ښاغلی نعمت الله صدیقي که د عمر په لحاظ سره بیخي تنکی زلمی دږی؛ خو د ده فکر او پوهه د پختګۍ په بریدونو اوریدلی ده، همدغه علت دی، چې هغه کله هم د معیار د پولې څخه نه دی راښکته شوی، د معیاري ادب مطالعه یې تر ټولو محبوبه مشغله ده، هغه که شعر لیکي که نثر؛ خو په دواړو کې د مقدار په ځای معیار ته ترجیح ورکوي، چې اندازه یې موږ د هغه د لیکلو شویو مقالو او مضمونونو څخه لګولی شو کوم چې وخت په وخت د مختلفو مطبوعاتو او وېب پاڼو له لارې خپريږي، د ده زیات رجحان د تنقید په طرف دی، ورسره د معیاری تخلیق او عصري غوښتنو طرف ته هم پاملرنه کوي، د ده دغه چاپ شوی تنقيدي کتاب د لوستونکیو لپاره د ډېرې فايدې او استفادې وړګرځېدلی شي ځکه نو ارزښت یې هم زیات دی؛ البته تروسه د دې مضامینو څخه یوازې هغو خلکو په اسانۍ سره استفاده کولی شوه کوم چې د مطبوعاتو او ویب پاڼو سره مربوط وو او خاص وعام ترې په آسانۍ سره ګټه نه شوه پورته کولی؛ نوځکه دغه لیکونه د دې متقاضي وو، چې په یو ځانګړي کتابی بڼه چاپ شي او شاید ښاغلي صدیقي هم دغه غوښتنه په پام کې نیولې ده، چې خپل خواره واره لیکونه یې راغونډ کړل او د ادب تنقید او تیوري په نوم یې په ۱۳۹۵ لمریز چې د ۲۰۱۶ میلادی کال سره سمون خوري چاپ کړل، کتاب مضبوط جلد زړه راکښونکي پښتۍ درمیانه کاغذ او۱۷۵ مخونه لري. د کتاب خپرندویه ادارې لخوا د یولسوو په شمیر کې چاپ کړی دی، چې تړون یې د استاد اجمل ښکلي او ښاغلي قېصراپرېدي په نومونو شوی دی، سریزه پرې ښاغلي فیصل فاران لیکلې ده، چې د هغې د لوستلو نه معلومېږي، چې کتاب یې ټکي په ټکي لوستی دی او ښه بېباکه او بې مخه مروته سرېزه یې پرې لیکلې ده، چې د لیکوال د هر لیک تفصیلي او تنقیدي جاج یې اخیستی دی، په شاپاڼه ( بیک ټائټل) یې د استاد محمد آصف صمیم ارزښتناک لیک دی، چې ورسره د کتاب اهمیت او افادیت نور هم سوا شوی دی، یو څو خبرې د لیکوال خپل تاثرات دي، چې د خپلو لیکنو او د دې کتاب په اړه یې خپل احساسات د لوستونکیو سره شریک کړي دي.
د دې کتاب اهمیت د مضامینو له فهرست معلوميږي چې ښاغلي صدیقي څومره مهمو موضوعاتو باندې لیکل کړي دي او کماحقه هو هر لیک سره یې انصاف کړی دی، که یو طرف یې په دغو موضوعاتو او اصنافو تفصیلي لیک کړی دی؛ نو ورسره سم یې نورو لیکوالو ته هم لاره ښوولې ده او بلنه یې ورکړې ده، چې هغوی هم په دغو موضوعاتو لیکل او پښتو ادب ته د نثر په میدان کې په زړه پورې کار وکړي ځکه چې په نثري پانګه کې پښتو ادب اوس هم د دېر کموت سره مخ ده، په تیره بیا د تحقیق او تنقید په حواله خو دغه اړخ بیخي خالي محسوسیږي که څه هم د ګوتو په شمیر یو څو نقادانو لږوډېر کوښښ هم کړی دی، چې د نقد له لارې خپله ژبه غني کړي او په ادب کې د نقد رواج عام کړي، دغسې به پښتو ادب نور هم پرمختګ وکړي؛ خو متاسفانه دومره کار تراوسه پورې چا هم ونه کړو، څومره چې ضرورت دی؛ خو د دې مطلب دا هم نه دی، چې ګني په پښتو ادب کې د نقد برخه نشته دی یا هم نقادان نه لري، د خوښۍ مقام دی، چې د ښاغلي صدیقي غوندې یو شمیر زلمي دغه کمۍ محسوسوي او د پوره کولو لپاره یې د کره کتنې او څیړنې په کار بوخت دي، چې وخت په وخت یې د کره کتنې مختلف لیکونه مخې ته راځي او لوستونکي ترې استفاده کوي.د ملګري صدیقي په څېر یو شمیر نور زلمي هم دي، چې پدې میدان کې په زړه پورې کار کوي او دغسې د دوی دغه عمل تخلیقي او تنقیدی اثار پښتو ژبې او ادب ته خورا زیاتې ګټې ورسوي؛ خو په دغو ټولو کې د ښاغلي صدیقي کار او زیار بیخي عیان او عایان دی او د ټولو نه مهمه خوبي یې دا ده، چې د مضامینو ادبي اسلوب په زړه پورې ده چې په کې شګفتګي، رواني، سلاست، د لفظونو موزون انتخاب، د جملو په خپل ځای راوړل او د لوستونکیو د مزاج خیال ساتل او داسې نورو اړخونو باندې نظر ساتل دي.
د ده تر ټولو لوی کمال دا هم دی، چې په هر لیک کې یې بیخي سوچه او مروجه لهجه پکارولي ده، د زمان او مکان لحاظ یې ساتلی دی، که څه هم په لیک کې یې سنجیدګي پریمانه ده؛ خو دغه سنجیدګي یې کومه پیچیدګي نه پیدا کوي، ده د ژوند او زمانې مطالعه په ډېرې باریک بینۍ سره کړې ده، ادبي، معاشي، سیاسي، معاشرتي، تهذیبي، تاریخي او کلتوري ټول موضوعاتو سره ټچ پکې موجود دی، چې دا د دې حقیقت غمازي کوي، چې لیکوال مسلسل د مطالعې عمل څخه تېریږي او هر څه چې د مختلفو موضوعاتو او کتابیاتو د بخور نه پس د ده په ذهن کې خوندي شوي دي او بیا یې ورسره د خپل فکر او پوهې خواږه د اضافې او تجربې په توګه شامل کړي دي؛ نو هم دغه کتاب ادب تنقید او تیوري ترې جوړ شوی دی، کوم چې نه یوازې دا چې د موجوده وخت ضرورتونه پوره کولای شي؛ بلکې د راتلونکي وخت ادبي او علمي تقاضې هم پوره کوي، په دې وجه موږ ادب تنقید او تیوري د موجوده او راتلونکي دواړو وختونو تر ټولو اهم او ارزښتناک کتاب ګڼلې شو، یوه بله ډېره اهمه خبره په دې کتاب کې د ایحاز او اختصار هم ده، کوم چې د یوې لیکنې بنیادي او مرکزي حثیت وي او د ده د اسلوب ځانګړي بې تکلفي او بې ساختګي د ده د هر لیک په انداز تحریرکې د هر اړخيز کیدو صفت د ده په ذخېره الفاظ دلالت کوي.
ښاغلی صدیقي چې هر څه لیکي؛ نو په پوره ذمه وارۍ او دیانتدارۍ سره یې لیکي، د ده په وړاندې یوه مخصوصه علاقه یا يوه محدوده ټولنه نه وي مهمه، بلکې د ټول تهذیب د تمدن ژوند ژواک نقشه یې په وړاندې وي، همدغه صفت او خاصیت د ښاغلي صدیقي د تخلیقي سفرمیدان دی، همدغه لاره یې د مرام سرحدونو ته رسوي او د یو حساس باضمیره او ځیرک لیکوال مقام په ګوته کوي د ښاغلي صدیقي عمر او کار ته که موږ وګورو؛ نو بیخي د حېرت ګوته په خله شو، چې دومره خام عمر او دومره ګران کار، بس داسې به ووایو چې ناممکن یې ممکن کړل، د ده د نثر لیکلو انداز بیخي جدا او منفرد دی، د مثال په توګه یې د تنقید او ذاتي قضاوتونه څخه یې یو پېراګراف د نمونې لپاره را اخلو « دا سمه ده چې په پراخه معنا د هر نقد بنسټ له تاثره وي، خو ولې په دقیقه توګه لکه څنګه چې نقد بېلا بېل موضوعي ډولونه لري؛ نو ځکه ښایي د نقد تیوریکه غوښتنه یې د هر ډول نقد سره سمه د خپلو اصولو په رڼا کښې وي» دغسې نور هم یو شمیر مثالونه د بېلګې په توګه راوړلې شو، چې د ده په علمي او هر اړخیز پوره نثرمهرثبت کوي او د ښاغلي صدیقي د ژورې مطالعې پراخه مشاهدې او ادبي تجربې په مقام او مرتبه دلالت کوي او د کم عمره صدیقي په شوق او ادبي کار هم مضبوط دلیل دی، که چيرې د خپل تخلیقي او تنقيدي سفر هم دغسې جاري وساتلو او د کوم مصلحت ښکار نه شو؛ نو دا امکان روښانه برېښي، چې د نن دا تنکی زلمی محقیق او نقاد به د سبا په یادو کسانو کښې شامل وي، د ښاغلي صدیقي غوندې علمي او ادبي څهرو ته په پښتو ادب کې سخت ضرورت دی، چې دوی هغه کار ته لاس اچولی کوم چې ترې وخت غواړي، زما یقین دی، چې صدیقي به خپل سفر هم دغسې په توانه جذبه روان وساتي او ډېر ژر به خپل مرام ته ورسي او په موجوده کتاب کې چې کوم خال خال کمۍ په نظر راځي، دا به اصلاح او تصیح کړي د مثال په توګه په کالم لیکنه نومې لیک کې لیکی د وحدت ورځپاڼی له لارې د سلم راز ( قلم کالم ) سعد الله جان برق ( بریښنا ) حال دا چې سعدالله جان برق په وحدت کې کله هم په دې مونوګرام کالم نه دی لیکلی بلکې د دروغ رېښتیا په مونوګرام به یې کالم لیکلو برېښنا د برق صیب د کتاب نوم دی، دغسې یو شمير نورې وړې وړې غلطۍ که له نظره وباسو نور کتاب یقناً چې د پښتو په نثري پانګه کی یوه ګټوره او غوره اضافه ده، هیله ده چې د نثر لوستونکي پرې خپله تنده خړوبه کړي او نعمت الله صدیقي نورو نثري اثارو ته وهڅوی.