تېره میاشت (جنوري) په چارسده کې د پاکستان د طالبانو تحریک د باچا خان پوهنتون په استادانو او محصلانو باندې قتل عام جوړ کړ او تر دې یوه شپه وړاندې د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د حضرت بي بي عایشې ( رض) ښوونځي ته اور واچول شو چې چپراسي یې هم پکې وسوځید او شهید شو. په تیرو دوو لسیزو کې چې د طالبانو تحریک جوړ شوی دی، په افغانستان او پاکستان کې دغسې پیښې خورا زیاتې شوې دي.
که څه هم د افغانستان طالبانو په وروستیو کلونو کې د معلم او متعلم د وژلو یا د کتاب او مکتب د سوځولو هیڅ مسولیت په غاړه نه دی اخیستی ، مګر له لویه سره یې له علم او معارف سره په مخالفت کې ریکارډ د تعریف وړ نه دی. مثلا نیم نفوس ښځې تشکیلوي او د دغو نیمو انسانانو له تعلیم سره دوی د خپل حکومت په وخت کې مشکل درلود او اوس هم چې چیرته د دوی امر چلیږي ، په ډیره مشکله به د نجونو ښوونځي پرانیستي ومومو. البته، د طالبانو د کنټرول په سیمو کې حد اقل په وروستیو څو کلونو کې د هلکانو له مکتبونو سره مخالفت نه دی شوی. په ځینو سیمو کې خو خلک وایي چې طالبان د درسونو د کیفیت له ښه کولو سره مرسته کوي او په ځینو نورو سیمو کې برعکس، طالب قوماندانان د هلکانو مکتبونه هم نه زغمي. د خیالي مکتبونو په باره کې هم ویل کیږي چې فاسد چارواکي او ځينې طالب قوماندانان په شریکه په غلا بوخت دي.
د اسلام په مبین دین کې د دنیا تر بل هر دین او آیین په علم حاصلولو باندې زیات تاکید شوی دی او د همدې تاکید برکت و چې زر، یولس سوه کاله پخوا، د اسلامي تمدن د اوج په زمانه کې، د دنیا تر بل هر ځای په اسلامي خاورو کې پوهان او عالمان زیات وو. په هغه زمانه کې مونږ نه یوازې په فقه او حقوقو کې د اهل سنت و جماعت د څلور ګونو امامانو په شان نامتو حقوق پوهان لرل، بلکې په نورو علومو کې هم د اسلامي دنیا پوهان د اولې درجې کسان وو. مثلا فارابي او ابن سینا په فلسفه او حکمت کې، ابوریحان او محمد خوارزمي په فزیک او ریاضي کې، یا لږ راوروسته ابن خلدون په اجتماعي علومو کې داسې کسان دي چې د هغوی له ذکره پرته به د علم د تاریخ لیکل نیمګړی وي.
عجبه خو دا ده چې د همداسې دین د پیروي ځینې ادعا کوونکي، له علم سره مخالفت کوي. په نایجریا کې د بوکوحرام ډلې په میلیونو ماشومان چې اکثره یې مسلمانان دي، له تعلیم څخه محروم ساتلي دي. بوکو حرام ډله هم ادعا کوي چې په جهاد بوخته ده. د پاکستان تحریک طالبان یوه بله غیرمتمدنه او وحشي ډله ده چې په قتل او قتال افتخار کوي او دا شیطاني وسوسه ورلویدلې ده چې که د مسلمانانو وینې تویې کړي نو حورې او غیلمان به یې په نصیب شي.
په چارسده کې د باچا خان پوهنتون محصلانو او نورو ژغورل شویو کسانو خبریالانو ته ویلي دي چې ترهه ګرو له یو مخې محصلان وژل او ختمول.
که سوال وشي چې دغه ظالمان ولې داسې کوي؟ ولې په چارسده کې کربلا جوړوي او یا مثلا ولې په جلال اباد کې د قرآن کریم د ختم محفل ته انتحاري وراستوي؟
زما په اند، دې پوښتنې ته ډیر دقیق ځواب په قرآن عظیم الشان کې موندلای شو. الله پاک فرمایي چې :
( أَ فَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْءَانَ أَمْ عَلىَ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا) یعنې: آیا هغوی په قرآن کې تدبر نه کوي او که پر زړونو یې کولپونه لګیدلي دي؟
دغه ډلې چې په افغانستان کې، په سوریه کې، په پاکستان کې، په یمن کې، په نایجریا کې، په سومالیا کې، په عراق کې او له استامبوله رانیولې تر جاکارتا پورې د مسلمانانو د قتل عام مسولیت ورپه غاړه دی، ځانونه مسلمان او بلکې سوچه مسلمانان بولي خو عملونه یې، بې رحمۍ یې او وحشتونه یې ثابتوي چې په قرآن عظیم الشان باندې یې غور نه دی کړی او د زړونو دروازو ته یې کولپونه وراچول شوي دي.