Sand flea
په انګرېزۍ کې ورته (sand hopper, beach flea, or beach hopper) نومونه هم اخلي. تقریبا ۶۰ ډوله سخت پوستي دي چې د تالیتریدای کورنۍ (family Talitridae) جوړوي او د امفیوپوډا په ډله (order Amphipoda) کې ډلبندي شوي.
اروپایي د شګو ګونګټه د سمندر غاړو په شګه کې ژوند کوي، د بدن اوږدوالی یې تر ۱.۵ سانتي متره پورې رسیږي. د ورځې لخوا په شګه کې ځان خښوي او د شپې لخوا فعاله وي. خواړه یې اورګانیک خوسا شوي توکي دي.