تاند- د ګل اغا شېرزي د انتخاباتي ټیم غړي له عبدالله عبدالله سره د خپل مشر پر یوځای کطدو په غوسه دي او وايي چې شېرزی د اسحق ګیلاني تر اغېز لاندې د پیسو او د چوکۍ د هوايي ژمنې په خاطر عبدالله عبدالله ته واوښت.
د یکشنبې په ورځ په ننګرهار کې د ګل اغا شېرزي د کمپاین ولایتي مشر او ملګرو اعلان وکړ چې د شېرزي پر پرېکړه اعتراض لري او له اشرف غني احمدزي سره یوځای کېږي.
پرون/ دوشنبه/ د ښاغلي شېرزي د ګڼو نورو ولایتونو د انتخاباتي کمپاین ملګري او مشران اه اشرف غني احمدزي سره یوځای شول.
په بغلان، کندز، تخار، پروان ، پکتیا، میدان وردګ، پروان هلمند، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د ولسمشرۍ د کاندید ګل آغا شېرزي ولایتي ټیمونو د کابل د شهر نو په ستاره هوټل کې په یوه غونډه کې د ډاکتر غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم ملاتړ اعلان کړ.
په دې غونډه کې د قوماندان عبدالرحمان، انجنیر عبدالکریم، حاجي عبدالحق، حاجي حمیدالله، حاجي هاشم صاحبزاده، نورمحمد، امیرحاصب، حاجي غوث محمد، صوفي صاحب کریم، ارباب عمر ډاکټر کټوازی، انجنر غلام محمد وفادار، محمدسلیم نوري، قدرت الله چابک، کاتب احمد احمدي، احمدالله نوري، حاجي سلمان خان، حاجي حمیدالله، حاجي حزب الله، حاجي امیر، حاجي نیک محمد، او قوماندان غوث الدین په ګډون د دې ټیمونو مشرانو برخه اخیستې وه چې د تحول او تداوم د ټیم د استازیو انجنیر محمد کریم متین، او ښاغلي ګلاب منګل لخوا ورته تود هرکلی وویل شو.
د ښاغلي شېرزي د ټیم ځینو غړیو په خصوي ډول وویل چې شېرزی د اسحق ګیلاني تر تاثیر لاندې او د پیسو او چوکۍ په لالچ کې له عبدالله سره یوځای شوی دی. دوی ادعا کوله چې عبدالله عبدالله اسحق ګیلاني په غیراخلاقي کارونو کې له یوم بل سره نژدې اړیکې او انډیوالي لري.
دا جه كلاغا شيرزى نن عبدالله سره يوزى كيزى، او بيا د هغه د كمباين مشران او تالي ستي د اشرف غني سخه ملاتر كوى دوي ته د شيرزى سابقه او نور اعمال نه وه معلوم جه اوس ددوى عقل كار شروع كرو او د اشرف غني ملاتر يي اعلان كرو. ولي داكار يي مخكى نه كولو، خو اصلي خبره داده جه دغه تول د بيسو او وظيفو تكى دى د هر جانه جه سه بوديزى د هغه دول ته به كديزى،