ملکي
– ملکي ميراثي وه، خو خبره په نيت او باور کې وه.
زرولي دا خبره وکړه، له ځایه راولاړ شو، څادر يې وڅانډه او په تګ تګ کې يې وويل: (( له پنځو کسانو دوو ته راغلو، خو پرېکړه به د کلي د دايمي خير کوو.))
شاه دل اکا چې تر دې دمه په ژور سوچ کې ډوب و او شېبه په شېبه يې په څېره کې د وېرې او غوسې نښې څرګندېدې، په زرولي غږ وکړ:(( ته ښه وايې، خو هيبت ته دې پام نه و چې پرون يې د ولسوالۍ غونډه کې څه ويل، له ما سره د کلي سودا ده.))
زرولي چې له دېرې نه په وتو کې و، په تګ تګ کې شاته وکتل: (( شاه دل کاکا! د هيبت دا وېرول به بیا د هغه د کلونو کلونو له زغملو راته سخت نه وي؟))
د هغه له دې خبرې سره د شاه دل اکا دېره کې چوپتيا خوره شوه. کلیوالو یو بل ته سره وکتل، تر اوږدې چوپتيا وروسته یو کلیوال راپاڅېد او په لوړ غږ يې وویل: (( زرولي سمه خبره کوي، اوس چې هیبت ملک نه دی راته برګ دی، چې ملک شي سم دم به مو وخوري.))
زرولي کرار کرار بېرته راوګرځېد، شاه دل اکا ته يې مخامخ پر ځمکه پلتۍ ووهلې: ((د خير د سړي خبره به کوو، عالم خان اکا په سپېره ځمکه هم راسره کېني.))
څو کسانو غوښتل څه ووايي، خو یو سپین ږیری کلیوال چې د شاه دل اکا تر څنګ ناست و او ونې ته يې ډډه لګولې وه، خپله لکړه په زوره زوره پر ځمکه وډبوله: (( زرولي بده خبره نه کوي، موږ ټول عالم خان پېژنو، هغه هر وخت د نورو د خیر خبره کړې.))
سپین ږېري نورو ته وکتل، ټول غلي او ده ته ځير وو. ده ورغبرګه کړه: (( زه په هیبت پوهېږم، هغه وېرېدلی، ځکه ګواښونه کوي.))
د کلیوالو له منځه یو ځوان په جګ غږ وپوښت: (( هغه څنګه؟ صنوبر کاکا؟))
صنوبر کاکا ټوخی ونیو او په زرولي يې غږ وکړ: (( هلکه! نور… ته ورته وایه.))
زرولي تر څه سوچ وروسته وویل: ((لنډه يې درته کوم، تاسو پخپله ولیدل چې هیبت ډېر مصرفونه وکړل، نور يې وس نشته، ها! زموږ باور هم سړی وېرولی. په دې هغه پخپله پوهېږي چې څنګه؟))
۱۳۹۳.۲.۲۱
بې رنګه ګوته
غمی ډېر په غوسه و:(( ولې رايې کمې ښيي، دا ظلم دی، هر څوک چې پوښتې، خو يې هغه ته رايه ورکړې.))
ملګری يې چوپ و، لکه چې نه يې غوښتل څه ووايي. غمي لاسونه ومروړل: (( دا له ما سره، له تا سره او له ټولو سره ظلم دی، دا به تر څو داسې کېږي، غږ بايد اوچت کړو.))
غمي چې دا وويل، د خپلو لاسونو لس واړه ګوتې يې د خپل ملګري سترګو ته مخامخ ونيوې: (( د دې ټولو يو يو پوره په شمار حساب بايد واخلو.))
دا ځل هم ملګری يې چوپه خوله و، خو د هغه ګوتو ته يې په ځير ځير کتل. غمی لکه چې تازه د هغه د ځير کتلو په معنی پوه شوی وي، ژر يې خپل لاسونه جېب ته کړل. د خپلې بې رنګه ګوتې شرم يې غوسه ووژله.