تاند- د یمن د پایتخت صنعا په باره کې یو وخت یوه سیلاني ویلي و چې انسان ته د ماشومتوب د وخت خوبونه او د نکلونو کلاګانې وریادوي. خو د خلیج ټایمز له راپور سره سم د دغه ښار لرغونې ښکلا د نویو تعمیراتي فعالیتونو په وجه، چې په یمن کې د جګړې له پیلېدو مخکې شروع شوي وو، د ختمېدو له خطر سره مخامخ ده.
صنعا د نړۍ یو ډېر پخوانی ښار دی چې کله یې په زړه برخه کې ګرځې نو داسې احساس به کوې لکه د تېر تېرې زمانې پس کوټې ته چې داخل شوی یې.
د ښار په زړه برخه کې به پخواني برجونه ووینئ چې ځینې یې شپږ پوړیز او حتی نهه پوړیز دي. د برجونو په لاندني پوړ کې له لاوا ډبروڅخه چې د آتشفشانونو زېږدنده دي، استفاده شوې ده. پاسني پوړونه له پخو خښتو جوړ دي. دغه خښتې په ظریفو هندسي شکلونو ایښودل شوي او په چونه باندې لیکې لیکې سپېنې شوې دي.
د زاړه ښار د هرې محلې په منځ کې یو جومات، یو حمام او یو باغ وینو او کورونه له باغه شاوخوا راچاپېر دي. په تېرو وختونو کې به د جوماتونو د اوداسه اوبه ونو ته ورکول کېدې او د کورونو له خزلو او ډېرانونو به یا د پټو د سرې په توګه او یا په تشنابونو او حمامونو کې د اوبو د تودولو لپاره استفاده کېده.
د صنعا په لرغونې برخه کې یوسلو درې پخواني جوماتونه ودان دي چې ځینې یې ان تر زر کاله ډېر عمر لري. دغه راز څورلس پخواني حمامونه او ځینې داسې کورونه پکې لیدلای شو چې شاوخوا شپږ سوه کاله پخوا جوړ شوي وي. د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې، یونسکو، د خپلو ګڼو او مهمو تاریخي آثارو په وجه، صنعا په ۱۹۸۶ میلادي کال کې د نړۍ په تاریخي میراثونو کې شامله کړه.
خو په اوسني وخت کې دنګو سمنټي ودانیو د پخوانۍ صنعا آسمان تر ډېره حده په دیوالونو کې پټ کړی دی او د ښار بختور باغونه د ختمېدو په حال کې دي.
دغه راز، شتمن کسان له زاړه ښاره نویو مېنو ته کډه کوي او نسبتا غریب خلک په زاړه ښار کې پاتېږي چې د پخوانو کوڅو او پخوانیو ودانیو د ساتلو او ترمیم وس ورسره نشته. یونسکو خبرداری ورکړی دی چې که په زاړه ښار کې د اوبو او کثافاتو د ایستلو لپاره سم بندوبست ونه شي او د بارانونو اوبه هر چېرته ډنډ ولاړې وي نو دا خطر شته چې یو شمېر پخوانۍ ودانې نسکورې شي.
د یمن د تاریخي ودانیو د ساتنې د مرکزي سازمان مشر ناجي صالح توابه وایي چې د یمن حکومت ټول وخت له مخالفانو سره د روغې جوړې موضوع ته ورکړی او د لرغونو آثارو د ساتنې په شمول نورې ضروري چارې یې له پامه غورځولي دي.