ځيني خلګ دا فکر کوي چې د روژې مياشت د جزا مياشت ده فقط د اخرت گټه پکښي ويني خو داسي نه ده روژه د اخرت پرگټو سربيره بي شميره اجتماعي او د صحت گټي لري زه يي دلته دصحت گټي درته بيانوم د اخرت او اجتماعي گټو بيانول يي ملايانو او علماو ته پريږدم .
د روژي مياشت دانسان د وجود لپاره داسي معني لري لکه يوماشين چې 24 ساعته وچلوي په اخير کي ګرم شي او يو وقفي ته ضروت پيداکړي که وقفه ورنکړي کارنکوي که يي وکړي هم د پوره مکمل کار طمع تري نه وي.
د انسان بدن هم داسي ديو ماشين غوندي دشپي او د ورځي 24 ساعته دانسان په خدمت کي وي انسان چه په مياشتو مياشتو څومره خوراک اوڅښاک وکړي بيا هم دانسان دوجود غړي نه ستړي کيږي خو بیا هم استراحت ته ضرورت لری، همدغه دروژي مبارکه مياشت د وجود لپاره داستراحت مياشت ده , روژه دوجودپر هرغړي جلا جلا مثبت تاثيرات لري چې په لاندي ډول دي.
دوزن کموالي : په روژه کي انسان وز کميږي په وجود کي دمياشتو مياشتو ذخيره شوي غوړين مواد په مصرف رسيږي د وزن کموالي او د چربي ورکول دزړه د ناروغي ، دشکری ناروغی او د وینی دفشار په مخنيوي کي ډير اغيز ناکه رول لري .
دانسولين هرمون پياوړتيا : د روژي په مبارکه مياشت دويني دشکري لپاره انسولين هرمون پياوړي وي د شکري په کنترول او توازن کي ډير اغيزناکه وي .
دعمر اوږدوالي: دعمر اوږدوالي او لنډوالي دالله تعالي په لاس کي دي خو ځينو څيړونو ښودلي ده چې روژه دعمر داوږد والي سبب کرځي ، دعمر په لنډيدو کي مهم عامل د وجود د ميتابوليزم سست والي او کرار والي دي خو په روژه کی د وجود متيابوليزم کړندي وي چه دعمر داوږ والي سبب ګرځي.
روژه د لوږي په مقابل کي مقاوت زياتوي: دلوږي سره مقابله د وجود هرمونوته ددي توان ورکوي چه په ښه ډول کار وکړي همدارنګه ځيني خلګ دخوراک ډير ليواله وی هرشي چه په مخه ورشي مخ نه تري اړه وي خوری يي روژه ددي عادت په ورکولوکي ورسره کمک کوي
روژه دخوراک عادتونه منظم کوي : ځيني خلګ د ورځي په اوږدوکي رقم رقم او پريمانه خوراکونه کوی روژه ددي عادتو په ورکولوکي ډير کمک کوي .
روژه دعصابو فعاليتونه پياوړي کوي: روژه دعصابو په سيستم کي دنوي حجرو په تشکيل او وده کي مهم رول لوبوي همدارنګه دځيني عصبي ناروغي په مخنيوي کي لکه الزايمر او پارکين سون ناروغي ډير اغيز ناکه ده.
روژه دجود دکنترول سيستم قوي کوي: روژه دانساوجود په فزيکي او ذهني ډول ژوندي او فعال ساتي .
پوستکي پاک ساتي او دپوستکي داني ورکوي : په روژه کي ينه (جګر) او پښتورګي (ګردوکي,بډودي) د زهري اومضرموادو څخه پاکيږي دينه او پښتورګي دزهری توکو چخه پاکوالي دپوستکي په ښه تلوکي مهم رول لري.
متيابوليزم : روژه دانسان دوجود متيابوليزم کړندي کوي دانسان عضمي سيستم ته لکه معد ، لوي او وړي کلمو ته استراحت ورکوي اخيستل شوي انرژي او کالوري استعمال په سالم شکل صورت نيسي همدارنګه روژه دهغه خلګو لپاره چه دځيني غذاګانو په مقابل کي یی معده او کلمي حساس وي په نس کي يي باد ږغونه او کډوډي ورپيداکوي ډيره گټوره ده.
روژه دانسان دفاعي سييتم قوي کوي: روژه دانسان دوجود دفاعي سيستم قوي کوي په روژه کي دفاعي سيستم په وجود کي زړي او دفعاليت څخه لويدلي حجري دمنځه وړي او نوي تازه حجري منځته راځي همدارنګه دکنسر دحجرو دپخش کيدو سرعت راکموي.
روژه دانسان پر روحياتو او معنوياتو ډير مثبت تاثير لري : په يوشتمه پيړي کي الماني ډير مشهور رواني ډاکتر ( Dr.otto Buchinger ) ويلي دي چه روژل نيول بي عملياته تر ټولو بيولوژيکی د تداوي ميتود دي دا په دي معني چه ځيني ناروغي د روژي په نيولو سره شفاع پيداکړي .
روژه دانسان څخه ځيني عادتونه ورک يا کموي : ځيني خلګ د ورځي په اوږدوکي تر حد زيات سګريټ څکوي ، نصوار کوي، چلم څکوي ، خطرناک نشه يي توکي استعمال کوي لکه چرس ، تارياک ، روين ، الکول چه ذکر شوي شيان دانسان دصحت لپاره ډير ضررناکه دي، د روژي په مبارکي مياشت کي د روژي په نيولو سره يي مقدار راکمږي او ځيني خلګ بيا کوښښ کوي ترک يي کړي او ځان ځيني خلاص کړي . مننه