تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشره زهره بیان وايي، تر ټولو زیات شکایتونه ورسره د ټاکنیزو ډلو لخوا یو پر بل ثبت شوي دي.

نوموړې نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، ۱۳۷۱ شکایتونه ورسره د انتخاباتي تېروتنو، ۴۳۰۳ شکایتونه د ټاکنیزو سرغړونو او ۳۲۷۲ شکایتونه ورسره د ټاکنیزو جرمونو په اړه ثبت شوې دي.

زهره بیان شینوارې وایي، کمېسیون د ټاکنیزو جرمونو په اړه ټول شکایتونه ارزولي او مرتکبین به یې ژر عدلي ارګانونو ته ورمعرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو به اړه ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي چې ۶۸۸۱ یې د بایومتریک رایو د تفاوت په اړه دي، همدا راز یې ۲۱۴۰ د رایو د بې دلیله ابطال په اړه، ۱۳۳۸ یې د مشکوکو رایو په اړه او ۱۳۸۰ یې غیر موجه بلل شوي دی.

د کمېسیون د مشرې زهره بیان د معلوماتو له مخې ۶۵۷ شکایتونه ورسره د غیر بایومتریک رایو، ۵۵۲ شکایتونه د یو کاندید په ګټه د بل د رایو د کمولو، ۵۳۹ شکایتونه د نتایج پاڼو د ورکېدو او ۳۸۱ شکایتونه له قانوني وخت نه وروسته د رایه اچونې او ۲۸۲ شکایتونه له وخت نه د مخکې رایې اچونې په اړه ورسره ثبت شوي دي: (( کم یعني ۳۶ شکایتونه بیا له رایې شمېرنې وروسته د فورم د بدلون، ۲۹ شکایتونه د بایومتریک دستګاو د ستونزې، ۴ شکایتونه د یو کاندید پر ځای د بل لپاره د لومړني کاندید د رایو شمېرنې، ۴ شکایتونه د رایو بیا شمېرنه کې د کارمندانو د طرف نیونې او ۳ شکایتونه د ناظرینو په غیاب کې د رایو د شمېرنې په اړه دي.))

د زهره بیان په وینا ۱۲۰۹ شکایتونه بیا داسې دي چې په هیڅ یوه کټګورۍ کې نه راځي: (( د دغو شکایتونو د تحلیل، ارزونې او تطبیق کار په ولایتونو او مرکز کې په شدت روان دی، چې ژر به یې نتیجه تاسې سره شریکه کړو.))

په همدې حال کې د شکایتونود کمېسیون منشي قاسم الیاسي وايي، د جوزجاند شکایتونو په اړه تېره ورځ پریکړه شوې ده او د نن ورځې تر پایه به د پنجشیر، پروان، بادغیس په اړه هم پریکړه نهايي او د شپې تر پایه به شپږو ولایتونو کې د شکایتونو کار خلاص شي.

خو د کمېسیون مشرې بیا د دې خبر هم ورکړ چې په ۱۵ ورځو کې د ټولو شکایتونو ارزونه ناممکن ده او شاید چې نور وخت هم ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *