حزب الله جلال ||

دا څو ورځې په دوامداره توګه  په کاناډا کې د افغانستان سفیره آغلې شینکۍ کړوخېله یو شمېر ځانګړیو رسنیزو کړیو په نښه کړې ده. طلوع، یک، هشت صبح او داسې نورې مطبوعاتي کړۍ چې ډېری وخت د ژورنالېزم مقدسه دنده د خپلو فاشیستي او شخصي اغراضو او د خپل خوښ او ناخوښ په پار کاروي، دا وار یې آغلې کړوخېله تر خپل برید لاندې نیولې او د هغې دشخصیت وژنې هڅې کوي. په دې لړ کې مغرضو کړیو آن د ملي ګټو ضد یو شمېر محرم اسناد چې په ملي اسرارو کې شمېرل کیږي هم مطبوعاتي کړل ترڅو خپله شخصي ایجنډا وپالي. مغرضو کړیو د دې دپاره چې د آغلې کړوخیل شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي، دروغ او ناسم معلومات هم خپاره کړي چې هغه بیا دغه کړیو خپاره کړي هم دي. 

ولې د شینکۍ پرضد داسې پراخ تبلیغات کیږي؟

د شینکۍ لویه ګناه دا ده چې دغه تکړه میرمنې هڅه کوله چې د افغانستان په کاناډا کې فلج سفارت په پښو ودروي. په سفارت کې د روان فساد مخه ونیسي. د کاناډا مېشتو افغانانو ترمنځ د افغانستان په ګټه یوه همغږي را جوړه کړي. هغه کارکوونکي چې کاري وړتیا نه لري پرځای یې تکړه کسان راولي. د سفارت مامورین اړ کړي ترڅو خپله دنده په پوره ډول اجرا کړي. 

شینکۍ کړوخېله چې کله کاناډا ته د افغانستان سفارت ته لاړه، نو د سفارت په نوم په ګودام کې ځای پرځای شوه. د افغانستان د سفارت تعمیر هره برخه د زاړه شیانو او ماتو چوکیو د ګودام په بڼه وو. په ټول سفارت کې د سفیر له دفتر پرته بله یوه کوټه د باندنیو میلمنو سره د ناستې دپاره نه درلوده. آغلې سفیرې د خپل تګ سره سم د سفارت تعمیر په بیا رغونې، پاکولو او د سفارت د بڼې د ورکولو په چارو پیل وکړ. هڅه یې وکړه چې په کاناډا کې د ګران هیواد استازې اداره او کور ته د افغانستان د شان او شوکت سره سمه بڼه ور کړي. 

په کاناډا غوندې هېواد کې د افغانستان د سفارت مالي راکړه ورکړه او چارې غیر الکترونیکي او لاس په لاس وې. د پاسپورټ تحویلي، د ویزې فیس او نوره راکړه ورکړه د بانکي سیسټم پرته ترسره کېده. آن د بعضو کارکوونکو معاشونه هم د بانکي سیسټم پرځای لاس په لاس اجرا کېدل. ولې داسې وو؟ ځکه چې لاس په لاس معامله کې فساد کول اسانه دي. لاس په لاس معامله کې کاناډا میشتي کارکونکي له ټکسه خلاصیږي. په غیر آنلاین سیسټم کې د غلا چانس ډېر وي. آغلې کړوخیلې کاناډا ته د رسېدو سره سم د مالي چارو د اصلاح دپاره کار پیل کړ ترڅو مالي سیسټم شفافه شي. د یو چا کاروبار او دکانداري خرابول طبعي ده چې هغوي را پاروي. همدا وه چې د شینکۍ ضد کړۍ په جوړېدو پیل شوې او بیا د دسیسو لړۍ ورسره شروع شوه. 

آغلې شینکۍ باندې تور دې چې نژادي تعصب یې کړی. دا په داسې حال کې ده چې په سفارت کې کاناډا میشتي افغان کارکوونکو ترتیب کې د کړوخېلې د نژاد، یعني پښتون، یو کس د څلورو هزاره ګانو، او پنځه تاجکانو سره په ګډه کار کوي. د نژادي تعصب خبره ځکه را پورته شوې چې آغلې کړوخیلې د یوې هزاره مېرمن (کاناډايي تابعیت هم لري) چې د سفارت سره د قراردادي په توګه یې کار کولو قرارداد نوې نه کړ. دا هغه هزاره مېرمن وه څوک چې یو وار جاوید لودین د کاري بې کفايتۍ له کبله له دندې لرې کړې وه؛ خو بیا وروسته برنا کریمي (هزاره) بیاځلې دندې ته راوستله. د یادونې وړ ده چې یادې مېرمن تردولسم ټولګي پورې زدکړې کړي او کاري وړتیا یې له دې معلومیږي چې یو وار پخوا هم له دندې شړل شوې ده. 

د افغانستان د سفارت وېبسايټ نوي کول او د تازه ساتل هغه بله ګناه وه چې د شینکۍ ضد کړیو د پیاوړي کولو لامل شوه. شینکۍ غوښتل چې د افغانستان د سفارت وېبسايټ نوې کړي چیرته چې په انګریزي، پښتو او دري د افغانستان د سفارت کاري راپورونه او نور اړوند معلومات موجود وي. دا په داسې حال کې وو چې د سفارت په سایټ کې پښتو د نه شتون سره برابره وه. دا چې د وېبسايټ د نوي کېدو سره په سفارت کې مسول ډپلوماټ اړ وو چې د دري ترڅنګ په انګریزي او په پښتو کې هم معلومات ولیکي او سایټ ته یې زیات کړي او دغه کس د یادو دوه ژبو د لیکلو وړتیا نه درلوده، نو د سایټ د نوي کېدو مخه یې نیوله. د کړوخېلې تکراري هڅو ډپلوماټ صیب دې ته اړ کړ چې د سایټ د نوي کولو پرځای باید د سفیرې د لرې کولو په چارو باندې فکر وکړي. د یادونې وړ ده، چې شینکۍ کړوخېلې نور کاري اسناد هم د یوې پرځای په دریو ژبو غوښتنل! 

د افغانستان د سفارت کارکونکو د کار پرځای په سفارت کې د انټرنېټ او کمپیوټر څخه د خپلې تفریح دپاره هم استفاده کوله. د کمپیوټر تر شا ناستو بوختو کارکوونکو څخه آغلې کړوخیل غوښتنه وکړه چې د خپل میز دې دیوال لوري ته کړي ترڅو د کمپيوټر شیشه یې دباندې لوري ته شي. که څه هم دا کار په مدیریتي چوکاټ کې ناسم نه وو خو دا چې ډپلوماټ صاحبانو تفریح په کار بدلیدله نو دا د هغوي د رپارېدنې لامل شو او د دسیسو د جوړلو دپاره انګیزه! 

آغلې کړوخېلې کار غوښت او سفارت کې کار نه کېدو. دا دې لامل شو چې ناکاره خلک لاس سره یو کړي او د کار غوښتونکي پرضد خوځښت پیل کړي. آغلې سفیرې هر کارکوونکي ته د یو اوونيز کاري راپور ورکولو غوښتنه وکړه او د هرې ورځې د بوختیاو د تفصیل وړاندې کول یې ورباندې مکلف کړل. د کار د راپور ورکونې ورځنې فارمټ یې ورته برابر کړ، ترڅو خپله کاري ورځ په ساعتونو وویشي او د هر ساعت د کاري بوختیا راپور پکې ولیکي. د توقع سره سم ډپلوماټان د کار غوښتنې له کبله خپل کار پیل کوي، خو د دفتر کار نه؛ بلکې د آغلې سفیرې پرضد د دسیسې د جوړونې کار. 

د سفارت ټول کارکونکي په کاناډا کې په زدکړو بوخت دي. آن د سفیره صیب مرستیال نادر یما هم د ماسټرۍ پروګرام پیل کړې چې په رسمي ورځو کې د کاري ساعتونو په جریان کې هم پوهنتون ته ځي. دا چې سفيره صیب حاضري اخیستل پیل کړي، دا چې سفیره غیر حاضره خانه قیدوي نو پرضد یې د کارکوونکو را پاڅېدل د حیرانتیا خبره نه ده. سفیره کار غواړي او کار کونکي کار کول نه غواړي. د یادونې وړ ده، چې سفیره په سفارت کې داسې یو کارکوونکی هم لري چې په لوړه سطحه کار کوي او کاناډايي پاسپورټ هم لري. دا چې دغه کارکونکې وېره لري چې د ډپلوماټیکو قوانینو پلي کول به د ده دندې دپاره ګواښ شي، ډپلوماټ ته اسانه برېښي چې  توطیه وکړي.  

اوس راځو هغه مکتوب ته چې پرمټ یې ټوله مطبوعاتي لوبه پیل شوه. بې له شکه چې مکتوب اصل دی، د باندنیو چارو د وزارت بېلابېلې اداري ټاپې یې خوړلي. خو هغو چې د باندنیو چارو د وزارت سره د کار کولو مخینه لري په دې پوهیږي چې دا ډول لیکونه د سفارت او وزارت ترمنځ معمول دي او وخت ناوخت را لیږل کیږي. بله دا چې، دغه مکتوب سفیره د سفارت د کارکوونکو سره په مشوره لیکلې؛ همدغه د سفارت کړۍ چې په وزارت کې خواخوږي او ملګرتیا لري مکتوب مطبوعاتو ته ورکوي. د افغانستان د جزا د قانون له مخه ملي محرم اسناد افشا کول جرم دی  او ارتکاب کوونکي یې باید مجازات شي. خو دلته دغه مکتوب د مطبوعاتو د شخوند مواد جوړیږي. په داسې حال کې چې د ملي محرماتو د افشا کېدو پوښتنه وشي، مطبوعات لګیا دي د یو شخص د شخصیت وژنې هلې ځلې کوي.          

اوس خبره د مطبوعاتو ده چې ولې هغه په دغه قضیه کې طرف واقع شوي او په دوامداره توګه د یوې ښځینه رهبرې شخصیت ته د تاوان رسولو هڅه کوي. د افغانستان د سفارت مرستیال نادر یما چې د دسیسه جوړونکو سرلارې دی، د هشت صبح ورځپاڼې، طلوع، یک تلویزیونونو او داسې نورو رسنیو د یو شمېر مشرانو د ګډې حلقې غړی دی. اړینه به نه وي چې یاده یې کړم؛ چې دغه رسنۍ تل د افغانانو نژادي او قومي بېل والي ته لمن وهي او په دې چاره کې مخینه یې ټولو ته معلومه ده. نو دا چې د خپل ملګري ژغورنه او قومي ویش ته لمن وهل د دوي ګډه اېجنډا ده نو شینکۍ کړوخېله د دوي دپاره ګډ هدف ګرځېدلې ده. د دغه رسنیو یو اړخیز قضاوت، طرف واقع کېدل او د قضیې د یو مهم اړخ نظر د اخیستو پرته راپورنه ورکول د ژورنالېزم د ټولو اصولو خلاف کار دی. 

بله خوا بیا د کړوخېلې پرضد د روانې توطیې په لړ کې د باندنیو چارو د وزارت چوپتیا هم د پوښتنې وړ ده. هغه محرم مکتوب چې د ملي اسرارو په جمع کې راځي له وزارته وتلې او مطبوعاتو ته رسېدلی؛ خو وزارت یې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی. نصیر اندیشه چې د هغه کاري چوکاټ څخه ملي اسرار وتلي له هغه هیڅوک پوښتنه نه کوي چې د دې کار پړه پرچا ده! 

دا چې شینکۍ کړوخېله د افغانستان یوه له ویاړلو ښځینه مشرانو څخه ده او بل دا چې د افغانستان په کاناډا کې شان او شوکت د بیا را ژوندي کولو د هڅو په لړ کې د دسیسې ښکار ده، هر ریښتونې افغان دنده لري چې له دې ویاړلې مشرې ملاتړ وکړي. د شینکۍ ملاتړ د هر هغه افغان ملاتړ  دی چې غواړي افغان او افغانستان دپاره خدمت وکړي. 

د  یادونې وړ ده چې رسنۍ هم باید د خپل حیثیت څخه دفاع وکړي. د طلوع، یک، هشت صبح (د تعصب او کرکې خپرولو مافیا) او ورته نورو رسنیو یو اړخیز قضاوتونو او موضوع سره تعصبي چلند د افغانستان د ټولو رسنیو حیثیت ته تاوان رسولی دی. که موضوعګانو سره دا ډول تعصبي چلند وشي نو افغانان به په رسنیو باندې خپل باور وبایلي؛ چې دا به د افغانستان د رسنیو دپاره لوې زیان وي. د دې دپاره چې رسنیو د خپل حیثیت څخه دفاع کړې وي باید د مغرضو رسنیو یو اړخیز قضاوت پرضد ګډ دریځ ونیسي. 

حکومت هم اړ دی چې د موضوع په اړه بې طرفه څېړنه وکړي چې پیل یې باید د ملي اسرارو مطبوعاتو ته د رسیدو له قضیې څخه وکړي. که حکومت د افغانستان په کاناډا کې د سفارت د مکتوب پوښتنه ونکړي نو خلک به په حکومت خپل باور وبایلي. 

د شینکۍ دفاع د یوې مېرمنې، د یوې سیاستوالې، د یوې پښتنې، د یوې افغانې دفاع نه ده؛ بلکې په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو دفاع ده، په افغانستان کې د کاري چوکاټ او کاري اخلاقو د ترویج دفاع ده. همدا راز دا هلې ځلې په افغانستان کې د پردي پالو رسنیو ضد یو پاڅون دی، د هغوی پر ضد د ګډې را ټولیدنې منډه ده.

One thought on “د شینکۍ کړوخېلې د شخصیت وژنه او د مغرضه رسنیو تعصب  ”
  1. وایی چی د ړنذو په کتار کی یو سترګې هم باچادی شینکۍ سره ددی چې دبلما تیکه تجربه او پوهه نه لری لکه څنګه چې فکر کیړی سفارت دهغی لپا ره په سیا سی لحاظ مشکل کار دی په دی لیکنه کې چی کومو
    تکو ته ګوته نیول شوې سم د ی خو ځینې یی دیوه متدین ،عالم، سیاست پوه او دپلومات کارونه دی
    بلکې د یوه خا نه سا مان معتمد او باشی کار دی
    یوه پوه دپلومات ته د طلوع ، یک، خبر صبح و شام وسحر کوم ارزښت نه لری دا سمه ده چی شینکی د ګود پارلمان له کړکیوکله ناکله په مر کو کی برخه اخیستی او ډیر شوق یی هم لری خو دا بیا جلا بحث دی زه باور لرم چې شینکی هسې دد غو کاسو او کپړیو په نا اګا ها نه تور ښکارشوې ده په مجموع کی اوبه له پاسه راخړیدی هغه دا چی ماشوم صلا ح الدین د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ستره بی کفایتی او بغاوت ښیی
    د ششینکې لپاره ډیر نور کارونه هم شته چی ددی شخصیت په کی تامین شویوای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *