د ډاکتر شکیل مدافع وکیل وتښتېد
د هغه ډاکتر مدافع وکیل له پاکستانه وتښتېده چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یې له سي آی اې سره د ډي این اې د سمپلونو په موندلو کې مرسته کړې وه.
د ډاکتر شکیل اپریدي مدافع وکیل سمیع الله اپرېدی د مرګ له خبرداریو وروسته تښتېدلی دی.
د سمیع الله اپریدي خپلوانو تایید کړه چې نوموړی ژوند ته یې د خطر له وېرې له پاکستانه تښتېدلی دی.
د ګوزڼ پرضد واکسین پیل شو
له پاکستانه په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د نړیوالې روغتیايي ادارې د ګوزڼ د محوه کولو دفتر اعلان وکړ چې په قبایلي سیمو کې یې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرخلاف د واکسین درې ورځنی کمپاین پیل کړ.
د دې کمپاین په لړ کې به اووه لکه اووه ویشت زره تر پنځو کلونو کشر ماشومان واکسین شي.
د پاکستان د سترې محکمې نوي رييس کار پیل کړ
د پاکستان د سترې محکمې نوي رييس نن وروسته له دې کار پیل کړ چې مخکینی د چهارشنبې په ورځ تقاعد شو.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د سترې محکمې نوي رييس تصدُق حسین جیلاني ته، چې له ۲۰۰۴ څخه د پاکستان د سترې محکمې قاضي دی، لوړه ورکړه.
صدراعظم نوازشریف او نورو حکومتي چارواکو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د پاکستان د سترې محکمې پر پخواني ريیس افتخار چودري تور پوري شوی و چې نظرونه یې بې پرې نه ول چې دا د یوه قاضي لپاره د منلو وړ نه دي.