د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي پلازمېنې کابل ته د خپل یو ورځېني غیر رسمي سفر په ترڅ کې له فرصت څخه په ګټې اخېستنې د متحده عربي اماراتو له سفیر سره ځانګړې لیدنه کړې ده .
پدغه لیدنه کې ښاغلي حبیبي د اماراتو له سفیر څخه غوښتنه کړي ، چې د شېخ زاید پوهنتون سره د پلان شویو مرستو په رڼا کې د ترتیب شویو پروګرامونو چارې دې ګړندۍ شي او ترڅنګ دې په خوست کې د ولایتي ادارې سره د دیني مدرسو او جوماتونو په جوړولو او تقویه کې ځانګړي مرسته وکړي .
د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې ژمن دی چې د شېخ زاید پوهنتون سره تر (۳۰) مېلونه امریکایي ډالرو پورې مرسته وکړي ،ترڅو شېخ زاید پوهنتون د افغانستان په کچه په لومړۍ درجه پیاوړي علمي او اکاډومیک مرکز بدل شي .
سفیر زیاته کړي ده چې دوی پلان لري چې د سږ کال په ګډون په راتلونکو دریو کالونو کې یوازې د شېخ زاید پوهنتون په کادري روغتون باندې (۱۵) مېلیونه امریکايي ډالره مصرف کړي ترڅو خوست له داسې روغتیایي او کادري روغتون څخه برخمن شي چې د اوسني عصر په ټولو اړینو وسایلو ،وسایطو او تجهیزاتو سمبال وي .
نوموړي له خوست والي سره ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په خپله خوست ولایت ته سفر کوي او هلته به د پوهنتون لپاره د پلان شویو پروګرامونو سره سم د جوړونې او رغونې عملي چارې پیلوي .
دخوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر