تاند- د صدام حسین پخواني مرستیال عزت ابراهیم، او په نایجریا کې د بوکوحرام مشر ابوبکر شکاو په جلا جلا ویدیويي پیغامونو کې د داعش ملاتړ اعلان کړی دی.

د عراق د پخواني دولتمشر صدام حسین مرستیال دوه اویا کلن عزت ابراهیم الدوري په یوه ویدیو کې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) د ډلې ملاتړ وکړ. الدوري له ۲۰۰۳ څخه، چې د صدام حسین حکومت د امریکايي پوځ له لوري پرزول شوی، پټ دی.

د صدام حسین په شمول د نوموړي د حکومت اکثره چارواکي د عراق د حکومت له لوري اعدام شوي دي.

له بلې خوا د بوکوحرام د افراطي ډلې مشر ابوبکر شکاو د داعش مشر ابوبکر بغدادي ته، چې ځان یې د ټولو مسلمانانو خلیفه اعلان کړی دی، دعاوې کړي دي.

د بوکو حرام د بدوي ډلې مشر
د بوکو حرام د بدوي ډلې مشر

فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې د بوکرام د ډلې د مشر ویدیو یې ترلاسه کړې ده. په دې ویدیو کې د داعش د ډلې مشر د القاعده مشر ایمن الظواهري، د طالبانو مشر ملا عمر او د داعش مشر ابوبکر بغدادي ته دعاوې کوي او وايي:خدای دې تاسو وساتي.»

ویل کېږي چې د صدام حسین په مشرۍ د عراق د پرزول شوي رژیم غړي د عراق د واکمن متعصب رژیم د ناوړه اقداماتو له کبله اړ شوي چې د بغدادي ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *