عصمت الله زهیر پښین

د پاکستان دبهرنیو او کورنیو پالیسوو عمومي او اساسي کنترول د زورور اسټبلشمنټ (نظامي اواستخباراتي ځواک) په لاسونو کي پاته سوی دی چي دننه یوه پریکړه خلګو ته دتصویر بل تاریک اړخ روښانوي :

زموږ د بدقسمتۍ د اوو مذهبي ډلو ملتیا دپاکستان زورور اسټبلشمنټ دومره بدمست کړو چي افغانستان یې دپاکستان پنځم ایالت ونومولو هم  جنرل ضیاالحق ورته  علحیده بودجه وټاکله ، وروسته بېنظیربهټو او نوازشریف د افغانستان په اړه روانه پالیسي هم هغسي روانه وساتله څه ډول چي اسټبلشمنټ غوښتولو :

بېنظیربهټو یوجمهوري او سیاسي لبرل مبارزه میرمن وه لاکن خپل د داخله چارو وزیر نصیرالله بابر(۱۹۹۷ ء) په سیاسي توګه تېرایستله اوبېنظیربهټو طالبان ورسره دیوسیاسي  قوت په توګه ومنل هم وروسته بېنظیربهټو خپله دا سیاسي تېروتنه ومنله هم :

لاکن زورور اسټبلشمنټ خو نوازشریف دوه ګامه نورهم په وړاندي وخوځولو دافغانستان زړې اوسپني (سکریپ) یې د پنجاب دتړولو فابریکو دبیا چالانیدو ضمانت ونومولو :

د۱۱/۹ دپیښي وروسته چي پاکستان دCIA دجدي ګواښونو سره مخ سو دبلیک واټر دعسکرو فعالیتونو (داخل اسلام اباد او په کوټه کي ) او د ډرون الوتکو یې دعقل پردې لوڅي کړې او دلال مسجد اسلام اباد ، اکبربګټي وژني یې د ریاست ریښې ورونښتېځلې هم افغانستان ته دټوپکسلارانو او دکرایې د وژونکو په لیږدولو او محفوظه ځایونوکي دبیرته خوندي کولو ډلي تهم نسوې څه کراري او څه کمبوت یې راوړی :

دپاکستاني پوځ د ډېرښت او چاغوالي او د اړتیا راز د واګا په باډر پوري مربوط دی ،دخونده ډکه خبره دا ده د دواړو غاړو تجاراتي ،کلتوري او ادبي روابط یې دمعمول پشان روان وي لاکن دواړه غاړي خپل،خپل  پوځونه په ټک او ټوک مصروف ساتل غواړي :

هم دا د پاکستاني اسټبلشمنټ لویه بدبختي ده د افغانستان او خالصتان وروسته اورپکي ډلي په کشمیرکي هم روزلې هم یې په افغانستان کي دغه ډلي په ورانکاریو او جنایتونو  ګمارلې ، اوس چي دپاکستان هیڅ یو ښار او خودي دپوځ جنرل هیډکواټرGHQ محفوظ پاته نسو ،زندانونه مات او د اورپکو خطرناک بندیان یې ټول ازاد کړل :

منطقي خبره ده یوکس ټول اسلام اباد ترپنځو ساعتو محاصره ساتلی سي دا که لس ځانمرګي داخل سو نو بیا ؟

تر دې وړاندي داسامه په پېښه کي په ابیټ اباد عملیاتو کي ټول دناڅښلو بنګو په نشه بیده پاته سو ، مسولیت یې دیوه او بل پرغاړه ور اړولو ،پاکستان ته تر بهرني خطرونو او لاسوهنو داخلي خطرونو او ستونځوته په جدي توګه پاملرنه په کارده :

دپاکستان اصل مشکل په افغانستان کي دهند شتوالی د بیا رغوني او نورو اقتصادي همکاریو کي دهند دافغانستان سره شرکتداري ده ،پاکستان او افغانستان هغه ډول لرغوني روابط ،ښې خاطرې

اورشتې نلري لکه څه ډول چي دهند او افغانستان ترمنځ اړیکي دتاریخ په اوږدو کي وینو ، بل مهم ټکی د بین الملل په اسمبلۍ کي دظاهرشاه له لوري دپاکستان په حق کی دقرارداد مخالفت دپنجابي اسټبلشمنټ په زړه کي غچ پاته دی او په افغانستان کي لاسوهني خپلو ناولو ګټو ته دنورو زیانونو درسېدو له ډاره کوي ،کوم توپک چي یې دافغانانو د وژولو لپاره ورته ورکړی و، دهغه توپک خوله یې اوس د دوی  ټټر ته واړوله ، پښتانه متل کوي :

                                              ( توره توپکه مه دي مخ سه مه دي شاسه )

اوس پاکستانی اسټبلشمنټ په دې پوهیږي اوسنی افغانستان رښتیا هم ازغنه ګوله ده هم یې دفاعي اوعسکري قوت دجګړې اومقابلې صلاحیت لاس ته راوړی دی :

دا اوس صدرکرزی چي سبا داسلام اباد په سفر را رسیږي هرڅه بدل دي که نه دي بدل نو د اسټبلشمنټ پنجابي ذهنیت لرونکو ذهنونه بدل نه دي ،سیاسي ،جمهوري حکومت هم پارلیمان کورته چي وغواړي هغه مهال یې استولی سي لاکن دحامدکرزي لپاره دا طلایي چانس دی چي دکوټي دشورا فعالیتونو د شنډولو په کلکه له اسلام اباده څخه غوښتنه وکړي هم دسپین بولدک او طورخم دلاري دتجارت ، ټرانسپورټ او د دواړو غاړو دتګ راتګ اسانتیاوي جوړي کړي ځکه تردې وړاندي محترم کرزي په دې اړه دجنرل مشرف سره خبري هم سوي وې :

امکان نلري چي دصدرحامدکرزي داسلام اباد په دې سفرکي دي  د ډیورنډ کرښي موضوع په ایجنډا کي شامله ولري ، دپنجابي اسټبلشمنټ به دې موضوع سره دلچسپي یقیناً وي خو د ډیورنډ کرښه په تاریخي اعتبار کوم منل سوی حثیت نلري ، دا د یو قوم د ویشولو استعماري دسیسه غېرانساني مشکوک تاریخي عمل و، چي په زور جبر او ناروا چلند یې غېرمنطقي انجام ته ورسولو :

غالب ګمان دی چي زیاتي خبري به په اقتصادي چارو او دترهګرۍ په اړه وسي ،په ضمن کي به دیوه اوبل هیواد ترمنځ داعتماد فضا رامنځ ته کولو باندي ټینګار وسي هم د ۲۰۱۴ ء وروسته حالاتو باندي به خبري وچورلي :

صدرکرزی په افغانستان کي په ورانکاریو اوتخریبي فعالیتونو تورنو خلګو پاکستان ته یو اوږد لیسټ وړاندي کولی سي هم دعکس العمل په توګه پاکستانیان دکونړ له لوري دتوغندیو دویشتولو پېښه تکرارولی سي لاکن د داسي پېښو تکرار او یادونه به ونسي ځکه چي دصدرکرزي او نوازشریف په دې ملاقات کي دیوپښتون ملت پال ګوند مشر اساسي رول لوبولی دی نوځکه دا ملاقات د ورورولۍ او خپلوۍ په فضا او میلمستیا کي در ،سره کیږي او د دې ملاقات نتیجه به زیاته مثبت اغیز وښندي .

2 thoughts on “د صدر کرزي د اسلام اباد سفر به مثبت اغېز وښندي / عصمت الله زهیر”
  1. د مارانو سره دوستی اخر په مرګ تمامیږی دا تماسونه هیڅ فایده افعان اولس ته نلری ځکه دی خلکو زمونږ د وطن اردو او ټول بنیادی زیربیناوی د منځه وړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *