تاند – د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هیلمن دی چې په لنډ راتلونکې کې به په افغانستان کې اتیا فیصده شخړې او جګړې پای ته ورسیږي.

جنرال دوستم د سې شنبې په ورځ په فاریاب کې وویل، د افغانستان حکومت به د طالبانو له یوه مشر سره په نژدې ورځو کې خبرې وکړې او له دې سره به اتیا په سلو کې امنیتي وضعیت ښه شي.

جنرال دوستم د طالبانو د دې مشر نوم وانخیست، خو داسې ښکارې چې د ولسمشر لومړي مرستیال ملا اختر محمد منصور ته اشاره کوله، ځکه چې د طالبانو په دوو ډلو کې د ملا منصور پلويان پیاوړي دي.

تاند ته یوې باخبرې سرچینې ویلي دي چې د مارچ تر لسمې به له طالبانو سره افغان چارواکي خبرې وکړي. مخکې دا نیټه د مارچ اوومه یاده شوې وه، خو په رسمي ډول لاهم د مارچ لسمه نه ده اعلان شوې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ تمه ښکاره کړه چې د مارچ تر اوومې به له طالبانو سره په اسلام اباد کې مخامخ خبرې وشي.

طالبانو تر اوسه نه دې ویلي چې دوی مخامخ خبرو ته چمتو دي، خو د ځینو معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکي پر دې خوښ نه دي چې د طالبانو د خبرو واک له دوی واخیستل شي، د همدې لپاره اسلام اباد هڅې کوي چې د اسلام اباد په راتلونکې غونډه کې د طالبانو مشران ګډون وکړي.

افغان حکومت پاکستان ته د لسو کسانو نومونه سپارلي دي چې په دې خبرو کې برخه واخلي خو د تاند د معلوماتو له مخې پاکستان تر دې دمه نه دی توانیدلی چې د طالبانو او نورو افغان دولت مخالفه وسله والو چارواکي د کابل د لست له مخې خبرو ته حاضر کړي.

افغانستان بیا دې ته بیړه لري چې مخکې تر دې چې هوا توده شي او د جګړو وخت پیل شي له طالبانو سره د سولې خبرې وشي.

کابل پخوا دا شک کاوه چې پاکستان وخت سپموي او نن سبا کوي څو اوړی راشي او د جګړو وخت تود شي د همدې لپاره د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر په عشق اباد کې د ترکمنستان له چارواکو وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو کوربتوب د یو ځل لپاره ومني.

کابل په دې باور دی که چیرته اسلام اباد له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې نو بل اختیار به لري او دا خبرې به په ترکمنستان کې شروع کړي. خو پاکستان نه غواړي چې داسې وشي، اسلام اباد دا تمه لري چې طالبان به د سولې خبرو ته چمتو کړي او په بدل کې به یې د افغانستان پر حکومت یو لړ غوښتنې ومني. دا غوښتنې تر دې دمه نه دې معلومي خو پاکستاني رسنۍ وایي چې په هر ډول کیږي اسلام اباد په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه باید ونیسي.

ترکمنستان هغه هیواد دی چې د طالبانو د رژیم په وخت یې هم له افغانستان سره ښه اړیکي لرل او اوس هم له طالبانو سره کومه ستونزه نه لري.

One thought on “د طالبانو اصلي مشر ښایي په څو ورځو کې د سولې له بهیر سره یوځای شي”
  1. جنرال صیب دطالبانو داصلي مشرسره دخبرو درس دې په دویم ټولګي کې لوستلی و او که په دریم کې؟ له دې زیات خودې مکتب هم ندی ویلی. افغان حکومت دهوا له تودیدو مخکې ځکه خبرو ته لیواله دی چې پوهیږي طالبان به پدې موسم کې دهیواد ګڼې ولسوالۍ سقوط کړي او دده هغه دریځ به رسوا رسوا شي چې ویل یې مونږ له قوي موقفه خبرې کول غواړو. خو اشرف غني جان باید پدې پوهیدلی وي چې طالبان ستا په شان دبل غلامان ندی چې په زور به یې څوک خبرو کولو ته اړ کړي. دطالبانو دریځ دپګواش په غونډه کې ډیر واضح شویدی ترڅو چې دطالبانو غوښتنې نه وي منل شوي ترهغې به خبرو ته نه کښیني. که پاکستان یو شمیر هغه طالبان چې سخت مجبور دي هم خبرو ته راولي خو هغه طالبان به څوک خبرو ته کښینوي چې مسلح دجګړې په سنګرونو کې ناست . باید نور ملت ته فریب ورنکړئ تاسې پخپله هیڅ دسولې غوښتونکي نه یاست، هیڅ آزادي نلرئ هیڅوک مو په خبرو اعتماد نه کوي بس دی نور. ښه به دا وي چې په خغرده ووایې چې زه یو شرمیدلی ګوډاګی یم ملته خپله کار مو پخپله برابر کړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *