ليکوال: روښان ستانکزی
په معارف وزارت کې موجود فساد ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ ته منسوبیږي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ښاغلي علي خوشال د لوستونکو پر وړاندې اېښې وه. دا پوښتنه دوه معناوې ورکوي، يوه دا چې په معارف وزارت کې فساد شته.څېړنې او سروې ګانې هم جوتوي چې د افغانستان په قضايي او عدلي او همدا راز په پوهنې وزارت کې ډېر فساد دی. د پوښتنې بله معنا دا ده چې ايا دغه فساد وزیر ته منسوبيږي؟ هو، ځکه دا يو عام مفهوم دی چې مشر له کشر څخه پوښتنه کوي، وزارت خو پرېږده که په يو کور کې هم داسې ونشي، نو په دې پوه شه چې د هغه کور بېړه غرقه ده. که داسې نه وي نو بيا د دې معنا چې دا وزير دی، دا معين دی او دا رئيس دی. خو هر چا به خپل کار کاوه، سهر به راته او مازیګر به بېرته ته. هر مشر د خپل رعيت د ښو او بدو دواړو مسؤليت پر غاړه لري، کنه نو مجازات او مکافات څه معنا؟ په دې لاندې کرښو کې به دا خبره نوره هم روښانه شي. خو لومړی بايد دا ووايم چې په هر هېواد کې حاکم وضعیت او شرايطو ته په پام سره فساد لږ ډېر توپیر لري، خو په هر ځای کې يې ماهیت يو ډول وي، په دې معنا چې د قانون، ملي ګټو او پرمختګ ضد وي. په نړۍ، په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې د فساد ډېر ډولونه شتون لري چېزه يې يوازېپر یوه هغه خبرې کوم. له دې سره به معلومه شي چې فساد چا ته منسوبيږي او څوک ترې سپين راوځي.
د کاري فرصتونو وېش
ايا دا رښتيا نه دي چې د کرزي صيب په ټوله اداره، په ځانګړې توګه د پوهنې په وزارت کې روابطو ته پرضوابطولومړيتوب ورکول کېږي؟ يوازې يو مثال وړاندې کوم، نور قضاوت لوستونکو ته پرېږدم. خو دلته باید یادونه وکړم چې شمالي ټلوالې دا کار د افراط تر بریده رسولی، حتی پنجشیريان يې د پښتنو په نوم مقرر کړي دي، خو هغوی د مدينې منورې منافقينو ته ورته خلک دي او له داخل نه افغانستان ته لوی خطر دي. خو د دې معنی خو دا نشوه چې هغوی هر بد کوي، موږ به يې هم کوو.
راځم اصلي مطلب ته، که څه هم ښاغلی اصف ننګ صيب يو پوه سړی دی او په خپل معينيت (د تخنيکي او مسلکي زده کړو معينيت) کې لاسته راوړنې هم لري، خو ده د عربي زده کړو ترڅنګ همت کړی، اقتصاد يې هم لوستی. يعنې بيا هم کار اهل کار ته ونه سپارل شو. د دې معينيت له يادونې څخه زما مطلب له ښاغلي ننګ وړاندې محمد سرور عزيزي صیب دی، هغه د دې ترڅنګ چې د تخنیکي او مسلکي چارو معين و، د ښاغلي وزير صیب ارشد مشاور، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس او همدا راز د وزير صیب د دفتر رئيس هم پاتې شوی. اوس نه يم خبر چې چېرې دی، خو د اورېدو له مخې، د کوم ولايت د معارف رياست يې پرې لورولی دی. که داسې وي نو ښايي چې ځان پر دې پوه کړو چې هغه څه لوستي،له کوم پوهنتون څخه فارغ دی، په ځانګړې توګه په تخنيکي او مسلکي زده کړو کې څومره زده کړې او څومره تجربه لري؟ ځکه چې په دې برخه کې وزير صيب ارشد مشاور دی!
که نور هېڅ نه وي، د دې دومره لوړو مقامونو لپاره خو بايد ښاغلی محمد سرور عزيزيلږ تر لږه لیسانس وي. خو که له حقيقت څخه خبر شئ، نو هغه د مريم د لوړو زده کړو له انسټيټوټ څخه فارغ دی.نه ليسانس ده او نه هم ماستر. دې ته وايي ټولنيز عدالت!
محمد سرور عزيزي د ډاکټر صیب شخصي پخوانی ملګری دی، نه پرې کوم وکيل زور راوړی او نه هم کوم وزير. د نورو رئيسانو په تقرر کې به يې معذور وګڼو، ځکه چې که د ده يا د هغه وکيل فرمایش پوره نه کړي، نو بیا خو د اعتماد رايه نه ورکوي. خو په دومره لوړو مقامونو کې د عزيزي صیب تقرر بيخيد توجيه وړ نه دی.
موږ نه وايو چې وزير صیب وړتيا نه لري، حتی داسې هم ويل کېدل چې دی پخپله هم په دې تمه و چې کرزی صیب به پرې د ولسمشرۍ لپاره لاس کېږدي، زموږ ادعا دا ده چې ده د پوهنې وزارت لپاره لازمه تقوا نه لرله، کنه نو حبیب يار صیب سرور عزيزي صیب ته د کومو کاري ظرفيتونو او مهارتونو له مخې دا دومره مسؤليتونه ورکړل شوي وو؟ دې ته وايي خدای دوست او وطن پرست ټيم، دې وايي نوښت او تفکر!
د يوه مشر مسؤليت دا دی چې با کفایته خلک پر دندو وګوماري،همدې ته خيانت وايي چې د باکفايته خلکو له شتون سره سره بې کفايته خلک پر دندو وګمارل شي. په داسې حال کې چې الله تعالی انسانانو ته امر کوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپاري.
بل ځای فرمايي:((ای مؤمنانو! له الله، د هغه له رسول او په هغو کارونو کې چې پر تاسو باور وشي، ټګي مه کوئ)) همدا ستر خيانت دی چې نااهله خلکو ته دندې وسپارل شي. هر څوک چې دا کار کوي او امانت خپل اهل ته نه سپاري، هغه افغانانو ته خير نه، بلکې شر غواړي او د دې کار انګېزه شخصي ګټې وي.
پيغمبر عليه السلام فرمايي، هر چا ته چې د مسلمانانو مشري وسپارله شوه او هغه داسې يو څوک پر نده وګوماره چې په ټولنه کې تر هغه غوره هم شتون درلود، نو له الله تعالی او د هغه له رسول سره یې خيانت وکړ او په يو بل روايت کې راځي چې له مؤمنينو سره يې هم خيانت وکړ.
د باکفايته خلکو له شتون سره سره د بې کفايته خلکو ټاکل د يوه چا د ايمان پر ضعف دلالت کوي. بې کفايته خلک د دې لپاره هم ټاکل کېږي چې د ټاکونکي شخص په ناروا خويونو کې ورسره مرسته وکړي، د غوښتنو پر وړاندې يې ونه دريږي او په ظلم کې ورسره مرسته وکړي.
خو دا ښاغلي به البته خبر نه وي چې خيانت د الله تعالی د غضب سبب ګرځي، د منافقت نښه ده، د رسوايۍ لار ده، سخته ازموينه ده چې الله تعالې پرې يو څوک مبتلا کوي، خيانت د يوې ټولنې پر زوال دلالت کوي، خائن په ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکوي، خيانت په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د همکارۍ اړيکه له منځه وړي، خائن خایف وي، خيانت د خائن د ذلت سبب کېږي او بلاخره به د قيامت په ورځ د هر خائن په شا کې د هغه د خيانت په اندازه جنډه لکه وي او پرې به ليکل شوي وي: ((هذه غدرة فلان ابن بلان))
هاتوا برهانکم ان کنتم صادقين
خيانت يو دشخص سره دي جه يوه معني لري بل خيانت دهيواد او دهيواد دوكرو سره دي جه دي ته لوي خيانت واءي كه جيري دليكونكي خبري واقيعت ولري دا لوي خاين بلل كيزي
اوش ته جا وويل جه ورميز دي كوز دي اوش ورته وويل كوم خاي مى سم دي جه ته مى دورميز به غم كي ءي
ورور كله دكرزي دولت كوم وزير ،أويا رئيس ددي لياقت لرل جه به مستحقه جوكي دي مستحق شخص وكمارل شي دكرزي دولت هغه متل ته ورته دي جه واءي :
دائً ديك او داءي شلغم