تاند، یکشنبه د چنګاښ ۳۰مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتي دي چې له وخته مخکې کمپاینونو څخه لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو کمپاینونو پیل ته ایله اووه نورې ورځې پاتې دي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د خلکو او رسنیو له لارې یې ګڼ داسې شکایتونه ترلاسه کړي دي چې ښيي ځینې نوماندانو له وخته مخکې پراخ کمپاینونه پیل کړي او دوی اوس د دغو اسنادو په څېړنه بوخت دي.

یاد کمېسیون خبرداری ورکړی چې د ولسمشرۍ نوماندان باید هر ډول غونډې، له وخته مخکې تبلیغات، منفي او او تبلیغاتي فعالیتونه چې پرې د کمپاین ګومان کېدای شي، ژر تر ژره بند کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کمپاین لپاره ۶۰ ورځې قانوني موده په نظر کې نیول شوې او له دې قانون سره له وخته مخکې هر ډول کمپایني کار د تخلف جرم شمېرل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له وخته مخکې کمپاینونو کې د حنیف اتمر، ابراهیم الکوزي، رحمت الله نبیل، احمدولي مسعود، نورالله جلیلي، شهاب حکیمي او څو نور نوماندان له ټولو مخکښ ښکاري.

ویل کېږي، حنیف اتمر په دې وروستیو کې هر ډول مطبوعاتي او کمپایني پروپیګنډاو ته لاس اچولی دی، له جنسي تورونو راواخله تر فیسبوکي کرايي لیکوالو او سلګونه سپانسر شوې حکومت ضد پاڼو پورې ګڼ مسایل هغه څه دي چې د نوموړي کمپاین ثابتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *