د چين د شین جین د چين او افغانستان تر منځ په سرحدی سيمه کې پ روت دی او  د واخان دهليز هم د شین جین څخه د افغانستان بدخشان ولايت ته رسيږي.

له دغې سیمې څخه رسنیو ته وخت ناوخت  د مسلمانو اويغورانو او هان چينايانو ترمنځ د  تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول کیږي.

همداشان  د شین جین اقتصاد او امنيت ټول له افغانستان سره مستقیماً  اړيکې لري ، یعني که دغه سیمه نا امنه وي ، کیدای شي افغانستان ته یې هم زیان ورسیږي.

او که چیري یې امنیت او  اقتصاد ښه وي ، نو مستقیماً یې په افغانانو هم اثر کیدای شي، ځکه په شین جین کې  زيات افغان سوداګران شته ، چې د کابل او د شین جین مرکز   وروموچي    ترمنځ په سوداګریزو فعالیتونو بوخت دي، نو ددوی په کارونو زیات اثر کولی شي، چې اغیز یې ترنورو افغانانو هم رسیدای شي.

د اکتوبر لومړۍ نیټه د چين د ولسي جمهوريت  او هم د شین جین د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د کلیزې له ورځې سره برابره ده.

د چين په شین جین خپلواکمنه سيمه کې اوسيدونکي اکثريت ايغوري مسلمانان دي، چې د دغې سيمې وګړيو شاوخوا ۴۵٪ سلنه جوړوي او ددوی ژبه ترکي ریښې لري.

په دې وروستیو کې د  شین جین سیمې ته د چین حکومت پاملرنه ډیره شوې او  دغې سیمې سره د مرستو تګلارې یې برابرې کړې دي  ، چې د وریښمو لارې بیاجوړول او فعالول یې ښه بیلګه کیدای شي .

د ورېښمو نوې لاره  ددې سیمې د پرمختګ لپاره یوه ښه ذریعه ده، ځکه د ورېښمو لاره  منځنۍ اسیا له اروپا سره نښلولی شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *