تاند- د نړۍ نامتو سندرغاړې د شکیرا یو نوی ریکارډ جوړ کړ. د دې دا ریکارډ د سندرو د البمونو د خرڅلاو نه دی بلکې د فېسبوک په برخه کې دی.
شکیرا، چې په اصل کې د کولمبیا ده، په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«زه په ډېره عاجزۍ په دې ویاړم چې لسګونه ملیونه خلک د فېسبوک له لارې زما مینه وال دي.»
د شکیرا د فېسبوک د خوښونکو یا لایکونو شمېرتر ۱۰۰ ملیون تنو اوښتی دی.
دا وايي:« ټولنیزو رسنیو او په تېره بیا فېسبوک له ما او نورو هنرمنانو سره مرسته کړې چې د سټېج او نندارچیانو ترمنځ واټن کم کړي.»
ویل شوي چې تراوسه پوري په فېسبوک کې د هیچا د لایکونو یا مینه والو شمېر سل ملیون تنو ته نه دی رسېدلی.
د شکیرا د لایکونو شمېر وروسته له دې زیات شو چې دې د برازیل د (ریو دیو جېنیرو) ښار په ماراکانا لوبغالي کې خپل اخیستی عکس فېسبوک ته پورته کړ.
دا عکس، چې د برازیل د فوټبال تر نړیوالو اتلولیو مخکې خپور شو، څه باندې درې نیم ملیونو خلکو یوازې په څلورو ورځو کې لایک کړ. تر دې پخوا په دومره لنډ وخت کې هیڅ عکس دومره کسانو نه و لایک کړی.
په لاندې ویدیو کې شکیرا له خپلو مینه والو مننه کوي: