تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون نن /پنجشنبه/ د ولسي جرګې لپاره د کابل ولایت د انتخاباتو ټولې پایلې باطلې اعلان کړې.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مسوولانو په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه په سلګونه شکایتونه وررسېدلي او د هغو پر اساس یې پرېکړه کړې چې د دغو انتخاباتو پایلې باطلې کړي.
دې کمیسیون همداراز ویلي چې باید په کابل ولایت کې د ولسي جرګې لپاره له سره انتخابات وشي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، چې دنده یې د انتخاباتو ترسره کول او د رایو اعلان دی، د شکایتونو د کمیسیون پرېکړه مامنصفانه بللې ده.
دې کمیسیون تراوسه پورې د نژدې ۲۰ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي دي.