زما یوه خاطره او یو شعر

(اصف بهاند)

اې!
اې!
تا ته وایم!
تا د جگړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې
وازخولی گور به دې لیدلی نه وي
داسې چې ژڼي لا ژوندي وي او گورونه شکول کېږي ورته
موږه ژړلي ورته…»

(مروره مځکه، ۳۵ ام مخ)

د ننگرهار د شینوارو په هسکه مېنه کې قتل عام، د هر با احساسه انسان زړه رېږدوي او د ویر څپې ورباندې راولي. د دې غمیزې او قتل عام د خبر په اورېدو مې سخته نارامي پر وجود راخپره شوه، داسې یې راگیر کړم چې پر ذهن مې توره شپه حاکمه شوه. ناڅاپه خپل یو آزاد شعر راپه یاد شو چې د ۱۳۷۲ کال د اسد په شلمه مې د کابل په چاردهي کې د خپل کلي دهمراد خان د قتل عام، په تېره د خپل یو شل کلن کلیوال (شاه آغا) د وژل کېدو په پاره لیکلی و او په خپله لومړنۍ شعري ټولگه (مروره مځکه) کې مې خپور کړی و. له دې سره مې د دې پېښې جریان په لنډ ډول په خپل یو بل کتاب (لارورکي لارویان) کې لیکلی و.

په ۱۳۷۱ کال کې زموږ د کلي دهمراد خان قتل عام او اوس د شینوارو د هسکې مینې قتل عام ډېر ورته والی سره لري، نو ځکه زه د هسکې مینې د غمجنې پېښې په پار خپل خپور کړی لنډ یادداشت او خپل هغه آزاد شعر دلته بیا خپروم:

د کابل هیڅ ځای مصؤون نه و. ټول کابل د ټوپکیانو په لاس کې یرغمل و. هره کوڅه کې تورې شپیلۍ غږیدې او د ټوپکیانو اتڼونه خرپنده روان وو. هره ورځ څه چې هره شیبه او د سترګو رپ کې د مرګ امکانات وو. ما به هره ورځ له دهبوري نه ده مرادخان ته منډې وهلې چې د پلار په کور کې مې څه پیښ شوي نه وي.

زموږ کلی د ګلبدین جان؟ د حزب اسلامي او د مزاري جان؟ د حزب وحدت تر منځ د برید کرښه وه. کله به دهمراد خان د مزاري جان؟ افرادو تر لاسه کړ او کله به بیا د ګلبدین جان؟ ږیرور پرې را شیوه شول، خواره خواري د دهمرادخانیانو وه.

یوه ورځ چې د حزب اسلامي ږیرورو کلی لاندې کړ، نصیر نومی ځوان خام او بې تجربې زلمی و چې زموږ خپل کلیوال او د ګلبدین جان؟ یو وړوکی قومندان او ټوپکي و، د نورو وحدتیانو د وژلو تر څنګه یې یو تن وحدتي ټوپکوال چې ښايي په کې مشر و، څو ځایه سخت ټپي کړ، بیا يې خپلو افرادو او کلیوالو ته وویل چې څوک مرسته نه شي ورسره کولای. هغه نفر د وینې په ضایع کولو له منځه لاړ. په مقابل کې کله چې بیا وحدتیان برلاسي شول، نصیرخان لاړ په خپله مخه وتښتید، او وحدتیانوپه ځانګړي چنګیزي وحشت هر څه چې له لاسه وشول، ويې کړل او په پای کې یې د نصیرخان سپین سرې مور په لویه لارکې راڅملوله او په خیټه یې خینجتې ورته وهلې.

یوه ورځ د ترخو ورځو مازدیګرو، زه هم په کلي کې وم چې د ګلبدین جان؟ تحفې د سکر شل په وزرونو د چهلستون او ریشخورو له خوا را ورسیدې. پر له پسې راکټونه د دهمرادخان په شاوخوا ولګیدل. زما په مخ کې زموږ د کلي شل کلن ځوان شاه آغا مخامخ په راکټ ولګید، خدای پوهیږي چې وجود یې څو ټوټې شو. د کلي خلکو د ګلبدین جان؟ په لاس د حلال شوي شاه آغا غوښې ټولې کړې او مخامخ یې هدیرې ته یوړې. د دې ځوان د وژل کیدو، د ده د کورنۍ او کلیوالو ګریوان شکولو او بدې ورځې په لیدلوسره ما هغه شیبه په دغو کلماتو او په دغه شعر انځور کړې ده:

تا ته وایم!

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

زه یې خوړلی یمه

زه یې چیچلی یمه

زه په کې تللی او راغلی

په څو ځلې یمه

«په دکن کې پاړونه شته چې مې دم کا

زه خوړلی اژدها تورې بلا یم»

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

تا د غوټیو په عمرو کله نظر کړی دی؟

ستا د ګلانو په ځوانۍ، کله زړه سوی راغلی؟

تا د تندیو لښتو، تاند ځوانیمرګی لیدلی؟

تا د ازغو د ټوکیدو شیبه زغملې کنه؟

ما به جبرو زغملې

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

تا زموږ د کلي ځوانیمرګې ونې

ښکته په ځوړ لیدلې؟

تا زموږ د کلي

د کړکیو

دروازو

سکاره لیدلي کنه؟

زه په کې سوی یمه

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

تا ته وایم!

کله تا!

زموږ د کلي ځوانان

په داشکه باندې سوري لیدلي؟

تا شل کلن بدن غلبیل لیدلی؟

تا د سرو وینو

سل چینې لیدلي؟

*****

تا ته وایم!

ستا سو د کلي نجونې

کله منګي پر اوږه

له خندا ډکه خولګۍ

ګودر ته تللي داسې

چې اوبه نه وي

وینې خاندي ورته

دوی منګی تش راوړي

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

تا د پاخه فصل ریبل په مردکو لیدلي؟

تا د بزګر تڼاکې

د درمندونو

د لوخړو د څپو له پاسه

کله لیدلي داسې

چې د لوګو پر وزرو

هسک ته روان وي

خدای ته عرض کوي

موږه عرضونه کړي

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

وازخولی ګور به دې لیدلی نه وي؟

داسې چې ژڼي لا ژوندي وي او ګورونه شکول کیږي ورته

موږه ژړلي ورته

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

ودان کورونه دې لیدلي کنه؟

داسې چې سترګو رپ نه وروسته

کنډواله جوړه وي

ما یې ګردونو کې شیبې زغملي

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

تا ته وایم!

هوښیار سړی به دې لیدلی نه وي

داسې چې سا ایستلو وروسته لیونی وي روان

ما ته په مخه راغی

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

تا داسې تاندې

ځوانې څانګې

په سپرلو کله لیدلي دي چې

د سپرلي باد یې بیرته وچې کاندي

ما یې په تمه څه عمرونه تیرکړل

*****

اې!

اې!

تا ته وایم!

تا د جګړې تورې بلا دوزخي خوله لیدلې؟

تا داسې ښار لیدلی؟

چې ټول ښاریان یې، رنځوران وي او روغتون نه لري

او،

په جهان کې پاړو نه وي چې یې دم کا

دوی خــوړلي یــوې ږیرې اژدهـا وي

۲۰/۰۵/۱۳۷۱

کابل

دهبوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *