تاند- د هرات د شینډنډ ولسوالي د بازار د پرونۍ چاودنې د تلفاتو شمېر ۷ تنو او د ټپیانو ۲۰ ته ورسېد.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد نن /جمعه/ رسنیو ته وویل چې د دې برید اکثره قربانیان ملکي خلک دي.
ده وویل چې په دې انتحاري برید کې ۲۰ دوکانونه او یو ښوونځی ویجاړ شوي دي.
فرهاد وویل چې ژغورونکو د دوو ښځو مړي له کنډوالو راوایستل او لا هم یو ماشوم او یوه ښځه بې درکه دي.
ګومان کېږي چې مړي به یې تر کنډوالو لاندې وي.
د هرات د والي ویندوی زیاته کړه، دا چاودنه پرون /پنجشنبه/ د ماسپښین په یوه بجه د شینډنډ ولسوالۍ د بازار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې وشوه.