تاند- وسله وال طالبان وايي چې راتلونکې اوونۍ به د دوی د قطر د سیاسي دفتر یو پلاوی اسلام اباد ته لاړ شي او د دغه هیواد له صدراعظم عمران خان سره به وویني.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /چهارشنبه/ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د قطر د دفتر مرکچیان د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه دې هیواد ته سفر کوي.

مجاهد همداراز ویلي چې د طالبانو پلاوی به په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د فبرورۍ په ۱۸ / دوشنبه/ وویني.

مخکې ویل شوي و چې د امریکا او طالبانو پلاوي به د فبرورۍ په ۲۵ نېټه په قطر کې بیا سره وویني.

مجاهد د قطر د خبرو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په دوحه کې به په ټاکلي وخت (فبروري ۲۵) دواړه خواوې خبرو ته کښېني.

د طالبانو ویندوی وايي چې د دې ډلې سیاسي پلاوی به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړمه ورځ د طالبانتو ویندوی ذبیح الله مجاهد د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، که چیري طالبان واک ته ورسېدل له پاکستان سره به ورورولیزې اړیکې جوړې کړي. ده اهمداراز ویلي دي چې پاکستان د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت د افغان “مهاجرو مهم مرکز” او د افغانانو “دوهم کور” گڼل کیده.

3 thoughts on “د طالبانود قطر د دفتر استازي په اسلام اباد کې له عمران خان او خلیلزاد سره ویني”
  1. اوسیږي چیرته؟ اوس به خلکو ته جوته شوي وي چې د افغانستان جنګ د نړیوالو یوه ډرامه او د نورو د موخو جنګ دی. د خلیلزاد سره په اسلام اباد کې د طالبانو ملاقات، قطر ته تګ راتګ، روسیې، ایران او نورو هیوادو ته ازاد تلل راتلل. که چیرته طالبان تروریستان وي، نومونه یې په تور لیست کې وي نو دکوم هیواد په پاسپورټ هغوی سفرونه کوي؟ بیا نړیوال هغه هیواد چې دوی پکې ازاد دي او پردیو ته پاسپورټ ورکوي ولې په تور لیست کې نه شاملوي؟ نو بیا خپله فکر وکړئ چې دا جنګ او سوله هسې یوه لوبه، ډرامه او چل دی که نه؟ ددې ټولو شواهدو نه دا معلومیږي چې دواړه خواوې د جنګ لپاره د یو چا لخوا تمویليږي، مګر یواځې او یواځې افغانان قرباني او هیواد یې ورانیږي.

  2. د عمران خان لپاره به دا یو ښه چانس وي چې له هغو 6 میلیارده دالرو نه چې د طالبانو په سر او د هغوي حاضرول له امریکا سره د خبرو لپاره دوي ته وعده ورکړل شوېده ، له امریکا او قطر نه پاتې 3 میلیارده دالر هم نقد وغواړي.
    دا خواران څومره ژر ژر خرڅیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *