دعا

پر ځمکه تنګ یمه نور

ځمکې نه کډه کوم

دا مې وروستۍ هيله ده

«««

ځمکه د وینو رود شوه

خدایه دا هيله خو مې ومنه لږ

اسمان کې کم تر ځمکې

راته لږ ځای خو راکړه.

۱۳۹۲.۴.۱۵

مینه

زه او ته یو سره ورته

زما تا سره ده مینه

ستا له ما سره ده مینه

خو يو بل ته يې ویلای سره نه شو

۱۳۹۲.۴.۱۰

2 thoughts on “د صدیق الله بدر دوه شعرونه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *