تاند- د نامتو انګلیسي لیکوال ویلیم شکسپیر له څلور سوه اووم تلین سره په یو وخت د ده د ډارمو د لومړنیو ټولګو یوه بله نسخه وموندل شوه.

دا کتاب، چې ۴۰۰ کاله پخوانی دی او په درو ټوکونو کې دی، د بریتانیا په شمال کې د سکاټلنډ د بیوت ټاپو د یوه اشرافي په کتابتون کې موندل شوی دی.

د سکاټلنډ د اشرافي مارکي بیوت کور او کتابتون
د سکاټلنډ د اشرافي مارکي بیوت کور او کتابتون

د ډرامو دا ټولګه د ویلیم شکسپیر له مړینې لږ وروسته چاپ شوې ده.

د شکیپیر د مړینې په وخت د ده ډرامې په یوه ټولګه کې خپرې شوې نه وې، اکثره ډارمې یې جلا جلا خپرې شوي خو یوازې شاوخوا ۱۸ ډرامې یې د (کوارتو) په نوم ټولګه کې رایوځای شوي وې.

شکسپیر د ۱۵۶۴ م کال په اپریل کې زېږېدلی او د ۱۶۱۶ په اپریل کې مړ شوی دی.

د ده تازه موندل شوی کتاب تر کوارتر په غټه کچه چاپ شوی او په ۱۶۲۳ م کال، یعني د شکسپیر له مړینې ۷ کاله وروسته چاپ شوی دی.

په دې ټولګه کې د دغه ستر ډرامه لیکوال ۳۶ ډرامې شاملې دي.

باور کېږي چې د شکسپیر ټولې ډرامې به ۳۷ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *