د ننګرهار امنیه قومنداني

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ د عملیاتو په تړاو، چې درویشت پولیس پکې ووژل شول، د ننګرهار د امنیتي چارواکي د تحقیقاتو لپاره قضايي اورګانونو ته معرفي کړل.

د کورنیو چارو وزیر یو پلاوی ګومارلی و چې د عملیاتو په اړه دقیق او کره تحقیقات وکړي. د پلاوي په څېړنو کې ویل شوي چې عملیات مسلکي تاکتیکونو ته له پامه پرته اجرا شوي.

د پلاوي په تحقیقاتو کې دا هم ویل شوي چې دا عملیات بې له دې چې د سیمې په اړه کافي مالومات ترلاسه شي او بې له دې چې د جګړې د پېښېدو د احتمالي عواقبو په باب ارزونه وشي، شوي دي.

په همدې خاطر د کورنیو چارو وزیر پرېکړه کړې چې د ننګرهار د پولیسو له مشرتابه څخه پوښتنې وشي او د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره امنیه قومندان قضايي اورګانونو ته معرفي کړي.

د راپورونو له مخې د شېرزادو پېښه وروسته له دې وشوه چې پولیس په یوه لېري سیمه کې د یوه قومي مشر ملک وردک د ژغورلو له عملیاتو بېرته خپل ځای ته ګرځېدل چې د طالبانو له غلچکي برید سره مخامخ شول. د نوموړي کور طالبانو محاصره کړی و.

چارواکي وايي چې ۲۳ پولیس او تر اویا زیات طالبان ووژل شول خو طالبان خپل تلفات لږ او د پولیسو زیات ښيي.

راپورونه وايي چې قومي مشر ملک وردک، چې دامنیتي ځواکونو له خوا په پیل کې وژغورل شو، وروسته طالبانو د کورنۍ له غړیو(ښځو او زامنو) سره وواژه.

کرزي د جلال اباد د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جلال اباد د وروستي تروریستي برید د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره د ټېلفون له لارې خبرې وکړې.

د جلال اباد په وروستۍ ځانمرګي حمله کې، چې د هند پر کونسلګرۍ شوې وه خو د افغان پولیسو له لوري ناکامه شوه، د اتو ماشومانو په شمول ۹ تنه ملکیان ووژل شول.

د کرزي دفتر پرون وویل چې حامد کرزي یوه قومي مشر فضل رحیم ته هم ټېلفون وکړ چې په پېښه کې یې د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

کرزي پر پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د قربانیانو له خپلوانو سره به ضروري مرسته وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوط خبرپاڼه کې ویل شوي:«

همدا راز حامدکرزي د هغه جومات له ملا امام حاجي محمد سعید سره هم ټلیفوني خبرې وکړې چې په دغه تروریستي برید کې ورته زیان رسیدلی دی او تنکي طالب العلمان یې شهیدان شوي دي.

د هېواد جمهوررئیس، حاجي محمد سعید ته وویل که څه هم د هند سفارت د دغه جومات د ترمیم ژمنه کړې ده خو پر دې سربیره به  د افغانستان حکومت د دغه جومات د بیا جوړولو او ترمیم لپاره په اقدام لاس پورې کړي.»

پرون د هند سفیر د دې پېښې د قربانیانو له خپلوانو او ټپیانو سره د لکونو افغانیو په ارزښت مرستې اعلان کړې او هغو پولیسو ته یې هم نغدي جایزې ورکړې چې ځانمرګی یې مخکې تر دې چې کونسلګرۍ ته ننوځي وواژه.

طالبانو ویلي چې په دې برید کې دوی لاس نه درلود.

One thought on “د شېرزادو د پېښې په تړاو د ننګرهار له امنیتي چارواکو تحقیقات کېږي”
  1. د دغه پردي هندو بلا دې پرتا شي چې له بل هر چارواکي مخکې یې د قربانیانو پوښتنه او مرسته وکړه، خو تا ولسمشر!!!؟؟؟ د قم د شیطان په واده کې لسټوني غورځول!!!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *