۱۰۷۱- سلجوقي ترکانو د منزیکرت (Manzikert) په جګړه کې رومیانو ته ماتې ورکړه.

 ۱۰۸۸- دویم پاپ اربن د روم پاپ وټاکل شو.

۱۰۹۵- د بیزانس امپراتور الکسیوس د پاپ نه د سلجوقي ترکانو پر ضد د کومک غوښتنه وکړه.

۱۰۹۵ نومبر- دویم پاپ اربن د جرمني د کلرمونټ په غونډه کې د صلیبي جګړو اعلان وکړ.

۱۰۹۵/۹۶- پاپ په فرانسه کې د صلیبي جګړو لپاره کمپائن وکړ.

۱۰۹۶می- لومړی صلیبي جګړه د پیتر لخوا د مقدس ځای د نیولو لپاره پیل شوه.

۱۰۹۶اګست- صلیبي جګړه مار د مقدس ځای د نیولو لپاره مخ په وړاندې ولاړل.

۱۰۹۷- ایډ د بایرین په جګړه کې مسلمانانو ته ماتې ورکړه.

۱۰۹۷- صلیبیانو د نیکائیا ښار ونیوه او بیزانس ته ولاړل.

۱۰۹۸- بالدوین د ادیسا ښار وینو او لومړنی صلیبي قرارګاه یې جوړه کړه.

۱۰۹۸- صلیبیانو شام(سوریه) او دیمه قرارګاه یې جوړه کړه.

۱۰۹۸- مصریانو یروشلم ونیوه.( دلته لیکوال په حقیقت باندې سترګې پټې کړي دي، ځکه چې یروشلم د پخوا څخه د مصر د فاطمي دولت لخوا اداره کیده، ژباړن).

۱۰۹۹جولایي- دیروشلم د نیول څخه مخکې پاپ مړ شو.

جولایې ۱۵- ۱۰۹۹- صلیبیانو یروشلم ونیوه او دریمه لویه قرارګاه یې جوړه کړه او ګاډ فري(Godfrey) یې مشر وټاکه.

۱۱۰۰- د یروشلم پاچا ګاډفري مړ او پر ځای یې ورور بالدوین د یروشلم پاچا شو.

۱۱۱۸- بالدوین مړ شو او دویم بالدوین پاچا شو او د بیزانس امپراتور الکسیوس هم په همدې کال مړ شو.

۱۱۳۸- د سلطان صلاح الدین پیدائښت.( د صلاح الدین په اړه په یو بل کتاب کې یې د سلطان د زیږیدو نیټه ۱۱۳۷ لیکلې ده، ژباړن).

۱۱۴۴- ترکانو ادیسا ونیوله.

۱۱۴۵- پاپ دویم ایوجینس د صلیبي جګړې اعلان وکړ او برنارد د جګړې تیاری ونیوه.

۱۱۴۶- د فرانسې لوئیس او د المان کونرډ هم جګړې ته ودانګل.

۱۱۴۷/۴۹- دویمه صلیبي جګړه.

۱۱۵۳- دویم بالدوین عسقلان ونیوه.

۱۱۶۵/۶۶- پاپ الکسندر د صلیبیانو د ملاتړ لپاره مالیه وضع کړه.

۱۱۷۴- صلاح الدین ایوبي د مصر مشر شو.

جولایي/۳/ ۱۱۸۷- صلاح الدین صلیبیان د حطین په جګړه کې مات کړل.

اکتوبر/ ۱۱۸۷- صلاح الدین یروشلم(بیت المقدس) ونیوه.

اکتوبر/۲۹/ ۱۱۸۷- پاپ ګریګوري د نوې صلیبي جګړې اعلان وکړ(دریمه صلیبي جګړه).

۱۱۸۹- ریچارد د انګلستان پاچا شو.

جون/۱۰/ ۱۱۹۰- فریدریک د یو نیم لک صلیبیانو سره په دریمه صلیبي جګړه کې برخه واخسیته.

۱۱۹۱- فرانسوي او انګلسیي صلیبیان د یروشلم په طرف روان شول.

سپتمبر/۷/۱۱۹۱- ریچارد مسلمانانو ته په ارصوف کې ماته ورکړه.

سپتمبر/۱۱۹۲- ریچارد صلاح الدین سره د درې کالو لپاره د جنګ نه کولو تړون لاسلیک کړ.

مارچ/۴/۱۱۹۳- صلاح الدین ایوبي مړ شو.

۱۱۹۸- پاپ اننوسنت(Innocent) د څلورمې صلیبي جګړې اعلان وکړ.

۱۱۹۹- د انګلستان پاچا ریچارد مړ شو.

۱۲۰۲- څلورمه صلیبي جګړه(۱۲۰۲-۱۲۰۴) پیل شوه.

جولایي/ ۱۲۰۳- صلیبیانو قسطنطینه ونیوله او شپږم الکسیوس یې امپراتور وټاکه.

۱۲۱۲- دریم اننوسنت په هسپانیه کې د نوې(پنځمې) صلیبي جګړې اعلان وکړ.

۱۲۱۲/۱۳- د صلیبي ماشومانو جګړه پای ته ورسیده.

۱۲۱۷- پنځمه صلیبي جګړه پای ته پیل شوه.

۱۲۲۱- مسلمانانو دمیاتا(مصر) ونیوه.

۱۲۲۹- فریدریک یروشلم ونیوه(شپږمه صلیبي جګړه).

۱۲۴۴- خوارزمي ترکانو(مسلمانانو) بیرته یروشلم ونیوه.

۱۲۴۹- د فرانسې لویس مصر ونیوه(اوومه صلیبي جګړه).

۱۲۵۰- لویس د منصورې جګړه وګټله.

۱۲۶۸- سوریه مسلمانانو ونیوله.

۱۲۷۰- لویس په تونس کې د اتمې صلیبي جګړې په دوران کې مړ شو.

۱۲۸۹- تریپولي مسلمانانو ونیوه.

۱۲۹۱- په مقدسه ځمکه کې اخري ځای د صلیبیانو د لاسه ووت. په دې سره دوه سوه کلنې صلیبي جګړې د بې رحمو صلیبیانو په ماتې سره پای ته ورسیدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *