لیکوال: …. نن به نوم نه لیکم

نن په هندوستان کی د روژې اوه ویشتمه ده چی په ګران کابل کی اته ویشتم راځی. د شپی چی ویده کیدم نو تر دوو ساعتو خوب نه راته. په ځای کی یوی خوا بلی خوا اوښتم.پېښلمی هم ونشو. پنځه بجی شوی ساعت می زنګ وواهه. راپورته شوم، لاړم اودس او لمونځ می وکړ او بیا می سر کیښود. بی خوبه وم. خو بیا هم د شپی سوچونو پری نه ښودم. په همدی ماسخوتن د شپی می زړه ډیر بد او خواشینی و. د تل پشان می خبرونه لوستي ول. خدایه په ګران کابل می څه تیریږی! په فلسطین کی څه حال دی، په پاکستان کی څه حال دی، عراق وګوره، پرون یی په غور کی څه وکړل، ته دا اسلامي هیوادونه وګوره، دا ولی داسی بدبخته او له وژنی سره پیدا دي. خو خیر په همدې شپه می په تاند کی ولوستل چی لوی شیطان ویلی چی د بهرني پوځیانو شتون په افغانستان کی د نیواک او جګړی په معنی ده.

نه پوهیږم چی دا خوب څنګه راغی. ماشومتوب می داسی چیرته تیر کړی چی نه می طالب لیدلی او نه می پیژندلی او نه یی هم په معنی پوهیدم. چی راستر شوم، نو پوه شوم چی طالب یو انسان ډوله شخص ته ویل کیږی.

رابشم خوب ته، د تل پشان خوب می په ذهن کی تر ډیره نه پاتی کیږی، ژر رانه هیریږی خو بیا هم مهم ټکي یی راپه یاد دي. نه پوهیږم چی له هندوستانه به په څه ډول ګران کابل ته رسیدلی وم او بیا به له هوایی ډګره څنګه وتلی وم. خو په هر حال په کابل کی وم. کاوبوای پتلون، ټي شرټ او یو جمپر می په تن دي. خلک په ویره کی ځغلي راځغلي. زه پخپله په ځان نه پوهیږم چیغی وهم، داسی ژاړم چی هیڅکله می مخکی ندي ژړلي، د زړه له درده ژاړم.

کاکا او د کاکا زامن می هم هوایی ډګر ته راپسی راغلي ول خو خدای خبر چی هغوي به چیرته ول. مباییل چیرته و، دوکان چیرته، د کابل هغه پاخه کورونه او بیلډینګونه چیرته ول. ټول ویجاړ او برباد ول. ګران کابل لویو ږیرو، اږدو کالیوو، وسلو، خړ خړ څادرونو او نجسو قواروو نیولی و. هر څوک چی له یو لوکس بکس او ښو پتلونونو سره ووینی نو بیا ورپسی منډی وهی او بکس یی ورنه اخلی او بیا یی تش لاس کورته لیږی. یو څو نفره ولو په مونږ پسی یی هم منډه کړه. انډیوالانو می ورته بکس پریښود او په ما یی راغږ راکړ، ودریږه، بکس خطا کړه؟ چیرته تښتی؟ انډیوالانو می هم راته راغږ کړ. بکس دي ورته خطا کړه، ما ویل لیونی یم چی بکس خطا کړم. پدی کی می شخصي سامان دی. کمپیوټر می دی پکی.

کابل کی خو اوس هغه پخواني بیلډینګونه نشته چی راګیر به شم، واړه د خټو او ترپالونو کورونه لکه د کوچیانو خیمی او زه هم په ځان نه پوهیږم د فلم د هلک پشان می له دیواله سره له بکسه ورټوپ کړل. له دوستانو جدا، له یو دیوال په بل دیوال او له یو کور په بل کور ننوځم. څوک نه وایی چی چیرته ځی. یو پټ ځای می پیدا کړ. سر می نشو پورته کولی. بیا می اوښکی روانی شوی او د زړه له درده می وژړل. ژړا می نه دریده. بیا می له خپل بکس سره روان شوم. همدا د هلو ځلو خوب روان و.

داځل پداسی ځای کی پټ شوم چی هلته به دی نجسو خلکو د عامو خلکو هغه بکسونه ساتل چی دوی به تری اخیستل. پدی ځای کی پټ وم چی یو ږیره ور راغی او نورو ته یی ورغږ کړ، هله یوه پتلونکی دلته پټ. په همدی سره می بیا د فلم د هلک پشان هغه یوه لغطه وواهه او له نورو می هم د جادوګر په څیر ځان وویست. پدی کورونو کی بیا سر شوم، پټ ځای ځانته ګورم. ژاړم چی په کور کی به می څه حال وی؟ ادی، پلار جان، خویندي، وروڼه، کاکاګان ….. دوی به په څه حال کی وی؟ ځان سره می وویل چی له هندي ملګرو سره باید اړیکه ونیسم.

له بلی خوا په کور او کلي کی څه حال دی! توړۍ می هم له پیښوره راغلی وه. هغو خلکو چی د همدی نجسو قواروو پلوی یی کوله د دولت پلویانو ته اخطار ورکاوه چی نن ماښام به نر او ښځه مالومیږی. وبه یی ګورو چی څوک یی ګټی. ورور د ورور او یوه خوا له بلی خوا سره لاس او ګران ده. ټول وسله پلاس کړی او یو بل ننګوی. دولت ضدو کلیوالو به دولت پلوه کلیوالو ته ویلی، څه شول هغه عبدالله او اشرف غني مو څه شول، ټول مو درته په منډه کړل. وتښتیدل. خو چی مازدیګر شو بیا می خوب وویل چی کلیوال اوس بیرته په اتفاق شول. یو بل ته غاړه په غاړه شول.

د خوب د پای شیبی شوی، د یو بام په سر پټ ناست یم سره له بکسه. لاندی ګورم د پوهنتون یو دوه انډیوالان می ولیدل. پری ورغږ می کړل، څه مو وکړل؟ پدی سره د بل بام په سر وینم چی یو نفر درویشي کړی پټ ناست دی. نیکټایانی یی را خطا کړی ویل یی تاسی دا په مخ واچوۍ او زه به می خپله کورتۍ په مخ واچوم. لږ وروسته می ورته وویل، زه جنګیږم. زه می خپل کابل بیرته غواړم. ماسره یو ځای کیږۍ او که نه؟ زه د دی خلکو شتون په ګران کابل کی نشم زغملای. ته لیونی یی کرار ویده شه. شپه سبا کړه، انډیوالانو می راته وویل.

په همدی سره یو شی مزاحمت وکړ او له ګران کابله دفاع ته یی پری نه ښودم. سترګی می وغړولی چی لا تر اوسه پخپل کټ کی په هندوستان کی پروت یم. ژر راپورته شوم او د خدای شکرونه می ادا کړل چی دا خوب و او حقیقت نه و او دعا می وکړه چی خدایه بیا کابل ویجاړلو ته مه پریږدی، خدایه بیا افغانان مهاجر نه کړی او خدایه بیا دا نجس او پلیت خلک کابل ته رادننه نه کړی.

د دی خوب په اړه لږ خوشحاله او ډیر خواشینی وم. خوښ پدی وم چی لومړی کس زه وم چی ومی ویل ګران کابل ساتم. زه د کابل دفاع ته تیار یم. زه یی بیا ودانولو ته تیار یم. د کابل د ساتلو جذبه را کی ژوندیۍ ده —–. خواشینی پدی وم چی په خوب کی زما کور، ګران کابل، یی وران او ویجاړ کړ.

خدای دی کابل بیا د شیطانانو په لاس کی نه اچوی! امین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *