١- د يوې ټولنې تر ټولو وېروونكى انحطاط، خرافات او د خلكو ناپوهي ده.
٢- هغه څه چې په انسان كې پټ دي، يوازې په تياره كې ورته ځلېږي.
٣- تر ټولو ستونزمن كار دا دى، چې څوك حقيقت څرنگه چې دى، هسې بيان كړي.
٤- زه يوازې له خپل سيوري سره كولى شم په ښه توگه خبرې وكړم.
٥- هر څوك د خپلو افكارو پر بنسټ د نورو په هكله قضاوت كوي.
٦- د روح جوهر، اراده او فكر دى.
٧- دا دليل نه شي كېداى چې هر څوك پيسې لري، هوښ (پوهه) هم لري.
٨- د انسان ژبه لكه خپل ځان يې نېمگړې او بې وسې ده.
٩- مينه لكه يو غږ، يوه زړه راښكونكې او جادوگره نغمه ده.
١٠- زما پوهه تر همدې ځايه را ورسېده چې پوه شوم، ناپوه يم.
١١- د هر نسل ځانگړنه دا ده چې د خپل تېر نسل تجربې هېروي.
١٢- ظالم تل د خپلو ناوړو كړنو لپاره ښې بهانې جوړوي.
١٣- كه په دنيا كې ورته والى او ابتذال شته؛ په هنر كې نشته.
١٤- هېڅ دليل ډارن او ناپوه انسان نه شي قانع كولى.
١٥- زما سيورى دى چې ما خبرو كولو ته هڅوي، يوازې هغه كولى شي ما وپېژني.
١٦- كه ژوند نه تېرېداى، څومره به تريخ او ډاروونكى و.
١٧- هر كله چې انسان له دروغو خوښيو او بې گټو شيانو ځان لېرې كړي؛ پوه به شي چې تر ټولو خوښ ژوند طبيعت هغه ته وركوي.
١٨- يو څه داسې وي چې بل پرې نه شې پوهولى او نه يې ورته ويلى شې؛ كه يې ووايې مسخره كوي دې.
١٩- كه څوك تمدن غواړي بايد وحشت او بې شرفي هېر كړي.
٢٠- كه بشر د څارويو وژل ودروي، د انسان وژل به هم ودرېږي.