تاند، شنبه، د میزان ۱۳مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشر غني د هغو څرګندونو په غبرګون چې وايي، درې اوونۍ وروسته به نوی ولسمشر واک سمبال کړي ویلي دي د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به ۵۰ ورځې وروسته اعلانېږي.

 ولسمشر نن ملي ځواکونو ته د یو زر اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې وویل، د افغانستان نوی ولسمشر به درې اوونۍ وروسته سوګند پورته کړي.

خو نن د دې خبرو په ځواب کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او منشي قاسم الیاسي وویل، د پایلو د اعلان لپاره وروستۍ نېټه د عقرب ۱۶مه ټاکل شوې، خو حتی په دغه ورځ هم د پایلو د اعلان امکان کم دی: (( کله چې د ټاکنو کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلانوي، دوه ورځې به شکایتونو ته باسو، بیا به پنځلس ورځو کې زموږ ولایتي دفترونه دغه شکایتونه څېړي، که ټاکنیزو ټیمو ته د هغوی پرېکړې دمنلو نه وې، نو په دریو ورځو کې استیناف غوښتلی شي، له هغې وروسته به موږ بیا تر ۱۵ ورځو هڅه کوو چې نتایج نهايي کړو، نو ویلی شم چې ۳۷ یا ۳۹ ورځې به نورې هم ونیسي.))

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون هم د ولسمشر غني د څرګندونو په ځواب ویلي، چې حکومتي مسوولان او نوماندان باید د ټاکنو پایلو ته صبر او حوصله ولري.

 د ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل ټینګار کړی چې نوماندان دې د ټاکنو د اعلان مرجع خپل کار ته پرېږدي او صبر دې وکړي.

 خو څارونکي بنسټونه بیا وايي، کمېسیونونه باید تر خپل ټاکلي وخته پورې نتایج اعلان کړي، ځکه د ټاکنو د پایلو ځنډ به درغلۍ ته لا زیاته زمینه برابره کړي.

One thought on “د شکایتونو کمېسیون غني ته: د ټاکنو پایلو ته ۵۰ ورځې صبر وکړئ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *