عمر دی، په غصه ناک غږ یې وویل

  • څه شوې؟ څو یې درکړې؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *