د میدان وردګو ولایت سوداګرو ګواښ وکړ،که د ایسا ادارې له لورې د صنعتي پارک چارې پيل نشي نو دوی به د دغه ادارې پر ضد لاریونونه ترسره کړي .

په همدې اړه د دغه ولایت په مقام کې نن ( سې شنبه) د میدان وردګو سرپرست والي په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې،د پانګوالو سربیره د ولسي جرګي او ولایتي شورا غړو او دایسا ادارې مرستیال ګډون کړی وو.

د میدان وردګو پانګوالو د خپلو خبرو پر مهال وویل د ایسا ادارې له لورې دې د دې ولایت صنعتي پارک د رغاولو لپاره بودیجه ځآنګړي شي او چارې دې هم ژر تر ژره پیل شي .

دوی زیاته کړه،په نورو ولایتونو کې ایسا ادارې ورته کړنه ترسره کړی او که په دغه ولایت کې یې دغه چاره ترسره نکړه،نو دوی به د یادې ادارې پر ضد لاریونونه ترسره کړي .

دوی همدا راز پانګوالو ته د ځمکې له ورکړې وړاندې ایسا ادارې ته د پېسو ورکولو غوښتنه هم ردکړه .

د ایسا ادارې مرستیال بحرام خان بیا د صنعتي پارک د لومړنیو چارو له بشپړولو څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه،دوی د دغه پارک نقشه جوړه کړې ده او ښار جوړونې وزارت ته یې د نورو کړنو ترسره کولو په موخه هم استولې ده.

خو نوموړی زیاته کړه،اداره یې خپله بودیجه نلري،خو که د مالیې وزارت ورته بودیجه ورکړي او همدا راز په دغه برخه کې یو شمېر مرستندویه ادارې هم مرسته وکړي نو دوی به د پاتې چارو پر پیل کیدو بریالي شي.

هغه همدا راز وویل کله، چې پانګوال ته د ځمکې لومړني اسناد ورکول کیږي نو باید دوی له ایسا ادارې سره د مرستې په موخه درې سلنه پیسې ورکړي او په وینا سوداګرو ته به ځمکه د پانګې اچونې عالي کمیسون له لورې چې له اته وزارتونو څخه جوړ شوی ورکول کیږي .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني وویل په ملي شورا کې د دغه ولایت د استازو او پانګوالو په ملتیا یې په  دوو میاشتو کې د صنعتي پارک د منظورۍ چارې بشپړې کړې .

ده زیاته کړه،د پانګوالو د ملاتړ ادارې هم ورسره ژمنه کړې وه،چې د روان کال په ترڅ کې به یې چارې ورته پیل کړي خو تر دې دمه یې چارې ورته پیل نکړې.

هغه د ایسا ادارې مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه،چې دوی چمتو دي،چې له مرستندویه ادارو څخه هم ورته د مرستې غوښتنه وکړي او همدا راز د دې ولایت سوداګر به وهڅوي ترڅو په لومړي پړوا کې دېرش سلنه پېسې تاسې ته د چارو د پیل کیدو په موخه درکړي .

دا په داسې حال کې ده،چې د صنعتي پارک د بنسټ ډبرې له کېښودلو څخه شاوخوا دوه کاله پوره کیږي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *