تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۶۰۰۰ څارونکو د استخدام لپاره پيسې نه لري.
د دغه کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي پيري مایډن سره لیدنه کې ویلي، دوی د خپلو شپږ زره ناظرانو د استخدام لپاره بودیجه نه لرلو اندېښمن کړي دي.
نوموړی وايي، که دا څارونکي استخدام نه شي، د ټاکنو د روڼتیا او پایلو کې د عدالت پروسه به یې زیانمنه شي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي ویلي، نړیوالو همکارانو د ۶ زره ناظرانو د استخدام لپاره د بودیجې د ورکړې سر خوځولی و خو که دا پیسې نړیوالو برابرې نه کړې، نو حکومت مجبور دی چې د ۶ زره کارمندانو د معاش پيسې له جیبه ورکړي.
د کمېسیون رهبرۍ نه دي ویلي چې د ۶ زره ټاکنیزو څارونکو د معاش لپاره یې څومره پيسې پکار دي، خو وايي چې اروپايي ټولنې ورسره ژمنه کړې ده چې دې برخه کې به یې لاسنیوی کوي.
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالر بودیجه اټکل شوې چې ۹۰ میلیونه یې حکومت ورکړي، ۲۹ میلیونه یې د امریکا سفارت پر غاړه اخیستي او پاتې نور به یې نړیوال همکاران ورکوي.