که راسره منئ یی او که نه دا یو تریخ واقعیت دی چې د نړۍ د هر هېواد په هره ټولنه کې د باطني ښایست په پرتلې چې تلپاتې وي، ظاهري ښکلا چې پاېښت نلري زیاتره د توجه وړ ګرځي.
گرانو دوستانو په همدې تړاو غواړم د آغلی لزلي دوله گوییز د بی سارې زړه ورتیا په اړه تاسو ته ووایم.
لزلي د کمکیوالي څخه تر اوسه دمه په خورا بی رحمۍ ځورول شوېده. په یوتیوب کې ورته د تر ټولو بد صؤرتې جلۍ لقب ورکړ شو او حتی ځینو ورته د ځان وژنې مشوره ورکړه خو پوهیږئ چې هغې په ځواب کې څه وکړل؟
هغې د خلکو د ملنډو پروا ونه کړه. لزلي، د خپلو نیمگړتیاو د پټولو پر ځای، په ښکاره، میدان ته شوه او د بشر د ریښتوني ښکلا، د دروني جوهر د ښودلو دپاره ودرېده!
لزلي په یوې خورا بیسارې ناروغۍ اخته ده، د هغې عضلات، په نورماله بڼه وده نشی کولای. هغې د لا علاجې ناروغۍ په وړاندې د گونډو د وهلو او تسلیمۍ پر ځای ځانته لوړې موخې وټاکلې. ویل یی غواړي کتاب ولیکي چې وېې ليک. تر اوسه د لزلي دوه کتابونه چاپ شوي! ویل یی غواړي یوه تکړه، اغیزمنه او الهام بښونکې ویناواله اوسي چې دا ډگر یی هم فتح کړ!
اوه کاله کیږي چې لزلي د امریکا په لویو پوهنتونونو کې د یوې تکړه ویناوالې په توگه نور ناهيلي د ژوند د ناخوالو په وړاندې دریدو ته هڅوي، ورکشاپونه پر مخ وړي او د پند نه ډکې خبرې یی زړونه څه چېغرونه لړزوي!
هغه وایي:
«نړۍ د انسان د آزموینې د ډگر په شان ده. خدای تعالی زه د ژوند د سختیو سره د مبارزې دپاره وړه گڼلې یم ترڅو د ځان په شان نورو ځپل شویو سره د خپل ژوند د کیسې په شریکولو مرسته وکړم!»
نو اوس تاسو څخه پوښتم که لزلي په یوه شاته پاتې ټولنه کې پیدا شوې وای نو ارمانونه به یې پوره وای؟
رېښتیا هم …
ښایسته جانې خبره دې په آخره کې بیرته په وروسته پاتې ټولنو او خلکو ور اچولې ده. پداسې حال کې چې پدې بیچاره ګۍ خو د پرمختللې نړۍ او ټولنې خلکو ملنډې وهلي دي. هغوی د ځان وژنې مشوره ورکړیده.
د وروسته پاته ټولنو بدمرغي دا نده چې معلول خلک تر پښو لاندې کیږي او رټل کیږي، بلکه د دوې او ځان جوړونې شرایط پکې مساعد ندي.
په پوره درناوي
ښایسته جانې لیکنه خو دې ښه ده او ښه پیغام هم لري خو آیا په وروستۍ کرښه کې تاسو د مخ پر ودې یا ستاسو په وینا وروسته ټولنې ته پېغور نه ورکوئ؟ نه یې سپکوئ؟
سلامونه ګرانو دوستانو!
دا یوه ریښتینې قصه ده، که هر څوک د ځان لپاره یو هدف وټاکي او وغواړی ځان یو ځای ته ورسوی نو هیڅ ناشونی نه ده، باید دیته څوک ونه ګوری او د هرکار په شروع کې تکل وکړي
ښایسته جانی خوری ستاسودځواب ویلوترمخه باید ووایم چي دسیرت ښکلا کولای شی چي دصورت ښکلاته جامی ور واغوندی خودصورت ښکلانشی کولاۍ چی دانسان سیرت ښکلی کړی. که لزلي په یوه شاته پاتې ټولنه کې پیدا شوې وای، نو آيا ارمانونه به یې پوره وای؟
که له وروسته پاتی ټولنی ځنی مرادستاسوافغانی ټولنه وی نودادرته په ډاګه ویلی شم چی هیڅکله نه ځکه زمونږپه ټولنه کي یوسلسله فرهنګی اوکلتوری زنځیرونه وجودلری چی دهیوادټول وګړی پری داسی تړل شوی چي دخپلی مورپه نوم اخیستلوشرمیږی بیاچي په یوه داسی کورنۍ کي دلزلی په شان انجلۍ چي صورت یی دښکلاهیڅ معیارنشی پوره کولاۍ پیداشی ایاپه لوروالی به یی شرم ونکړی؟ ترکومه چی ستاسومطلب داسلامی ارزښتونوسره تړاو لری وایی چی دانسانیت سترلارښود اودکائناتوسردارحضرت محمد(ص)ته یو تور پوستی سړی چی غالباعبیدنومیده پداسی حال کي راغی چی ژړل یی او دډیری زیاتی بدرنګۍ ترڅنګ یی پرمخ دانی هم وی نوانحضرت (ص)ته یی وویل چی ماخوڅوک پخپل مجلس کي نه پریږدی ایاالله (ج)به می خپلی خواته پریږدی رسول الله (ص)ورته وویل چي ته ښځه کول غواړی هغه ورته وویل چی ماته به څوک څنګه خپله لور راکړی؟ انحضرت (ص)ورته وویل چی د پلانی صحابی کورته ولاړشه او دومره ورته ووایه چی زه رسول الله رالیږلی یم حصرت عبید دهغه سړی کورته ورغی ورته یی وویل چی زه رسول الله رالیږلی یم هغه هک حیران شو اوکورته ننوت دخپلی ښځی سره یی داخبره شریکه کړه چي رسول الله (ص) پلانی سړی ددی لپاره رالیږلی چی زمااوستالور ورسره نکاح وکړی ښځی ورته په ځواب کي وویل چي هغی سره زمااوستادلور نکاح نه کیږی ځکه هغه مشهوربدرنګه دی څوک یی پخپل مجلس کي نه پریږدی لوریی چی دخپل مور او پلار خبری واوریدی له کاره یی ځان ددوۍ څنګ ته راورساوه اوخپل مور او پلارته یی وویل چی تاسودیته مه ګورۍ چی دابدرنګه دی هغه چاچی را استولی هغه ته وګورۍ. پدی کي اصلی مفهوم همدادی چي دهرشی معنوی ارخ ته باید وکتل شی نه ظاهرته خدای (ج)دی وکړی چی بشری وروسته پاتی ټولنی که هغه اسلامی اویاغیراسلام ټولنی دی داسلامی اصولوپه رڼاکي پرمخ پوځی ترڅو انسانی کرامت پکي خوندی شی ستاسودلابریا په هیله محمدادریس (رحیمی)صافی
انسان دهغی ټولنی محصول دی چه پکی ژوند کوی دخبل ځان او دخپلی ټولنی دبدلون لباره هڅه او هاند دژوند هنداره ده انسان کولی شی چه څّان او خبله ټو لنه بدله کړی دا هغه وخت شونی ده چه انسان دخبل ژوند دبدلون لپاره مخه ولری او دهغه دلاسته راوړلو لپاره هلی ځلی وکری .رشتیا چه ښکلا په علم او رڼا کی ده .
داسمه خبره ده چی باطنی ښکلا تریوه حده په خپله انسان ته که هغه نارینه وی یا ښځینه یوروحی قوت وربښی او هغه په ډیر جراات سره کولی شی چی عام محضرته سمدستی حاضر شی خوباطنی ښکلا لکه څنګه چی ښا یستی خورورته اشاره کړیده بالکل سمه ده چی دانسان دخپلو موخو تر بریده رسوی شی تاسی به ډیر ځله لیدلی وی چی دیوه کس مخ بدرنګه وی اویاهم نوری نقیصه الشکله صورت ولری په لومړی سرکی دهرچابد ایسی خوکله چی دهغه صداقت ،ایمانداری درته په ډاګه شی نوهمدغه بدرنګه شخص دهر چا په زړونوکی ځای ونیسی اوبرعکس که څوک ظاهرا څومره ښایسته وی خوباطن یی ککړ وی ،له خیانته ډک وی ،قاتل اویاهم په نورو بدمرغیو سروی نودخلکو تری ډیره کرکه راځی نوزه پدی برخه کی له خور ښایستی سره بالکل هم غږی یم
تاسو ټولو گرانو لوستوکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم. مننه چې په پوره حوصلې مو دا مطلب ولوست او بیا مو په خورا مهربانی دد ې وړ وگڼلم چې خپل نظر هم راسره شریک کړئ. گنډیري صاحب ستاسو د پوښتنو په ځواب کی باید ووایم چې هېڅکله هم نه. دا د یوې شاته پاتی ټولنی ستونزو ته اشاره بللای شئ، سپکاوی نه! د نیمگړتیاو په گوته کول یی بللای شئ، پیغور نه! دې ته ورته مطالبو څخه یوازنی موخه دا وي چې د ټولنې زیانمنونکې کمزورۍ په ډاگه شی. ځکه تر څو ناروغي تشخیص نه شي د رغولو او درملنې بهیر هم نشی پیلیدای او اصلاحات نشی راتلای. دا ناخوالي په هره ټولنه کې وي خو د وگړو د پوهې سره یی د شدت کچه جلا وي. که تاسو په پیل کی لوستلي وي نو ما دلته په امریکا کی د لزلي په وړاندی د ناخوالو او ظلم په اړه یادونه کړېده. خو پوښتنه دا هم ده چې که په یوه ټولنه کې ستونزې وي نو ولې باید پرې سترگې پټې شي. او لدینه هم سترگې نشو پټولای چې داسې ټولنه نشته چې نیمگړتیاوی ونه لري! نو مونږ باید خپلو نیمگړتیاو ته پام واړه وو. که څنگه؟ کور مو ودان او د تبصری نه مو یوه نړۍ مننه!.
هر هغه وخت چه دصلحی بروژه په پروسه بدله شوه بیا نو دصلحی لپاره امید شته ملی ګتی په شخصی او ګروهی ګتو لوړی ګنل دقدرت دانحصار څخه لاس اخیستل دعدالت تامین دخلکو دځان اومال ساتل دټولنی داقتصاد لوړول دقانون رعایت او په ټولو یوسان تطبیقول ټولی هلی خلی د تغلیم، اقتصاد،فرهنګ او تکنالژی دودی لپاره په کارول او خپلو خلکو ته دکار ایجاد هغه مخی دی چه دصلحی په راتګ کی مرسته کولی شی دا جګړه دبردیو په لمسون جګړه ده په دنیا کی چاه صلحه په سوال نده راوړلی .صلحه منځګړیتوب غواړی اومنڅکیتوب باید بی پری وی.زمونژ یو تعداد ګاوندیان بپه افغانستان کی سوله نه غواړی ځګه سوله ددوی په ګته نده او که په افغانستان کی سوله وی بیا نو ددوی سیاسی،اقتصادی بازار سوړ کیژی. درحالیکه په افغانستان کی سوله دسیمی اوجهان په ګټه ده .افغانان په خپل منځ کی کوم مشکل نلری ولی سیاسون دخلکو په سر لوبی کوی او خلک یی برمته نیولی دی .بیا نو دسرتاج عزیز نه څه ګیله په کاردی هغه خو خپلو ملی ګټوته ژمن دی،خپله نکمرغی دنوروپه بد مرغیو کی ګوری .په درناوی
دګرانو لوستونکو نه بشنه غواړم چه دسولی تبصره می دصورت ښکلا……په لیکنه کی لیکلی ده. به درناوی
مننه. ما د دې ښځه لټون وکړ، نوم یې لیزلي ویلاسکویز دی چې انګلیسي یې څه داسې لیکل شوې ده او زما خوښه شوه. الله تعالی دې شفا ورکړي او هدایت دې ورته وکړي.
http://www.youtube.com/watch?v=_mAYmPi2LIg
Hello to every one,
It is interesting story, and we can learn something from this story.