تاند، چهار شنبه، د دلوې ۹مه: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي چې د نژدې ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه ی‌ې څېړنه پای ته رسېدونکې او کمیشنرانو ته وړاندې کیدونکې ده چې د بلې اوونۍ په لومړیو کې به یې رسمي بڼه اعلان شي.

د ټاکنیز شکایتونو خپلواک کمیسیون د شاوخوا ۳۰۰ زره جنجالې رایو په اړه څېړنه پیل کړې چې له ۲ زره او ۴ سوه ۲۳ محلونو سره تړاو لري او بایومتریک شوې ندي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي قطب الدین رویدار ویلي؛ نن دغه څیړنه پای ته ورسیده او اوس به یې نتیجه کمیشنرانو ته وړاندې شي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

له هغې وروسته، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر د ټاکنیزو اعتراضونو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه؛ د رایو بیا شمېرنه او د دې پرېکړو پلي کیدل د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا پیلیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *