تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي چې نن /چهارشنبه/ یې تر دوه لکه دېرش زره زیاتې مشکوکې رایې، چې له شماره وتلې وې، باطلې کړې.

د شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د درغلیو پر شکایتونو د کاندیدانو، رسنیو او مدني ټولنې د استازو په وړاندې ښکاره غور پیل کړ.

د انتخاباتي شکایتونو د خپواک کمیسیون رييس عبدالستار سعادت د دوه سوه دېرش زره رایو باطلېدا له درغلۍ سره د مبارزې په لاره کې یو مهم ګام وباله.

باور کېږي چې د حمل په شپاړسمه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې شاوخوا یو ملیون جعلي رایې صندوقونو ته اچول شوي دي.

عبدالستار سعادت ونه ویل چې باطل شوې رایې د کوم کاندید دي خو دا هغه رایې دي چې مخکې مشکوکې بلل شوې وې او له کبله له شماره ایستل شوې وې او نن یې باطلېدا کره شوه.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې د کاندیدانو یا د هغوی د استازو، همداراز د خبریالانو او د مدني ټولنې د استازو په وړاندې به پر نورو مشکوکو رایو هم بحث وکړي او د باطلېدو دلایل به یې څرګند کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د ولسمشرۍ یوه کاندید عبدالله عبدالله پرون، چې لا پر هیڅ رایه د شکایتونو د کمیسیون له خوا غور نه و شوی، دغه کمیسیون ته خبرداری ورکړی و.

0 thoughts on “د شکایتونو کمیسیون ۲۳۰ زره رایې باطلې کړې”
  1. وایی: دغله په ږیره خس دۍ!،عبدالله عبدالله بیا د ټولو څخه مخکی پخپله ږیره لا د وخته لاس راتیر کړ او پاکه یی کړله, د عبدالله عبدالله دا ناری سوری هغی ټوکی ته ورته دی چی وایی هم غله چیغی وهلی چی غل ونیسۍ اوهم دکور خاوند

  2. سادات صاحب
    سلام
    اوس د ټول افغان ولس سترګی تاسی ته اوړی هیله ده چه تقلب کاران رسوا او افغان ولس ته یی په ګوته کړی

    په درنښت

  3. ګرانه سعادت صاحب خدای شته که دی پیژنم خوداستا د خبرو نه داسی معلومیږی چه یوی غیرتی پښتنی مور زیږولی یی د ټول ملت سترګی تاسو ته دراوړی اوخدای دی وکړی چه کومه پاکه لار تاسو نیولی تراخره یی تعقیب کړی ا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *