جعفر هاند/کابل / د پښتو ژبې د لیکوالې او څېړونکې صفیه حلیم یو بل تازه کتاب هم له چاپه راووت.

 «روهیلهنډ» په هند کې د مېشتو پښتنو د ژوند په تړاوو د اغلې حلیم د څېړنیزو اثارو پنځم او وورستی کتاب دی. دغه کتاب د هند په یوه تر ټولو لوی ایالت اترپردیش کې د روهيله پښتنو د ژوند، د هغوی د پرمختگ او د مغل سلطنت په ټينگولو او پرځولو کې د هغوی پر ونډې ورټول دی.

مومند خپرندويه ټولنې په ننګرهار کې دغه کتاب چاپ کړی دی. د روهیلګهنډ تر مخه بهوپال، مالیر کوټله، باره بستي او بهار د هند د پښتنو په تړواوو د صفیه حلیم څلور نور چاپ شوي څېړنیز کتابونه دي.

د چاپ نېټه ۱۳۹۱ لمريز کال دی.
کتاب په دې پلورنځو کې تر لاسه کولې شئ.
جلال اباد. عبد المجيد مومند کتاب پلورنځی. مخابراتو څلور لارې.
خوست. غرغښت کتاب پلورنځی
پېښور. نوي کابل کتاب پلورنځی بورډ بازار
پکتيکا. مدينه کتاب پلورنځی
گرديز. علمي، روحاني بابا، اريانا کتاب پلورنځي
کابل. مستقبل، خيبر، افلاح و افکار کتاب پلورنځی

 د اغلې حلیم نور اثار، تحقیقي څېړنې او لیکنې په خپله د هغې په وېبپاڼه کې هم لوستلی شئ: : www.safiahaleem.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *